د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پاکستان په افغانستان کې د خپلې خوښې رژیمونه جوړول او ړنګول غواړي

مُفسر 20.02.2012 20:15

مخکې تر دې چې اصلي مسْله را وسپړو ، لومړی باید دا پوښتنه وکړو چې په سیمه کې د پاکستان په نامه د یو نوي هېواد منځته را وړل د سیمې له هېوادو سره د دوستۍ ټینګېدو له پاره وو ، که د اوږد مها لې دښمنۍ له پاره ؟  
که چېرې د پاکستان منځته را وړل د سیمې له هېوادو سره ددوستۍ له مخې وو ، نو بیا پاکستان د کومو موخو له پاره خپلو ختیځو او لوېدیځو ګاونډیانو ته له پېله تر نن پورې آن له عایقو سیمو ور اوړي او خپلې ناروا پوځي او استخباراتي لاسوهنې  په کې کوي ؟ او که پاکستان په سیمه کې د دښمنیو له پاره جوړ شوی  وي ، نو بیا افغان چارواکي د افغانستان د قانوني ، ملي او بین المللي وارث په توګه د کوم با ورله مخې پر پاکستاني چارواکو تکیه کولی شي ؟ په داسې حال کې چې پاکستان په افغانستان کې د بعینه تاریخي شواهدو او ژوند یو اسنادو له مخې د هرحکومت له بدلېد و سره سم دوه مخی سیمه ییز او نړیوال سیاست خپل کړی .
د پاکستان ټوله کورنۍ ، سیمه ییزه او نړیواله پالېسي په دیپلو ماتیکه ، پوځي ، اقتصادي او جغرافیوي ژبه کې سره را نغښتې  او په افغانستان کې خپل سترا تیژیک عمق لټوي . یاد هېواد تل له خپلو دوو ګاونډیانو ( افغانستان او هندوستان ) سره په لفظي ، اقتصادي ، دیپلو ماتیکو ، استخباراتي او پوځي شخړو کې ښکېل پاتې شوی . د هند او افغانستان هغو کورنیو مخالفینو ته یې د مکر او تمساح له مخې د ملاتړ سر ښورولی چې یا له خپلو حکومتونوڅخه د نا متعادلو کړنو پر اساس د سیاسي فشارونو له امله له خپل ټاټوبي وتلي او پاکستان غوندې هېواد ته یې پناه ور وړې ، او یا هم د شخصي جرم مرتکب شوي او د فرار لاره یې خپله کړې ده . خو پاکستان له دې موقع نه په ګټې پورته کولو سره هغوی د تاریخ په هر پړاو کې د خپلو نظامونو په وړاندې هڅولي ، او د جنګ د سوټي په څېر یې د خپلوغلطو استخباراتي مالوماتو پراساس لوبولي جنګولي دي . خو کله یې چې خپل منافقانه کار ور باندې تر سره کړی ، بیا یې د همغه اور خوراک کړي چې دوی په لوی لاس په کور د ننه ، او له کوره د باندې  ورته  بل کړی دﺉ . او دا ټول کارونه  په افغانستان کې د خپل ستراتیژیک عُمق  رسېدو له پاره کوي .
ظاهر شاه له پاکستاني جنرالانو سره خپله پټه ملي ضد شخصي دوسته پیل کړه ، خو په ښکاره یې یواځې د پښتونستان او بلوچستان ترانې د خپل ملت د تېر ایستلو له پاره په کابل راډیو کې ور ته غږولې چې پر هغو به هېڅکله پاکستاني جنرالانو خپل غوږ هم نه ګراوه . له سردار داؤد خان سره یې په ښکاره د مجبوریت له مخې د دوستۍ تړونونه ځکه وکړل چې له یوې خوا د نوموړي  پوځي اړیکې له روسانو سره وې ، او له  بله اړخه هغه یو قاطع ملي سړی ؤ . د وخت په تېرېدو سره یې د هغه په وړاندې هم داسې سیالان پیدا کړل چې د داؤد خان د روسي پلوه  انډیوالانو له لاسه خپل هېواد ور ته سره بټۍ جوړ شوی ؤ . هغوی د سره ښکېلاک د مخنیوي له پاره پاکستان ته د هجرت لاره خپله کړه ، خو پاکستاني حکومت  د هغوی شتون په خپله ګټه وڅرخاوه . کله چې روسانو پر افغانستان باندې پوځي یرغل را ؤړ ، نو پاکستان  په خورا بد نیت  (۲۴۵۰) کیلو متره  نا پېژندل شوې کرښه  ورته  پرانستله . خو تر څنګ یې د مجاهدینو هغه ډلې هم په خپلو استخباراتي کړیو باندې څارلې چې مرد مي ځواک او پله به یې درنه یا سپکه وه . دوی دا کارد جهادي قوماندې د توحید له پاره نه تر سره کاوه ، بلکې ددې له پاره یې ترخپل نظارت لاندې ساتل چې د اړتیا پر وخت یې لومړی په آسانۍ سره استعمال کړي ، په افغانستان کې د مستقیمې مداخلې له پاره زمینه پرې برابره او خپل هدف پرې ترلاسه کړي ، ور پسې یې له پښو وغورځوي ، او بیا یې لکه د افغان طالبانو مشر تابه له منځه یوسي .چې موږ یې په پاکستان کې د افغاني احزابو د تعدُ د او خپلمنځي اختلافاتو ښکاره بېلګې په ګوته کولی شو .
