د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د مقدسه اماکنودتحفظ په خاطرد افغان ؤلسمشردریځ پرځای دی

مُفسر 04.04.2015 21:36

له ډېرې مودې را په ایسته پر عربي نړۍ باندې په کلتوري ، ژبني ، سمتي ، ايْډیو لو ژیکي ، سیاسي، تجارتي او نظامي برخو کې په مختلفو نومونوسره ډول ډول توپانونه راغلل ، چې ور سره جوخت یې په اقتصادي ، سیاسي او  فکري ډګرونوکې نوي سرحدات او پولې تشکیل کړې . دغه سرحدات او پولې د واکوالو ادارو او عربي ؤلسونو تر مینځ ددې سبب شوې چې د مقدسو اماکنو خواوشایې د ( سبز پو شانو او بهارعرب ) په نامه نوي توپانونه او نوې څپې را وټوکولې . دې څپولومړی د افریقې شمالي او ختیځې غاړې وځپلې ، په لېبیا کې تر نیمې پېړۍ زیات مطلق العنان واکمن په کې را نسکور شول ، د سوډان جغرافیه یې پر دوو برخو سره ووېشله او په مصرکې یې لومړی نظامي رژیم ور باندې را ونړاوه او ور پسې یې د عربي واکمنو په ملاتړ د مصري خلکو مردمي حکومت پرکودتایي حکومت باندې را ونړاوه . ور پسې یې د سرې بحیرې  او تورې بحیرې لوري ته مخ ور واړاوه چې له امله یې د صنعاء او عدن  سلطنتي ماڼۍ او دُمشق دواړه تر پاخه برید لاندې راغلل او دادي تر اوسه پورې دواړه هېوادونه د جګړه ییزو باروتو په لمبو او شنو لوخړوکې پټ دي .
د سیمې او نړۍ شنونکي د رسنیو له لارې په خپلو چاپي او برښنایي خبروکې وایي چې دې جګړې اوس دوه اړخونه خپل کړي دي :
(یوې خواته د مقدسه اماکنو لاندې کول ، او بل لور ته پر ټوله عربي سیمه د واک او نیواک قبضه لګول .)
خو که د شنونکو دا خبره ریښتیا وي ، نو دا بیا کاملاً یوه صهیو نیستي پروژه ده چې د دوه قطبي مذهبیونو په لاس باندې به عملي کېږي . ځکه د بیت المقدس په څېر د مقدسه اماکنو لاندې کول د صهیو نېستي رژیم یو   خو را پخوانی آرمان او هدف دئ چې تل یې په لومړیتوبونوکې ځای لري . ولې ددې پروژې تر شا نور ابعاد هم وجود لري چې په سیاسي ، اقتصادي ، مذهبي ، مردمي او نظامي لحاظ یې ملاتړ کېږي .
خو بل لور ته د نورې اسلامي نړۍ مسلمانان هم بې تفاؤته او پټه خوله نه شي پاتې کېدای ، ځکه چې په سعودي عربستان کې مقدسه اماکن ( مکه مُکرّمه او مدینه مُنوّره او نور خواوشا سپېڅلي ځایونه ) یوازې د سعودي عربستان ـ او آل سعود د کورنۍ پلرنی میراث نه دئ . هغه د ټول مُسلمه اُمت ګډ میراث دئ . د سعودي عربستان حکومت یوازې ددغو مُقدّسه اماکنو د حفظ او مراقبت ذمه وار ځکه ګڼل کېږي چې یاد اماکن ټول په سعودي عربستان کې واقع دي . خو د عامه حفاظت ذمه واري یې د ټول مُسلمه اُمت پرغاړه ده . ځکه د خدایتعالی کور د خدایتعالی د ټولو مؤمنو مسلمانو بندکانو قبله ده .
د خدای تعالي پرکور باندې تېری کټ مټ د ابرهه په څېر تېری ګڼل کېږي چې د ابرهه جنګي فیلان او لښکرې هغه مهال د خدایي لښکر ( ابابیلو ) سره مخ شوې چې جسدونه یې د ژوول شویو واښو په څېر د ابد له پاره د نېستۍ کندې ته ولوېدل . خو دا ځل به د خدایعالی د نصرت ترڅنګ د څه باندې یو میلیارد مسلمانانو له منفي غبرګون اوبرخورد سره مخ کېږي . دا مهال عیسوي نړۍ هم د نړیوال انساني نبض خرابولوپه وړاندې د فتنو جوړولواصلي مرکز موندلی او تشخیص کړی دئ .
