د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د حکومت د کډوالۍ پر کړنلارو د پانګوالو نيوکه

یاسر الهاشمی 11.11.2015 11:30

پر بهرنيو کارګرانو د محدوديتونو وضع کول به د انګلستان اقتصاد د لوی زيان سره مخ کړي.
په انګلستان کې د کيمبريج ښار ځينې سرمايه دارانو د انګلستان لومړي وزير ته په يوه ليک کې کښلي چې د حکومت د کډوالۍ کړنلارې به د صنعتي شرکتونو فعاليتونه له ګواښ سره مخ کړي.
د کمبريج ښار څلورو تنو لویو تجارانو ډيويډ کليولی، هرمان هاوسر، مایک لینچ او شیري وټو د انګلستان له لومړي وزير څخه د يوه ليک په ترڅ کې غوښتي چې د کډوالۍ پر وروستيو کړنلارو يو ځلې بيا غور وکړي.
دغه ليک، چې پرې (۲۳۰) تنو تجارانو لاسليک کړی، په انګلستان کې د ډيجيټلي اقتصاد لپاره د تجارانو د يووالی ښکارندوی دی. د دې ترڅنګ دغه تجاران له حکومت څخه غوښتي چې د کډوالۍ کړنلارې په داسې ډول عيار کړي چې د ډيجيټلي اقتصاد د ضعف سبب نه شي.
د کيمبريج ښار تجارانو وروسته له هغې په دغه کار لاس پورې کړ چې د حکومت د کډوالۍ د چارو مشاورينو حکومت ته مشوره ورکړه چې له اروپايې هيوادنو پرته له نورو هيوادونو څخه د مسلکي کارکوونکو د استخدام شرايط لا پسې سختې کړي، تر څو غير اروپايي کارګران اروپا ته را نشي.
په ليک کې دا هم راغلي چې:
(( دا يو ښکاره حقيقت دی چې په ځينو مواردو کې غير انګليسي سرمايه داران هم په انګلستان کې د صنعت په برخه کې سرمايه ګذاري کوي او انګلستان اوسمهال د صنعت په برخه کې د سرمايه ګذارانو او مشتريانو لپاره په يوه نړيوال مرکز بدل شوی.
د کډوالۍ وروستۍ کړنلارې به انګلستان د بهرنيو سرمايه ګذارانو او کارګرانو لپاره په يو نامناسب ځای بدل کړي؛ سرمايه ګذاران او متخصص کارګران به دې ته زړه نه ښه کړي چې په انګلستان کې سرمايه ګذاري او کار وکړي او په نړيوالو مارکيټونو کې د نورو کمپنيو سره د رقابت بازار به سوړ شي.
پر متخصصو کارګرانو بنديز لګول په حقيقت کې د انګلستان پر تجارت د محدوديتونو د وضع کولو په معنی دی، او دغه کار به د انګلستان اقتصاد د لوی زیان سره مخ کړي.))
دا چې د انګلستان حکومت د دغه ښار د تجارانو د ليک په مقابل کې څه غبرګون ښيې دا به وخت به ځواب ورکړي