د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اروپا او پناه غوښتونکي

یاسر الهاشمی 12.09.2015 13:25

سږ کال اروپا کې د کډوالۍ غوښتنلیکونه خورا زیات شوي دي. د روان کال د جولای تر پایه په ټولیز ډول (۴۳۸) زره کسانو د کډوالۍ غوښتلینکونه سپارلي. تېر ټول کال ټولټال (۵۷۱) زره وه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې د شمېرو پر بنسټ، په اروپا کې، جرمني د کډوالو لپاره تر ټولو ډېر د پام وړ ځای دی. دغه هېواد تر ټولو زیات د کډوالۍ غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، د (۲۰۱۵) کال تر پایه ټولټال (۱۸۸) زره غوښتنلیکونه چې د (۲۰۱۴)ز د ټول کال له شمېرې څخه (۱۵۴۱۶) زیات دي.
هنګري د پناه غوښتنې د درخواستونو له پلوه دوهم مقام ته لري او ډېرو کډوالو هڅه کړې چې د یونان او لوېدیځ بالکان هېوادونو له لارې ځانونه هنګري ته ورسوي.
که څه هم جرمني د کډوالۍ تر ټولو ډېر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي، که چيرې د هېوادونو د وګړو شمېر پام کې ونيول شي نو بيا سوېډن د پناه غوښتونکو له حيثه په سر کې ځای لري،په سويډن کې، په هرو زرو وګړو کې یې د کډوالو شمېر اته کسه دی.
په بریتانیا کې بيا په هرو زرو وګړو کې د کډوالۍ غوښتنلیکونو شمېر صفر اعشاره پنځه دی – یعنې په دوه زره کسانو کې یو يې تن کډوال دی.
اوس پوښتنه داده چې دغه کډوال له کومو سیمو راځي؟
د سوریې روانه جګړه لا هم چې د کډوالۍ تر ټولو ستر لامل دی. خو په افغانستان کې روان تاوتریخوالی، ارېټریا کې ځورونې او تر څنګ یې کوسوو کې بې وزلي هم خلک کډوالۍ او د غوره ژوند فرصتونو لټولو ته هڅولي دي.
ټاکل شوې روانه میاشت د اروپايي ټولنې هېوادونه یوه بېړنۍ غونډه ترسره کړي، دغې ټولنې تر اوسه د کډوالو د بحران حل لپاره پره یوې واحدې تګلارې موافقه نه ده کړې. د کډوالو د برابر وېش یوه مسوده رد شوې او په ځینو هېوادونو کې له اندازې ډېرو کډوالو ترینګلتیا زیاته کړې ده.
بریتانیا د کډوالو د مساوي وېش له هر ډول پلانه ځان بهر ساتلی او د کورنیو چارو وزارت شمېرو پر اساس یې تر اوسه د (زیانمنونکو کسانو د بیا ځای پر ځای کولو) پروګرام له مخې د (۲۰۱۴) کال جنورۍ میاشت راهیسې د سوریې (۲۱۶) کډوال منلي دي.
هنګري، شمالي اروپا ته د کډوالو د راتلو بهیر ورو کولو په موخه له سربستان سره پر خپله پوله (۱۷۵) کیلومتره اوږد ازغن تار غځولی دی.
د اروپايي ټولنې د (ډبلین) قوانینو پر اساس، کډوال باید هغه هېواد کې د کډوالۍ غوښتنلیکونه وسپاري چې لومړی ور رسېږي او نوملیکنه یې کېږي. خو دا چې شمېرې زیاتې شوې دي، نو دغه قانون له پامه غورځول شوی او ډېرو کډوالو ته له پولو د اوښتو اجازه ورکړل شوې ده.
که څه هم لوړ شمېر خلکو د کډوالۍ لپاره غوښتنلیکونه سپارلي، خو دغه شمېرې بشپړ حقیقت نه څرګندوي.
د هغو کسانو شمېر چې د کډوالو په توګه منل شوي، خورا کم دی. په ( ۲۰۱۴)ز کال کې د اروپايي ټولنې غړي هېوادونو د (۱۸۴۶۶۵) کسانو د کډوالۍ غوښتنلیکونه ومنل. په همدغه کال کې له (۵۷۰) زرو ډېرو کډوالو د کډوالۍ لپاره غوښتنلیکونه سپارلي وو. د کډوالۍ غوښتنلیک یو اوږد بهیر دی نو ډېرو منل شويو کډوالو ښايي په (۲۱۰۳)ز کال خپل غوښتنلیکونه سپارلي وي.

کډوال ځانونه څنګه اروپا ته رسوي؟
د کډوالو چارو نړیواله اداره (آی او ایم) اټکل کوي چې د (۲۰۱۵)ز کال د جنورۍ او اګست میاشتو تر منځ د اروپايي ټولنې پر پولو څه دپاسه (۳۵۰) زره کډوال لیدل شوي چې په تېر کال کې دغه شميره (۲۸۰) زره کسان و.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو پولو ځواک، فرنټیکس د کډوالو د اوښتو بېلا بېلې لارې او د دوی شمېرې څاري. د فرنټکس د راپور پر اساس سږ کال تر ټولو ډېره کارول شوې لار د ختیځې مدیترانې ده او تر ټولو زیات پرې د سوریې کډوال اوښتي دي.
د اروپايي ټولنې پر پولو له (۳۵۰) زرو اوښتو کډوالو له ډلې (۲۳۵) زره يې یونان او نږدې (۱۱۵) زره يې ايټالیې ته رسېدلي دي. شاوخوا (۲۱۰۰) تنه اسپانیې ته تللي.
ډېری هغه کډوال چې یونان ته روان وي له ترکیې د کووس، چیوس، لیسبوس او سموس ټاپوګانو له لارې چې نسبتا لنډې لارې دي غوره کوي او تر ډېره بریده له کوچنیو لرګینو کښتیو کار اخلي.
له لیبیا څخه ایټالیې ته سفر په پرتلیز ډول اوږد او له خطره ډک دی. د (آی او اېم) په وینا، له دغې لارې د تېرېدو په هڅه کې سږ کال څه دپاسه (۲۵۰۰) کډوال مړه شوي. په (۲۰۱۵)ز کال کې ټولټال (۲۶۴۳) کسان د مدیترانې په سمندرګي کې وژل شوي دي.
په عمومي ډول ډېرې مړینې د اوړي میاشتو کې پېښېږي ځکه دغه مهال اروپا ته د تلونکو کډوالو شمېر زیات وي.
خو روان کال، تر اوسه، تر ټولو مرګونې میاشت اپریل وه چې (۸۰۰) سپرو کډوالو کښتۍ د لیبیا سمندرګي ته نږدې ډوبه شوه.
باور دی چې د دغه ناورین یو لامل په کوچنۍ کښتۍو کې له اندازې زیاتو کډوالو سفر و.