پاکستاني چارواکو تل د افغانستان په برخلیک  او مشر تابه  باندې ملنډې وهلې دي . کله چې افغان جهاد د روسي ابر قدرت په وړاندې د اوج مرحلې ته ورسېد ، عمومي پاڅون زور واخیست ، د نړیوالو پام یې ځانته ور واړاوه ، او د افغانستان ستونځې نړیوال شکل ځانته اختیارکړ ، نو پاکستاني چارواکو به په نړیوالو غوڼدو کې په خپله ګټه  پرته له افغان جهادي مشرانو د افغانستان د سپېڅلي جهاد له توطیْو او معاملو ډکه ترجماني کوله ، چې موږ یې دلته څو نمونې د بېلګې په توګه یادولی شو :
کله چې په پېښور اشرفیه جومات کې د میاګل جان آغا په منځګړتوب د مجاهد ینو ملي ګرأ او بنیاد ګرأ مشران سره را ټول شول ، بخاري شریف یې لاندې ، او قرآنکریم یې پر سر ور کېښود ، او د ټولو جهادي مشرانو لاسونه یې یو پر بل د پاسه ور باندې کېښودل . ټولو سوګند یاد کړ چې موږ به له خپلمنځي اختلافاتو لاس په سر کېږو ، او په یوه خوله او توحید سره به د روسانو په وړاندې خپل جهاد ته د افغانستان د آزادۍ له پاره  ادامه ور کوو . خو بیا د (آی اس آی ) چارواکو له هر یوه افغان مشرسره په جلا جلا توګه وکتل ، او هرچا خپله خپله لاره ونیوله . د ملي ګرأیانو او بنیاد ګرأیانو تر منځ راغلی اتحاد یې ړنګ کړ .
بل ځل ټول جهادي مشران د سعودي چارواکو په منځګړتوب سعودي عربستان ته یووړل شول ، هلته یې د خدای تعالی په کورکې سوګند وکړ ، ټولو ژړل ، خو چې کله پاکستان ته راغلل ، او له مقاماتو سره یې ولید ل ، بیا ټول سره تیت پرک شول .
درېیم ځل چې کله روسانو د خپلو زیاتو مرګ ژوبلو له امله  خپله د وتلو تصمیم ونیو ، نو پاکستان په خپل سر له روسانو سره د افغانستان د برخلیک په اړه پټه معامله وکړه ، د بېنن سېوان طرحه یې رد ، او په نړیواله کچه یې په ژینېو کې پنځه فقره ییزغیر متوازن پلان او پرېکړه داسې لاسلیک کړه چې د خپلمنځي جګړو دود او لمبې یې ترننه پورې لګېږي ، نوازشریف په ډاګه په خپله وینا کې د پاکستان ؤلس ته وویل چې ما د افغانستان اردو ړنګه کړه . پاکستان له یوې خوا په ښکاره د مجاهینو ترمنځ درځونه او شخړې را منځته کړې ، اوله بل پلوه یې د طالبانو ډ له ور پسې جوړه ، ترېنېنګ ، تمویل ، تجهیز او بدرقه کړه ، تر څو د افغانستان د مجاهدینو همغه نظا م یې پرې ړنګ کړ چې دوی په کې د جوړېدو پر مهال سیمه ییزه او نړیواله ونډه لرله .
