د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ناولی ضمير

محمد طاهر کاڼی 14.11.2015 20:42

پرون يو بل زموږ نېملوستي افغان
ها د بل چا پر مټو مست سياستوال
په خپل دوتر کې د بهر هېواد سفير سره
کتنه وکړه
پرون دوتر کې ورته کړوپه ملا
لاس پر سينه وو ولاړ
پرون ښاغلي سفير
ورته راوړې ښې پيسې وې
چې پرې خپلو تورو تورو موخو
ته داسې ورسي چې زړه يې غواړي
چې په بدل کې يې بیا زما د جنگځپلي هېواد
زما د پلازمېنې يا د بل کوم ولايت د ښار ښه لويه جاده
د دوی د کومې کرغېړنې څېرې
په نامه ونوموي.
پرون يې بیا ورته رواړې وې د يانکي نوې نوې روپۍ
دومره چې زموږ د پلورل شوي سياستوال ورته پښې لړزېدې،
چې په هېواد کې د پښتو د هڅوب
پښو ته لويې زولنې واچوي
د پښتو ژبې کتابونو نازنين لاسونه
د خپل تعصب په اتكړیو کې ټوټه ټوټه کړي
بيا یې په خپلو تودنیو کې د اور پر سرو لمبو وسپاري
يا يې د خپلو بې کولتوره جاهلانو پر لاس
د سیند څپو کې پر اوبو لاهو کړي
او اخوندان د خپل فطرت اصلي څېره وښيي.
يا د پښتون، تاجک، وزبک، هزاره
نورو قومونو ترمنځ
د نفاق اور بل کړي.
پرون يو بل هغه وزير چې افغاني هڅوب ته
يې د خدمت ژمنې وې ډېرې کړې
د اخوندي بادار په مخ کې کړوپه ملا
لاس پر سینه وو ولاړ
او اخوندانو د پيسو یو ديپلومات ورکړ
بيا يې لاسپوڅي ته په غوږ کې په پس پس وويل:
«تاته مو گوره يوه ښه ښکلې نجلۍ راوستې
ستا په نامه مو له تهرانه
يوه ښه مسته رنډۍ راوستې
پام کوه وار دې خطا نه کړې اشنا
موږ درسره يو
له چا مه ډارېږه.»
پرون وزير د خپل هېواد پر وړاندې
د خيانت درېشي واغوستله.
پرون يو بل رئيس د خپل يو پنجابي بادار په مخ کې
تيارسئ وو ولاړ
زموږ د هېواد د ورانېدو په خاطر
يې له هغه څخه په ورانه او بوينه خوله
پيسې غوښتلې.
پرون یو بل په پارلمان کې د وکيل په نامه
د بل هېواد له گټو ښه کلکه دفاع وکړله
د خپلو خلکو د باور پر راڼه څلي يې
د زېړې خولې نسوار توی کړل.
پرون یو بل د لويې ږيرې خاوند
چې هم خو دلته د افغان ولس غمخور په نامه معاش اخلي
او هم يې هلته د پنجاب د څارگرانو ليست کې نوم ثبت دی
داسې نارې وهلې:
«ما خو جهاد کړی دی!!
له وزارت نه بله ټيټه څوکۍ نه غواړمه!!»
پرون یو بل د ښار پر واټ د خمیني د زنده باد زنده باد
نارې سورې وهلې
يو بل جاسوس يې هم زموږ د هېواد
پر ملي گټو باندې لاړې توکړې
د خيانت جامې يې واغوستلې
او د جناح انځور يې
د ښوونځیو په کتاب کې وو چاپ کړی چې ملي اتل دی.
پرون یو بل داسې د دین ټيکه دار
چې د تور فکر و جهالت پر نيلي سپور دی روان
له وسلې پرته بله هېڅ وسيله نه پېژني
د بهرني بادار په امر سره
يې د هېواد له څو بېوزلو ماشومانو
او ښځمنو نه سرونه کړه غوڅ.
پرون يې بيا پر خپل ناموس باندې سرپه ونه کړه،
يو ځل يې بيا د خپل هېواد
او د تاريخ په وړاندې مخ تور کړ
پرون يې بيا د خپل ناولي ضمير
يو مردار شوی مړی
زموږ د تاريخ
د نومبدۍ د فصل
کندې ته وغورځاوه.

روسيه-وولگينسکي
د ۲۰۱۰ ز کال د اکټوبر ۲۷