د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

غزل

نیکمل ځاځی 08.09.2015 12:22

د ليکوال څو نورې لیکنې

ټول

د مینې د سندرې زمزمه ده لیونۍ
زما د دردیدلي زړه نغمه ده لیونۍ

چې دواړه سره کښینو، نو پوره لیونتوب جوړ شي
یو څه زه لیونی یم څه هغه ده لیونۍ

زما آرماني خیال یې پکښې ونغښتو له ورایه
کمڅیو جوړولو باندې سره ده لیونۍ

د لارې غاړې کاڼو ته یې پام نشي خیر وکړې
نن بیا راته غصب او په غصه ده لیونۍ

یو تاته خو به ووایم ددې د زړه خبره
نیکمله په ژوندون راپسې مړه ده لیونۍ