 پاکستان افغانستان ته د خپلې پنځمې صوبې خیال کړی ؤ . وسلې ، مهمات اوآن د حضیرو د باباګانو په نامه ښخ شوي لرغوني آثار یې ترې ټول کړل . ماته خپله یوه طالب وویل: هغه قبرونه چې پر قبله برابر نه دي ، په هغو کې لرغوني توکي ښخ شوي دي . ما ورته وویل چې تاسو ته دا سبق چا درکړی ؟ هغه را ته وویل چې موږ ته پاکستاني طالبانو ( پوځیانو) دا خبره کړې ده .
خوڅه وخت چې پاکستان ځینې افغان طالب مشران ووژل ، د طالبانو قوما نده هم ورسره ټوټې ټوټې شوه . کله چې طالب رژیم خپل پوځ جوړولو ته مخه کړه ، پاکستان له یوې خوا د القاعده د سطرنج دانه په کې ځای پرځای کړه ، او بل لورته یې له امریکې سره د طالب رژیم  په ړنګولو کې فعاله ونډه واخیسته . خو امریکا په سیمه کې خپله د پاکستان د ارضي تمامیت او نظام له پاره د سرطان دانه جوړه شوه . ولې د نذرانې له پاره یې تل پرافغانستان او افغانانو باندې ناروا سیاسي تجارت کړی دﺉ . چې موږ یې ښکاره بېلګه د ؤلسمشرحامد کرزي تېره لس کلنه له نا امنیو ډ که د مرګ ژوبلواوځنځیري وژنو دوره در یادولی شو ، چې د ترورېزم د وارداتي پد یدې په دې بهیرکې پاکستان په خپله دوه مخې پالېسۍ کې هم خپل ځان تمویل کړ، اوهم یې د ؤلسمشرحامد کرزي اداره  له هره اړخه بې ثباته کړه .
خو اوس چې پاکستان له یوه پلوه خپله د ترورېزم په  ناروغۍ اخته دﺉ ، او له بله اړخه تر نړیوال فشارلاندې د خپل سیاسي او جغرافیوي برخلیک چاړه په خپلو سترګو ویني ، له یوې خوا یې طالب مشران یرغمل له ځانه سره ساتلي ، تر څو د اړتیا پر وخت یې د افغان دولت او امریکې په وړاندې د امتیازاتو تر لاسه کولو له پاره د فشار د آلې  په توګه استعمال کړي ، او له بله اړخه پاکستان له ایران ، روسیې او چین سره خپله پټه یارانه پیل او سیمه ییز پوځي تړونونه لاسلیک کړي ، هغوی پاکستان هڅوي چې پر افغان حکومت فشار راوړي ، تر څو امریکه له افغانستان او سیمې نه پښې سپکې کړي ، او په افغانستان کې دوی ته د پراخو لاسوهنو زمینې برابرې شي .
شنونکي وایي چې پاکستان تل د افغان چارواکو په وړاندې خپله دیپلو ماتیکه ژبه غلطه ، غیر اخلاقي او د رسمي دیپلوماتیکو نورمونو خلاف کارولې ، چې موږ یې په امریکه کې د بوش د حضور تر څنګ  افغان ؤلسمشر حامد کرزي ته د جنرال مشرف خوله ور اچول ، او په پاکستان کې د ایران د ؤلسمشر محمود احمدي نژاد او نورو پاکستاني چارواکو په وړاندې د هغه هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې حنا رباني کر له خوا افغان ؤلسمشر ته بې مانا پوچې خبرې در یادولی شو . دا ځکه چې پاکستانیو پوځي او ملکي ټولو ادارو له جنرال ایوبه را نیولې بیا آن تر آصف علي زرداري پورې په افغانستان کې سترګې ښخې کړې . اوس غواړي چې افغان ؤلسمشر له امریکې را بېل ، او له ځان سره یې د امریکا او ناټو ټلوالې د بې باوره کېدو په هدف ملګری کړي ، خو خپله له امریکې سره په سیمه ییزسترا تیژیک تړون کې پاته شي . تر څو وکولی شي چې که چېرې امریکه د بلوچستان پر بېلولو پیل وکړي ، دوی به په سیمه کې افغان  چارواکي او نظام د طالبانو په څېر د خپلو ګټو قرباني کړي .
