د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د انګلستان پر تحصيلي ويزو بنديزونه لګوي

یاسر الهاشمی 21.10.2015 22:08

د انګلستان حکومت غواړي د مهاجرت په برخه کې کلک تدابیر وضع کړي او د دې تر څنګ پر تحصیلي ويزو هم يو لړ بندیزونه وضع کړي.
د انګلستان د کورنيو چارو وزیره، تریسا می د سې شنبې په ورځ، د محافظه کار ګوند په کنفرانس کې وویلي چې د کډوالو په برخه کې د کلکو تدابيرو او پر تحصيلو ويزو د شرايطو و وضع کولو له لارې غواړي يوه منظمه او د کډوالۍ له اغيزې څخه پاکه ټولنه رامنځته کړي.
آغلی می وویلې زه د دې خبرې تصديق کوم چې بهرني کډوال زموږ په هيواد د کار خلا ډکوي خو، هر له بهره راتلونکي اشخاص ټول انجينران، ډاکټران او د برقي چارو متخصصين نه دي.
آغلی می زياته کړه چې:
((په تیره يوه لسیزه کې د متخصصو کډوالو راتګ زموږ پر اقتصاد کومه منفي اغيزه نه ده کړی او نه يې زموږ ملي ګټو ته ضرر رسولی، بل موږ ته يې ګټه رسولی.
د تحصيلي ويزو په برخه کې د انګلستان حکومت تصميم لري چې يو لړ شرايط وضع کړي، دا ځکه چې ډيری محصلین د تحصيلي دورې له پای ته رسولو وروسته بيرته خپلو هيوادونو ته نه ځي. د انګلستان پوهنتونونه بايد حکومت ته دا ډاډ ورکړي چې بهرني محصلين د تحصيلي دورې له پای ته رسيدو سره سم خپلو هيوادونو ته استوي. ))
د انګلستان لومړی وزیر ډيويډ کامرون د بی بی سي سره په خپله مرکه کې د انګلستان د کورنيو چاورو د وزيرې خبرې تايئد کړي او وويلې چې:
((موږ په انګلستان کې د خلاص او نوی ډیموکراسي غوښتونکي يو. موږ کډوالو ته ضرورت لرو او له کډوالو څخه ګټه لاسته راوړو. موږ د هغه کډوالو په اړه خبرې کوو چې په قانوني لارو انګلستان ته راغلی وي. ناقانونه کډوال په هيڅ صورت نه منو.))
(( په تيرو څو کلونو کې مو له بل هر اروپايې هيواد څخه زيات د کډوالو لپاره د کار زمينه برابره کړيده، دا ځکه چې موږ غوښتل اروپايې هيوادونه سره نژدې کړو. خو، دا کار موږ ته ډير ګران هم تمام شوی.
دا ځکه چې زموږ ښوونځي، روغتونونه او نورعام المنفعه موسسي د زياتو کډوالو له راتګ څخه په تکليف کې وي. پر دوی بيروبار جوړيږي او د انګلستان د اصلي اوسيدونکو حق ضايع کيږي.))
آغلی می په منچستر کې د محافظه کارانو کنفرانس ته وويلې چې په ميليونونه کسان له بې وزلو هيوادونو څخه غواړي د کار او ژوند لپاره انګلستان ته راشي خو، انګلستان د یو شمير محدودو کسانو لپاره دغه هيواد ته د راتګ اجازه ورکوی شي او بس.
آغلی می زياته کړه:
((موږ د هغه کسانو په وړاندې چې له ژوند څخه مایوسه شوي او شديدې همکارۍ ته اړ دي اخلاقي وجيبه لرو تر څو د هغو لاسنیوی وکړو. خو، د دې ترڅنګ موږ بايد د کډوالۍ داسې يو سيستم هم ولرو چې هيواد ته د ناقانونه کډوالو د راتګ مخنیوی وکړي.))
آغلی می دا هم وویلې چې موږ به د هغه کسانو په برخه کې نوی کړنلارې وضع کړو چې په انګلستان کې سياسي پناه غواړي، او دغه کړنلاره به راتلونکی کال خپره شي.