د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

شعر دژوندپه بهیرکي

وکیلي 23.06.2016 11:25

شعر هغه ژبنیز لوړهنردی،چي دانسانانو په ادبي پېښه کي،په ږغیز سندریزو څانګو کي او موسیقي هنر کي خپل اوچت ځای او ښکلا لري . شعرهغه ښکارنده «پدیده»(phenomenon) ده دانسان په ژوند کي،چي دانسان شاعر ټولنیزاحساس راځلوي او د ده «دودیز» انځورپکښې څرګنده وي او ادبي کلام ئې «وده» پکښي مومي . کلاسیک شعرلرونکی د قافیي او وزن اودعروضوپر پوهه ولاړ کلام دی . دلته شعرد انساني ژوند له اړخه له «راز راز» زاوییو څخه ګورو. تر اوسه شعردخپل شعریت اودشاعر له احساسه ورته کتل کېده، خو دا ځلي وشعر ته دشعر دماهیت او اړتیا له مخي په انساني ژوند څپوکي ورته ګورو . په ادبي پېښه کي شعر ځان ته يو ځانګړی ځای لري . که موږ په ټولیزه ډؤل د رحمان بابا دیوان ته نظر واچوو؛یو تصوفي ادبي لار ښود دی،چي په ادبي انګړ کي ئې ادبي اړین ځای ډک کړی دی . لیکوالان،ژورنالیستان،ادیبان اؤ ژبپوهان ئې کله ناکله د ادبي لیکني لپاره دچینې په توګه کاره وي . زموږ د ادبي ژبي اولیکني تشه د دغولوړمقامو شاعرانو لکه خوشال بابا،حمیدماشو خېل ، عبدالقادرخټک،رحمان بابا اؤ دشلمي پېړۍ په شاعرانوکي حمزه بابا، الفت صیب، بېنوا،مجروح، مستغني اؤنورو ډېرو له خوا ډکه سوې ده اؤ زموږ ادبي اړتیا ئې را پوره کړې ده. ټوله پښتوژب لیکني چي زموږ په کتابتونو اؤ ارشیفوکي ساتل کیږي اؤشتون لري زموږ دژبي ادب دی . دغه اوسنې لیکپانګه ټوله چي زموږ په «ارشيف» (archives) یاکتابتونوکي دمګړی شته زموږ زېرمیزه ادبیات دي،چي دلیکني داړتیاپرمهال ئې کتابتونو ته مخ ورګرځي اؤ خپله لوست تنده په ماته وي . دغه مو ادبي اؤ پوهنیزي چیني،منبع یا اخځونه دي . دپښتو ننني ادبیات ولاړ پر پخواني لیکنیز اشعارو اؤ لیکنو باندي دي . دغه پخواني زاړه «دېوانونه» دي،چي کتابتونونه ئې ښکلي اؤرنګین کړي دي . دپښتو ژبه په دغو سره ښایسته اؤبډایه ده .
له بلي خوا که وګورو؛ دسندرو هنر هم شعر جوړه وي . ډېر پخوا چي په ګران هېواد افغانستان کي موسقي آلې دومري ډېري نه وي یاني دغه آلې دګوتو په شمېر وې په سهیل، سهیل لوېدیز اؤختیزخواکي دهېواد غزل چیان وه،چي دوی به په خپل ښکلې آواز کي د «دريې» سره خوږې سندري ویلې؛ مجلسونه ئې تازه اؤ خوشاله ساتل . غزلچیانو یاني سندرغاړو به ښه ښه خواږه غزل دنامي شاعرانو ویل . تل به دغو نامي غزلچیانو یاسندر غاړو به بانډارونه جوړول یابې په «دېرو»کي مجلسونه تازه ساتل یا بې په مېلوکي خواږه غزل ویل . دوی به دعبدالمنان غزل،رحمان باباغزل،خوشال بابا غزلي اؤدغسي دنور تکړه شاعرانو غزلي بې په خپل ښایسته آوازو کي ویلې .دغه دغزلو یوهنر وو. هر سندر غاړي به زیار ایست،چي دیؤه نامي شاعر غزل پیداکي، هغه په خپل ښکلي آواز کي خپلو آؤرېدونکو ته ور وړاندي کي .