 د ایران هم همدغه موخه ده چې افغان چاراکي د خپلو اتومي پرګرامونو د سر صد قه کړي ، له سني مذهبه طالبانو سره یې نور هم دښمن کړي . امریکه له افغانستانه پرې  وباسي ، تر څو په افغانستان کې   د مذهبي ، کلتوري او تجارتي لاسوهنو زمینې ځانته پرې برابرې کړي .
همدغه نننۍ ناټو ټلواله د جنوبي اوغربي ګاونډیانودغلطولاسوهنو په نتیجه کې افغانستان ته راوستل شوه . په لسګونو زره افغانان یې ور باندې شهیدان کړل . افغان حکومت یې بې ثباته  کړ . د تمویل ، تجهیز ظرفیت جوړولو، تولید او پر مختګ  مخه یې ونیوله . افغانستان یې په سیاسي ، پو ځي او اقتصادي بې ثباتۍ کې اچولی . پاکستانیو او اېرانیو ښځو ته یې تعلیم د ماسټرۍ او دوکتورا تر کچې پورې روا کړی . خو افغان مېرمنو ته یې په خپل ټاټوبي کې په لوی لاس د خپلو جاسوسي او مافیایي ډلو پر مټ داسې غیر انساني پرله پسې نا امنۍ را ټوکولې دي چې له کوره څوک نه شي وتلی ، خو که ووځي د هغوی پر مخ تېزاب شیندل کېږي .او یا هم وژل کېږي .
 دا په دې مانا چې ګواکي ددوی په نظردعبدالرحمن (رض) ترمشرۍ لاندې مسلمان افغانستان په غلطه  اوغیراسلامي لاره روان دﺉ ، خودعبدالله بن سبا ډ له او لنګ وهلي تورلنګي مشرکین په ایران او پاکستان کې په سمه لار روان دي !!! ..... دا په داسې حال کې ده چې له افغانستانه هندوستان ته د اسلام لمنه پراخه شوې او د هندوستان مسلمانان د افغانانواواصحابو په لاس مسلمان شوي دي . افغانانو دوی ته اسلام ور ښوولی . نو څنګه کېدی شي چې اوس د تعلیم په اړه افغانانو ته فتوا ګانې له هندوستانه را کډه شوي پنجابیان ورکوي او ور ته وایي چې دا روا دي ، او دا ناروا ؟  ولې په اصل کې دوی ددې له پاره په افغانستان کې ددغه نیم نفوس بې سواده کولو ته ملا تړلې چې افغانان پرې بې سواده کړي ، ترڅو د دغو دوو کینه کښو ګاونډیانو طبي ، تجارتي ، تعلیمي ، زراعتي ، کلتوري ، سیاسي او نظامي بېزنېس ته صد مه و نه رسېږي . ځکه که افغانان تعلیم ولري ، نوګاونډ یان یې دومره په آسانۍ سره نه شي استعمالولی . او نه خو د افغانستان ملي ګټې پردو ته په پټو سترګو په لاس ورکولی شي . له دېنه داسې برېښي چې پاکستان او ایران هېڅکله هم په افغانستان کې داسې څوک نه غواړي چې هغوی ته د خپل هېواد تاریخي ښه او بده ورمالومه او معامله ګر نه  وي .
افغان چارواکي چې له یوې خوا په ملي او نړیواله کچه د خپل هېواد اوخپل ملت د ټولو ملي ارځښتونو مسؤل دي ، ورسره ښایي له داسې ګاونډیانو څخه په خورا هوښیارۍ خپل ځان را ټول کړي چې له یوې خوا ور سره په خورا ژوره دښمنۍ کې دوه مخې پالېسي پرمخ وړي ، کله چې ورشي مخې ته یې د مهاجرینو وزیر د په رسمیت نه پېژندلو په مانا ور استوي ، او بیا ملنډې ور باندې وهي ، او له بله اړخه یې افغان بچیان پر ضد ور ته را پاروي ، یو پر بل یې سره وژني ، افغان کور په رسمي وثیقه  د ځان بولي ، او د خپلو ګټو له پاره د خپلې خوښې رژیمونه په کې جوړوي او ړنګوي یې . ځکه هر وخت چې افغان چارواکو پاکستاني چارواکو ته  په افغانستان ، نړۍ او پاکستان کې د دوستۍ لاس ور اوږد کړی ، ترشا یې خا مخا د نه رغېد و یوه توطیْه  ورته جوړه کړې او په لاره اچولې ده .