د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

مور ته

محمد طاهر کاڼی 15.10.2015 11:31

زما په ياده هغه ورځ ده
چې ته ولاړلې له دې نړۍ نه
هغې ته وکوچېدې
په هغه ورځ پر ما د وير داسې يو غر پرېوته
چې زما د زړه کور يې له بېخه راته ونړاوه
زما د وجود ودانۍ ټوله سره ولړزېده
زما د روح پوړ ته ختلې زينه ماته شوله
ما د غمجن او يتيم شوي مالت
د يو ماشوم په څېر په کوکو کوکو وژړلې
زه مې حالت د لېونتوب د لارې يون ته ورنږدې غوندې کړم
ما ويل بس پرېږده چې پر دغه لاره يون پیل کړم
ما ويل دا ژوند خو بې له تا کومه مانا نه لري
د اسرافيل د شپېلۍ غږ به تر دې هم گران وي ؟
ما ويل قيامت به نو تر دې هم راته سخت شي تمام ؟
زه شوم د غم ملگری، دی شو زما پوخ انډېوال
خپله بټۍ کې يې زه داسې سره پوخ کړلمه
لکه د ښکار مرغه چې وريت شي د سکروټو په سر
بيا يې د خپل هېواد په لويو گړنگو وروستم
سم يې د اوښکو په اوږدو اوږدو کوڅو وروستم
خو زما پر کوکو د هيچا د تسلۍ پيغام اغېز ونه کړ .
زما په یاده هغه ورځ ده
چې ته ولاړلې له دې نړۍ نه
هغې ته وکوچېدې
زما په ژوند کې دومره ستر دېوال د غم پر ما پرېوتی نه وو
اوس کله کله چې راياده هغه ورځ شي زما
حيران حيران شمه زه
ځان نه پوښتنه وکړم :
چې ولې زه پر هغه ورځ سم لېونی نه شومه ؟
لکه مجمر کې ولې سوی سپېلنی نه شومه ؟
ستا د څېرې رڼا تر اوسه هم د خيال نړۍ کې وینمه زه
ستا د نامه په اخيستو مې زړه روښانه شي
رڼا شي رڼا
ستا مهربانه سترگې
ستا مهربان لاسونه
د هېرېدلو نه دي .
تا راته ژوند دی رابښلی په دې پوه يمه زه
د ژوند تر پايه که دې هره ورځ په خوله يادوم
نوم دې د خپل زړگي پر ژبه باندې وليکمه
بيا به هم ستړی نه شم
بیا به هم ستا حقونه نه شي ادا .
ستا زحمتونه او خوارۍ چې تېرې کړې دې دي
د شپو او ورځو، د کلونو په مخ
زما د پالنې او روزنې، نېکمرغۍ په خاطر،
د هېرېدلو نه دي .
پرېږده همداسې د پخوا په شاني
د زړه په کور کې مې تلپاتې اوسې
پرېږده زما د ذهن
ټولو يادونو څلی تا باندې روښانه اوسي
د دوعاگانو ژبه تل داسې گويانه اوسي :
څښتن تعالی دې اروا ښاده لره
مورې الله دې جنتونه درکړي .

روسيه-وولگينسکي
د ۱۳۹۴ لمريز کال د تلې ۲۱
د ۲۰۱۵ ز کال د اکټوبر ۱۳