غزل
20.07.2016 10:07زما له ژوند سره یې لوبې وکړې
د عشق پیوند سره یې لوبې وکړې 
چې ما یې خیال د ماتیدو نه کاوه 
له هغه بند سره یې لوبې وکړې 
د عشق بدل کې یې زړګی رانکړ 
له خپل سوګند سره یې لوبې وکړې 
سترګو یې بیا باڼه را وه ورول 
د جنګ اوربند سره یې لوبې وکړې 
نیکمله سره او شنه بنګړي یې مات کړل 
له خپل مړوند سره یې لوبې وکړې
    
