د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتو، فرانسوي سیند

نجیب منلی 26.05.2015 22:35

په پاریس کې د L’ASIATHEQUE, maison des langues du monde په نامه خپرندویې ټولنې د ډاکټر محمد اکبر وردګ پښتو فرانسوي سیند چې شاوخوا یوڅلوېښت زره لغتونه لري چاپ کړ.

د پښتو سیند لیکلو بهیر که څه په دې وروستیو څو لسیزو کې ګړندی شوی دی خو لا بیا هم په دې ډګر کې ډېر کار ته اړتیا ده.

څو کاله د مخه ښاغلو ډاکټر محمد اکبر وردګ او محمد کبیر حبیب فرانسوي-پښتو قاموس په ۱۹۹۹ کال کې په پاریس کې چاپ کړ. دې قاموس په ۴۹۶ مخونو کې شاوخوا دیارلس زره لغتونه درلودل.

اوسنی، پښتو فرانسوي سیند په ۱۱۳۰ مخونو کې چاپ شوی دی.

د هرې کلیمې له پاره لومړی د هغې تلفظ په لاتیني حروفو لیکل شوی دی. د پښتو ترانسکریپشن له پاره – په لږ څه بدلون – هغه الفبې کارول شوې ده چې د پښتو څېړنو نړۍوال مرکز او د افغانستان د علومو اکاډیمۍ منلې ده. ورپسې د کلیمې ګرامري مشخصات راغلي، نرینه او ښځینه ځېلونه یې په ګوته شوي او ورپسې یې په فرانسوي کې اړوند معادل کلیمې راغلې دي. هڅه شوې چې تر ټولو متعارف انډول لومړی راشي او نور انډولونه یې په ترتیب يو په بل پسې لیکل شوي دي. فرانسوي کلمو کې هم جنس او کله کله ګرامری مشخصات ذکر شوي دي. ځینې اصطلاحات هم یا د سیند د اساسي مدخل په توګه او یا د یو مدخل د فرعې په توګه راوړل شوي دي.

د کتاب په سر کې لومړی د پښتو الفبې او ټرانسکریپشن راغلي، ورپسې د یو شمېر ناقانونه جمعو نمونې راغلې دي او بیا د ناقانونه فعلونو بېلابېلې ريښې یادې شوې دي.

په قاموس لیکنه (Lexicography) کې یو ډېر کړکېچن بحث د مخاطب ټاکل دي. عموماً قاموس لیکونکی، قاموس د یوې مشخصې ډلې له پاره لیکي (مثلاً هغه پښتو ژبي چې بهرنۍ ژبه زده کوي). دا کار په هغو ژبو کې چې ډېر قاموسونه، ګڼو قاموس لیکونکو له خپل لیدلوري سره سم جوړ کړي ډېر شوی دی. که څه هم له تیوریک اړخه پرې بحث کېدای شي خو عملي ستونزي یې کمې دي. د بېلګې په توګه که په ایټالیا کې انګلیسي-ايټالوي قاموس چاپېږي نو غالباً چې مخاطب به یې هغه ایټالوی وي چې انګلیسي زده کوي. که همدغسې یو قاموس په انګلستان کې چاپېږي نو مخاطب به یې هغه انګلیسي ژبی وي چې ایټالوي زده کوي.

 په پښتو قاموس لیکنه کې د مخاطب ټاکل ساده خبره نه ده: موږ په لسیزو کې د یوې ژبې له پاره یو قاموس جوړوو (په دې وروستیو کلونو کې څو انګیسی-پښتو او پښتو انګلیسي قاموسونه بېلابېلو قاموس لیکونکو جوړ کړي دي خو دا کار یې د موجودو قاموسونو پر بنسټ کړی او د خپل «موډل» قاموس لیکونکي پر پله یې پل ایښی دی). که دوه ژبی قاموس د هغه چا له پاره ولیکل شي چې پښتو زده کوي نو د هغه چا کار سختېږي چې اصلي ژبه یې پښتو ده او بهرنۍ ژبه زده کوي. که معادله معکوسه کړو بیا هم یو لوری تاواني کېږي. نو پښتو قاموس لیکونکی اړ کېږي چې دواړه مخاطبان هممهاله په یاد ولري. دلته نو بیا د میتودولوژي ستونزه را ولاړېږي: د هر مخاطب غوښتنو ته ځواب ویل بېل بېل میتودولوژیک ایجابات لري چې که ټول په پام کې ونیول شي نو بیا قاموس دومره پېچلی شي چې له عملي استفادې ووځي.

په ۱۹۸۱- ۱۹۸۲ کلونو کې مو چې په پاریس کې د پښتو ژبې زده کوونکو ته د لغاتو پر مجموعه کار کاوه زما، ښاغلي دانیل ستفون (چې د فرانسې د ختیزو ژبو او مدنیتونو په ملي انستیتوت کې د پښتو څانګې مشر و) او ډاکټر اکبر وردګ تر منځ په دې اړه تاوده بحثونه وشول. د همدغو بحثونو په نتیجه کې مو یوه منځنۍ لاره غوره کړه چې تر یوه حده یې تیوریک اساسات هم مراعات کړي وو او عملي بڼه یې هم درلوده. وروسته ښاغلو کبیر حبیب او محمد اکبر وردګ د فرانسوي-پښتو قاموس د لیکلو پر مهال هم همدغه اصل په پام کې نیولی و او اوس د ډاکټر محمد اکبر وردګ فرانسوي پښتو سیند هم دې ستونزې ته پام کړی دی.

ډاکټر محمد اکبر وردګ له فرانسې څخه د اورتوپیدي او تروماتولوژي جراحي په برخه کې د اګرېژې علمي رتبه اخیستې،یو مهال د پښتو ټولنې افتخاري غړی و، له فرانسوي څخه یې ګڼې لنډې او متوسطې کیسې پښتو ته ژباړلې دي («چترۍ»، د لنډو کیسو ټولګه ډاکټر اکبر وردګ او ما په ګډه چاپ کړې، «بې سرپنا ماشوم» د نوبل جایزې د ګټونکي لوکلېزیو یو ناولګوټی دی چې ډاکټر اکبر وردګ ژباړلی دی. دا دواړه کتابونه په کابل کې بیهقي موسسې خپاره کړي دي). په فرانسوي ژبه یې هم ځینې مسلکي طبي لیکنې خپرې شوې دي. ډاکټر اکبر وردګ همداراز د نړۍ او افغانستان د سیاسي چارو یو تکړه شننونکی دی.

زه د پښتو-فرانسوي سیند د چاپېدو له امله د پښتو مینه والو او ډاکټر محمد اکبر وردګ ته مبارکي وایم.

 

Dictionnaire général Pashto-Français

پښتو فرانسوي سیند

WARDAG AKBAR

© L’ASIATHEQUE, maison des langues du monde

11, rue Boussignault, 75013 Paris

ISBN : 978-2-36057-057-7

www.asiatheque.com

info@asiatheque.com