د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د شعر ژباړه

نجیب منلی 29.05.2015 22:43

د ژباړې په برخه کې د شعر ژباړه لا یو بل اغزن بحث دی. په دې اړه استاد شپون اکثره «درمسال ته خټې» اصطلاح کاروي. زه درمسال ته په خټو کې کومه ستونزه نه وینم. کېدای شي هلته هم څوک د زړه له خلاصه عبادت وکړي ، د انسانانو خالق یې نیت ته وګوري او هغه چا ته هم څه اجر ورکړي چې خټې یې کړې دي.

په تخنیکي ژباړه کې دا مهمه ده چې مفهوم سم ولېږدول شي. د داستان په ژباړه کې هم باید د لیکوال هغه سبکي ځانګړتیاوې وساتل شي چې دا لیکوال له نورو لیکوالو بېلوي او هم د کیسې واقعات سم ولېږدول شي. خو د شعر ژباړه بیا سم د شکاڼه غوندې ده، له هر لوري یې چې راونیسې په غشو به یې ژوبلېږې.

-          شاعر یو څه ویل غواړي، مانا د شعر پیغام خپل اهمیت لري چې ژباړن یې باید سم و لېږدوي

-          شاعر د خپل پیغام د بیان له پاره انځورونه کاروي چې هم له فردي تخیل سره کار لري او هم فرهنګي بعد لري، هم له فیزیکي دنیا سره تړلي وي او هم له فیزیکي دنیا څخه د ټولنیز برداشت سره.

-          شاعر په کلمو لوبې کوي، په غږونو کار کوي او د کلمو او غږونو ترمنځ تړاوونه د ښکلا د ایجادولو له پاره استعمالوي.

د شعر په ژباړه کې باید هڅه وشي چې له دغو دریو غوښتنو سره هممهاله انصاف وشي چې دا کار تقریباً ناشونی دی. ژباړن په درې واړو بعدونو کې هم خیانت ته اړ دی او هم د امانت غوښتونکی دی.

خیام د فیتزجېرالد د ژباړې له لارې غرب پېژندلی دی خو مشهوره خبره ده چې فیتزجېرالد د خیام د څلوریزو پر ځمکه نوي انګرېزي شعرونه جوړ کړي دي. خیال د خیام دی، بیان د فیتزجېرالد دی.

د شعر پر ژباړه تیوریک بحث ډېر دقت غواړي، اوس پرې نه ورځم، خو کېدای شي چې په یو څو عملي بېلګو کې تر یو حده موضوع راونغاړو.

په پښتو ادب کې له بده مرغه موږ د نقد زغم نه لرو. څه موده مخکې ما د جهاني له خوا د خیام د څلوریزو د ژباړې په اړه ویلي وو چې جهاني د پخوانیو پر فکري ځمکه نوي شعرونه ویلي دي. یو لوستونکی را ته په غوسه شوی و چې تا ولې پر جهاني تور لګولی چې د خیام فکر یې راخیستی دی. اوس نو مجبور یم چې یا د مړو شاعرانو له ژباړو مثالونه راوړم یا له خپلو ژباړو.

بېدل وایي:

هر که پا کج میگذارد خون دل ما میخوریم

شیشهٔ ناموس عالم در بغل داریم ما

همدغه مفهوم رحمان بابا په دې بڼه راخیستی:

که ښیښه د نام و ننګ دې شي تر څنګه

د هر چا په کجروۍ به خپل ځیګر خورې

دلته هم په مانا کې امانت ساتل شوی دی ، هم په انځور کې او هم په لغوي پانګه کې. سره له دې هم د بحث ځایونه په کې شته:

«شیشهٔ ناموس عالم» او «د نام و ننګ ښيښه» د پراختیا له مخې سره په یوه دایره کې نه راځي. «هر که پا کج میگذارد» او «د هر چا کجروي» هم سره په شدت کې برابر مفاهیم نه دي او «خون دل خوردن» له «ځیګر خوړلو» سره کافي واټن لري. خو له دې ټولو سره د غزل بیت د غزل د بیت په بڼه ژباړل او دومره اصل ته نېږدې پاتې کېدل د یوې بریالۍ ژباړې ښه بېلګه ده.