دا مهال د افغان ؤلسمشر دریځ  له سعودي عربستان څخه د ملاتړ په برخه کې ځکه پر حقه دئ چې له یوې خوا افغانستان یو مسلمان هېواد او اشرف غني یې ؤلسمشر دئ . نوموړی له یوې خوا د خپل دیني او اداري مکلفیت له مخې ، بل لور ته له سعودي عربستان سره د افغانستان د دوستانه ، مذهبي ، سیاسي او اقتصادي اړیکو له مخې ، مجبور او مکلف دئ چې د افغانستان په استازیتوب  د سعودي عربستان تر څنګ خپل ملاتړ اعلان کړي .
هغه کسان چې د خپلو سیاسي موخو او کرېدېتونو تر لاسه کولو له پاره د ؤلسمشر ددې دریځ مخالفت کوي ، د هغوی له دې مخالفت څخه په لاندې ډول څو غرضي اړخونه له ورایه ښکاري :
لومړی دا چې دا خلک د امریکې له همغو زړو سیالانو ( روسانو او نورو ) سره پټې یارانې ، پروتوکولونه او اړیکې لري ـ او د مخه هم دوی له یوه اوبه خور څخه د قومي ، ژبني او مذهبي نفاق اچولو او توکړې کولو اوبه په ګډه سره څښلې دي .
دوهم دا چې دې خلکو ته د دروېش له تحفې څخه په واک کې څه ور ونه رسېدل ، نو اوس یې په تخریب لاس پورې کړی .
درېیم داچې دوی غواړي پر خپل دغه ډول مخالفت ښکاره کولو سره عامه ذهنیتونه د خپلو سیاسي مفاداتو په خاطر مغشوش او را وپاروي ، او دوي پر ټول قدرت یو ځل بیا خپله ؤلکه ټینګه کړي .
څلورم دا چې دا کسان غواړي پر خپلو دغه ډول فشارونو سره په حکومتي چوکاټ کې ځاتنه ځایونه پیدا کړي ، ځکه لا هم کابینه نیمګړې ده .
پینځم دا چې د افغانستان د نظام ضد استخبارات دوی ته پیسې ورکوي ـ ترڅو په افغانستان کې ددوی په لاس مخکې له مخکې د خپلې خوښې حکومت مینځته ور باندې راولي او په نړیوال سیاست کې د امرکې د پر مختګ مخه ور باندې ډپ کړي . چې دا فرصت یې اوس له لاسه وتلی دئ .
شپږم دا چې که چېرې دغه مخالفین د سیمه ییزو استخباراتي کړیو په لارښوونو او ملاتړ سره و توا نېږي چې افغانستان د غیر منسلکو هېوادو په ډله کې یو ځل بیا پرې ور شامل کړي ترڅو پر ؤلسمشر اشرف غني باندې د شاه امان الله په څېر له یوې خوا د تکفیر ټاپې ور ولګوي ، او له بل پلوه به له میرانشاه یا کومې بلې سرحدي سیمې څخه د کوم را لېږل شوي یاغي دلګی مشر په څېرپرکوم بل سړي باندې دواک دا تخته هم را چپه کړي . ځکه که د تاریځ په دغسې حساس پړاو کې افغانستان د منسلکو هېوادو په کتار کې ور ګډ نه شي، دغه په لاس ورغلی فرصت به یې له لاسه پرې وباسي او له امریکې سره خپله ملګري به پرې وشلوي ، نو د افغانستان خارجي او داخلي  دښمنان به یوځل بیا دا هېواد (سل) کاله نور د ناورینونو او غمیزو په خوب بیده کړي . ځکه همدا اوس یې په هرات ، بدخشان ، شمالي ، جنوبي ، شرقي او منځنیو سیمو کې دانه په لمن کې ور ته اچولې او ټولې سرحدي سیمې یې پرې نا آرامه کړې دي .
ؤلسمشر اشرف غني ته په کار ده چې د سعودي عربستان په اړه له خپل نیولي دریځ څخه پر شا نه شي . ځکه چې د سعودي عربستان ملاتړ په اصل کې په سیاسي ، سوله ییز، نظامي او اقتصادي لحاظ د عربي اتحادیې او امریکې ملاتړ خپلول دي . چې په هغه صورت کې بیا د سیمې او ځینو ګاونډیو هېوادو ملاتړ ته دومره اړتیا نه لیدل کېږي ، ځکه چې هغوی هم همغو عربي او غربي هېوادو ته تل لاس نیولی دئ . او له لاسه ورکول به یې په اصل کې د عربي او غربي هېوادونو د مرستو او ملاتړ د لاسه ورکولو په مانا وي . چې خدای مه کړه بیا به زموږ هېواد د تل له پاره د سیالو خواوو تر مینځ د اختلاف یو داسې بې واکه هډوکی وي چې هر څوک به د خپلو اهدافو له پاره خپلې لوبې ور باندې کوي . خو تاریخي پړه به یې د همدغو نننیو چارواکو پر غاړه وي .