وروسته تر (۱۹۵۱م ک) چي «ورو ورو»دموسیقي آلې ډېري سوې اؤ ډؤل ډؤل ألې منځ ته راغلې خپره ونه « رادیویي» سوه هنرمندان هم ډېر سوه سندري دموسیقۍ سره جوخت رؤنق وموند؛ ډېر ژر ئې «وده» وکړه یاني غزل یا سندره دموسیقۍ سره یؤځای جوخت پرمختګ وکی .
موسیقي بې سندري سورنا ده بې «ډُوله».
موسیقۍ ته په لاتيني اؤ یوناني موزیک (music) وایي،چي دښه «ساز»، «آواز» د هنر په «آلو» اوحنجروکي ئې ږغ پروت دی . ټوله د موسیقي آلې د غږ پر «وزن » عیاريږي اؤ هره سندره دخپل قافیي یا «ردیف» پر حرکاتو کمپوز یږي . دغه هنر بیاپه موسیقي هنر مندپوري اړه لري،چي کوم شعر څرنګه دهغه شعر دبحر اؤ وزن له مخي کمپوز (compose)کړي .
ښه سپور شعر د«خوځنده» ردیف سره چي سم کمپوز سوی وي اؤ دښه حنجرې څخه را وؤزي اروېدونکي تازه کوي د خوښۍ په ټال کې زنګوي . دا شعر دی په موسیقۍ کي .
لنډ باید ووایم،چي دموسیقۍ آله بې سندري ږغول هغه خوندچي څوک ئې دساز اؤ آوازه څخه غواړي؛نه لري . که څه هم دموسیقي آلې غږول یا ږغول اؤ دهغې زده کړه په خپله هم هنردی؛خو آواز اؤغزل پکښې ویل ئې بل هنر دی .
یاني دموسیقي آلې غږول ترډېره بریده دسندرو سره تړلي دي . که څوک رباب وهي او سندره نه ورسره وایي نو دغه رباب غږولوته «وچه لاره» وایي یانغمه غږول ورته وایي . په هر ډؤل چي وي سازوسندره سره تړلي دي.
شعر یا«بدله» دموسیقي زړه جوړه وي اؤښه ښکلا وربخښي، چي د ساز خوند لا څوبرابره کوي .
هرغزل (lyric) چي دموسیقي آلو سره نغمه کیږي؛ دآهنګ کمپوزئې دموسقۍ داستاد له خواڅخه سمیږي،چي سندره اؤ د ساز آلې سره هم غږي سي .
دلوړو شاعرانو شعرونه اؤغزل چي د مانا ډک دي اؤ په بحر کي خپل سم دي اؤ روان(خوځند) ردیف لري او دخوش الحان حنجري (ستونی) څخه راوزي اؤ دسَمي موسیقي آلې سره ویل کيږي؛ډېر ښه خوندور ،پر غوږو ښه اؤسم لګیږي .
درحمان بابا شعر دبحر اؤ وزن له مخه ورله ټول، ډک، روان (بې سکتې) دی . یوصوفیانه شعر دی . دموسیقۍ لپاره ډېرمؤزون دی .
درحمان باباشعر اؤ دحافظ شیرازي شعر د وزن وقافیي له مخي چي سره پرتله سي زماله نظره یوشی دي . دغسي سپور اؤ مؤزون اشعارچي دمسیقۍ سره ویل کيږي ډېر زړه وړونکی وي . زمادپورتنۍ خبري په تاید؛قاضي میراحمدشاه «رضواني»درحمان باباشعرونه له وجداؤجذب څخه ډک بولي اؤ وایي :
بیاپه دوّر دشاه عالم په څړبُنو کي++راښکاره شوپه جهان عبدالرحمان
موسیقارغوندي ئې هسي نغمې وکړې++چي ئې پوري کړلو اور په کل جهان
تابه وې چي دشېرازخواجه حافظ دی++ چي پیداسو په اولس کي د افغان
که صوفي،که محتسب اوکه قاضي ؤ++ بې له مانه ئې ټول ګډ کړه په میدان
په دې سربېره احمدي صاحبزاده++قنبرعلي خان اپریدی اوقاسم علی خان
درحمان بابا له دیوان څخه : ادبي شهرت اومقبولیت : ۳۲ مخ
زموږ دنوروشاعرانو اشعار هم سم دي خواږه دي؛خودرحمابابا اشعار زماله آنده ډېر جذاب دي.