غزل
24.08.2016 10:31د زړه د درد پټه کیسه مې ته یې  
له مینې ډکه خاطره مې ته یې  
له بدو سترګو دې خدای ساته راته 
د ښکلا میره یې ښایسته مې ته یې 
سترګې مې تا باندې خوږې خوږې دي
د دواړو سترګو ننداره مې ته یې
خدای خو دې نکړي چې بې تا دې شمه
د ژوند امید د ژوند اسره مې ته یې
چې مې د زړه غمونه ورک شي پکې
د خوشحالۍ هغه شیبه مې ته یې 
اول نیکمل زما دی پوه شوې کنه 
دوهم نمبر کې یارانه مې ته یې
    