سعدي وایي:

زنان باردار ای مرد هوشیار

اگر در وقت ولادت مار زایند

ازآن بهتر نزدیک خردمند

که فرزندان نا هموار زایند

همدغه شعر خوشال داسې پښتو کړی:

ښه چې وزېږي له ډکې ښځې مار

نه زوولي ځنې زویه ناهموار

د خوشال شعر د فصاحت او بلاغت له مخې د سعدي پر شعر بره دی، د دواړو بیتونو تر منځ لفظي ورته والی هم کافي دی خو د کلماتو اوډون یې بیا د یوې بریالۍ ژباړې نه دی.

اوس راځم د پرېکړې او انتخاب خبرې ته:

د اردو ژبي شاعر فراز یو بیت دی:

فراز اپنے راستے کا پتهر هوں

مين ديوتا تها کبهی ايک ديوداسی کا

زه په اردو نه پوهېږم، هسې د تماس په برکت د یوې موضوع عمومي محتوا اخیستلای شم خو د ژبې نازکیو ته لار نه لرم. له دې بیت څخه چې ما کوم تأثر اخیستی او خوند یې راکړی د « راستے کا پتهر»، «دیوتا» او «دیوداسی» د مفاهیمو د یو ځای راتګ محصول دی. په نورو نزاکتونو یې نه پوهېږم. ما خپل همدغه تأثر په پښتو ویلی:

په دې څه شو که اوس یم په لار کې کاڼی

زه هم کله د کوم چا د زړه قبله وم

که زما بیت څوک بېرته اردو ته وژباړي نو ګرانه به وي چې د فراز بیت تداعی کړای شي. دلته زما موخه ژباړل نه وو، یوازې د یو تأثر څرګندول وو نو نه مې د الفاظو رعایت کړی او نه د مفاهیمو. لا په دې کې هم چورتي وم چې «کعبه» ولیکم که «قبله»؟ کعبه له کاڼي سره ښه لګېدله خو د معبود له مفهوم سره را ته د قبلې نېږدې والی غوره ښکار شو. دلته ژباړل هدف نه و نو که ژباړه سمه نه ده، ما ته اهمیت نه لري.

د خسرو دهلوي یو ډېر ښکلی شعر، ګڼو هندي، پاکستاني او افغان سندرغاړو ویلی دی. زما هم شعر خوښېږي او هم له دې شعره جوړه شوې سندره. کله مې چې د دغه شعر ژباړلو ته نیت بد کړ نو غوښتل مې چې د آهنګ او مانا دواړه توکي په کې پوره راواخلم، انځورونه یې هم ولېږدوم نو ژبني توکي مې په کې قرباني کړل. البته دلته د دواړو ژبو تر منځ فرهنګي ګډه زمینه یو اسانوونکی فکتور دی چې ډېر لږ د ژباړونکي په برخه کېږي:

خبرم رسيده امشب که نگار خو اهی آمد

سرمن فدای راهی که سوار خو اهی آمد

به لبم رسيده جانم، تو بيا که زنده مانم

پس از آنکه من نمانم به چه کار خو اهی آمد

کششی که عشق دارد نگذاردت بدينسان

به جنازه گرنيايی به مزار خو اهی آمد

همه آهوان صحرا سر خو د نهاده بر کف

باميد آنکه روزی به شکار خو اهی آمد

به يک آمدن ربودی دل ودين و جان خسرو

چه شود اگر بدينسان دو سه بار خو اهی آمد

په پښتو کې مې داسې کړ:

څه ښه زېری په ما وشو چا وې ته راځې نګاره
 زما سر دې ترې قربان شي چې راځې په کومه لاره

سا مې شونډوته راغلې، ياره راشه چې ژوندی شم
چې زه مړ شم وايه وايه چې راځې د څه له پاره

په دې رنګ به دې پرې نه ږدي، محبت کې جاذبې شته
جنازې ته که را نه غلې هم به راشې تر مزاره

د سارا ټولو هوسيو سر د عجز په تيږه اېښی
بس ددې په انتظار کې چې به ښکارته راشې ياره

چې يو ځلې په ما راغلې دين او زړه دې رانه يوړل
لا به څه شي که په دې شان راته راشې دوه درې واره

ژبني تغیرات به ډېرې توضیح ته اړتیا و نه لري.

کله مې چې د جهاني شعرونه فرانسوي ته ژباړل نو دې ټکي ته مې پام و چې کم خلک په پښتو پوهېږي نو غالباً که د جهاني شعرونه بلې کومې ژبې ته ژباړل کېږي کېدای شي څوک زما ژباړه د اصل په توګه واخلي. زما هڅه دا وه چې د جهاني فکر او د جهاني جوړشوي انځورونه په دقت سره ولېږدوم نو د آهنګ مې ډېر خیال نه دی ساتلی خو د کلماتو د دقیق انډول په موندلو کې مې ډېره خواري کړې ده. حتی دا مې هم نه دي کړي چې د ژباړې له پاره مسرې وړاندې وروسته کړم!

د غفور لېوال شعر «ژوند ښکلی دی» فرهاد دریا سندره کړی دی. کله چې دریا را ته د دې شعر د ژباړلو وویل نو دوه خبرې مې مخې ته ودرېدې: چا چې دې سندرې ته ویډیویي کلیپ جوړاوه باید د شعر د انځورونو یوه نسبتاً ښه کاپي یې باید تر سترګو لاندې وای او چا چې بیا سندره اورېده باید د ژباړې لوستلو یې په مغزو کې هغه د ښکلا تأثر نه وای محوه کړای چې سندرې ورکړی و:

نتیجه دغسې یو څه شول:


ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی


لکه د رسم کتابچه کې د ماشوم دنیا
چې په اسمان کې یې را زوړند کټ وي
چې خور یې خاندي
د ابا سریې له لمره غټ وي
له دې دنیا سره همدغسې چلندښکلی دی

ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی

آیینه مصاف کې چا ته
تر زرین شال لاندې هنداره کې لومړۍ موسکا
اوبیا له لاسه نیول
سور په نکروزو یې د ناوې سپین مړوند ښکلی دی

ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی

لکه غنمو کې د غیږو ایستل
لکه ګاڼۍ سره راتاوه منډه
لکه ناوې نه راروانه شیره
لکه یو خوږ ګنی همداسې بند په بند ښکلی دی
ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی

په وړو ګوتو یې زري کې تاو کړه
په اشارو ورته غوسه غوندې شوه
ورو یې په اړخ باندې راواړوله
بیا ورته کټ کټ له خندا نه شنه شوه
وړې نانځکې سره دغسې پیوند ښکلی دی

ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی

دکمپیوټر په پرده راغی مسیج
دیوې مینې څو خوږې اشارې
په مسینجر کې یې ځواب غواړي
له چانه ورک دي ټول ښایسته لفظونه
ناست ورته لاس ترزنې ژڼی فکرمند ښکلی دی

ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی

دقرائت کتاب کې دوه نښې دي
یوه بڼکه دتاووس بل دجانان تصویر
په ازمویینه کې د نقل یو وړوکی کاغذ
او درحمن بابا غزل سره د سترګو رسم
په مړاوو سترګو کې د پټو غمو خوند ښکلی دی

ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی
نو

یه! خلکو خلکو خلکو
ښکلو خلکو
مه نیسئ
ژوندون ته ټوپک مه نیسئ
دار څخه پړي واخلئ
بار له یو ستړي واخلئ
ښکلی دی عشق ښکلی
دژوند څلی دی
ژوند ژوند ژوند
ژوند ښکلی دی

Life is beautiful

 

Like the childish world seen in a drawing notebook

Where beds are hanging in the skies

Where sisters laugh

And dad's head is bigger than the sun

Behaving this way with life is nice

Life, oh! Life is beautiful

 

Oh! People, nice people

Do not turn your gun against life

Take off ropes from the gallows

Take off the loads of the tired one

Love is beautiful, life’s monument is beautiful

Life, oh! Life is beautiful

 

During the Ayina-massaf ceremony

The first smile offered through a mirror under a golden shawl

And then joining hands

The bride’s hands reddened with henna are beautiful

Life, oh! Life is beautiful

 

Wrestling in a wheat field

Running with sugar mill

Juice flowing out of the gutter

Like sweet sugarcane, its every joint is beautiful

Life, oh! Life is beautiful

 

With her little fingers she wrapped it in golden cloth

She mimicked anger, starring at it

She laid it slowly on one side

And then, laughed loudly

Such ties with a little doll is full of beauty

Life, oh! Life is beautiful

 

 

In the handbook, there are two bookmarks

One is a peacock feather; other is a picture of the beloved one

During the examination a small cheat sheet

And drawing eyes in the margin of Rahman’s poem

In saddened eyes, the taste of old pain is beautiful

Life, oh! Life is beautiful

 

A message appeared on a computer screen

Sweet signals of a sweet love

Require a reply through the messenger

And someone there has lost all nice words

And he sits; a hand under the chin. He looks handsome

Life, oh! Life is beautiful

 

بیا مې چې د ایمیلي دیکنس دغه لاندې شعر پښتو ته را اړاوه، نو ډېر پام مې دې ته و چې انځورونه سم ولېږدوم او پښتو کې هم شعر، شعر ته ورته پاتې شي. په دې معامله کې د کلماتو د انډول موندل زما قرباني شوی توکی و:

HAVE you got a brook in your little heart,

Where bashful flowers blow,

And blushing birds go down to drink,

And shadows tremble so?

 

And nobody, knows, so still it flows,

That any brook is there;

And yet your little draught of life

Is daily drunken there.

 

Then look out for the little brook in March,

When the rivers overflow,

And the snows come hurrying from the hills,

And the bridges often go.

 

And later, in August it may be,

When the meadows parching lie,

Beware, lest this little brook of life

Some burning noon go dry!

ستا په زړه کې ویاله شته ده

چې بې زړه، بې زړه ګلان په کې غوړېږي؟

حیاناکې مرغۍ هغلته اوبه څښي

او چې سیوري په کې رېږدي؟

 

 داسې غلې شان بهېږي چې هیڅوک پرې خبر نه دي

چې به دلته هم ویاله وي

خو بیا هم ستا د ژوندون خوارکۍ تنده

هره ورځ هلته ماتېږي

 

دا ویاله په پسرلي ګوره

 چې سیندونه ډک روان وي

واورې ځغلي پاس د غرونو له سرو نه

پلونه هم ورسره درومي

 

او بیا وروسته په سره اوړي

 چې چمن وچ، سوی پروت وي

خیال پرې ساته ستا د ژوند وړه ویاله به

یوه سره غرمه وچېږي

 

په خپله ژباړه ډېر نه یم خوښ خو د پیرمحمد کاروان دغه یوه تبصره زما د تشویشونو، ناکامیو او خیانتونو ځواب وایي:

« ښکلی شعر دی ماته يې د پښتو هغه خوږه لنډۍ راياده کړه چې په اول ځل اوريدو يې زما سترګو ته اوښکې راوستې وې .لنډۍ داده :
يار مې د للمې وچ غاټول دی=نری لښتی به د ديدن ور تېرومه»