ظلمات
15.09.2015 11:07زه هره شپه
جارو په لاس
د خپلو وچو هیلو
د ماتو شوو څانګو
ټوټې راټولې کړمه
له تیږه شوو ارمانونو
او ورستو یادونو
پنډ او بکر جوړوم
د خپلو وچو هیلو
څانګو ته اور اچوم
تمه مې دا وي ګلې
چې را ته و به ګورې
زما په زړه کې
د لمبه شوو هیلو
دانه دانه سپرغۍ به
ستا سترګو ته ودرېږي
خو بدمرغي مې دا ده
چې له لمبو نه مې رڼا تللې ده
زه هره شپه ایره ایره شمه سیلۍ مې یوسي
خو ته خبرېږې هم نه