د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د توپان پېژندپاڼه

محمد طاهر کاڼی 05.02.2016 13:20

توپان د شرم او حيا په سرود نه پوهيږي
د سپين سترگۍ پر وچه دښته يې شيندلي دي توخمونه د غم
د لېونتوب پر پېژندپاڼه يې وهلې ده
د وينو ټاپه.
توپان تورزړی دی
له سپينو سپېڅلتياوو څخه کرکه لري
توپان پر خپلو تورو مټو باروتي وزرونو دومره غره
چې د هر چا مېنې ته رپ کې رسولی شي ځان
هره شېبه کې د يو چا پر ستوني
خپلې تېرې او فلزي پنجې تر پايه خښولی شي دی.
توپان د زور له پولادي څادره جوړ دی
خو د عقل د رڼا له لمره لرې گرزي
لکه وامپير چې د تيارې له هيولاوو سره مينه لري.
توپان له سره تاووي تېره تېره تبرونه
هره شېبه په خپله غېږه کې د بڼ د ونو
او سرو غوټيو له وجوده پرې کوي تنکي تنکي سرونه.
څومره سپرلي يې د هيبت کندې ته پورې وهل،
څومره گلونه يې د خپلو وينو
پر سرو ډنډونو لاهو کړي گوره.
توپان تودوخه او د غوښې زړگی نه پېژني
د ده سینه کې د ډبرې او سړې وسپنې
يو کلک ماشین چلیږي
داسې ماشین چې د سونتوکي پر ځای
د تودې وينې د څښلو لویه خېټه لري.
توپان شرخولی دی د مينې د ايت توري لوستلی نه شي
توپان د شرم او حيا په سرود نه پوهېږي
د سپين سترگۍ پر وچه دښته يې شيندلي دي توخمونه د غم
د لېونتوب پر پېژندپاڼه يې وهلې ده
د وينو ټاپه.


روسیه-وولگينسکي
د ۱۳۹۴ ل کال د مرغومي ۳
د ۲۰۱۵ ز کال د ډيسمبر ۲۴