د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د دوهم بن غوڼدې ته دری اړخیزه تیاری نیول شوی

مُفسر 30.11.2011 20:29

افغانستان په لومړي بن غونډه کې د تورلنګیو له ښکاره اشغال نه خلاص شو . امریکې او ور سره ټلوالې یې له پنجابي پوځي استخباراتي ادارې نه  د سپتمبر د (۱۱مې) پېښې خپل غچ واخیست . له علي جناح رانیولې ـ بیا آن تر جنرال ایوب ـ جنرال یحیی ـ  ذوالفقار علي بوټو ـ جنرال ضیأ الحق  او هندي الاصله جنرال مشرف پورې  د ( آی اس آی ) او هغو ملا ډوله پاکستاني تنطیمونو لکه  د مولانا فضل الرحمن ډلې شپېته کلنه  ټوله خواري د افغانستان په اړه  پر اوبو لاهو شوه ـ چې په یوه وخت کې له پېله تر ننه پورې له ( شپاړسو ) استخباراتي ایجنسیو سره اړیکې لري ، پر دیني مدرسو او پاکو با وجدانه طالبانو  له پردیو سفارتخانو او پاکستاني پوځي استخباراتي ادارې سره  خپل سیاسي او اقتصادي تجارت کوي . طا لبان د خپلو ککړو اهدافو له پاره استعمالوي ـ او پر خپل حکومت او نړیوالو یې وژني . او موږ ولیدل چې پاکستاني طالبان څه ډول د افغانستان او نړۍ په وړاندې استعمال ـ او له دیني زده کړو ایسار کړی شول . لس کاله په افغانستان او قبایْلي سیمو کې د جهاد په پلمه د دیني زده کړو دروازې پرې وتړل شوې ، جګړه یې پر پښتون ټبر ور وتپله . انتحاري واسکټونه د پښتون بچیانو ته ور اغوندي . خو د پنجابي  تورو کارغانو زامن په بېغمه زړه په مدرسو ـ سکولونو او یو نیورسېټیو کې خپلې زده کړې کوي . ډیګرۍ اخلي ـ او په پاکستان کې د راتلونکي واک تر لاسه کولو له پاره  ځانونه جوړوي . چې تر څنګ یې افغان طالبان هم د خپل سترا تیژیک عُمق پلي کېدو له پاره ور سره یرغمل کړي  ساتلي دي . خو خبر نه دي چې نړۍ د پاکستان په اړه څه تصمیم نیولی .
که پرون نړیوالو د خپل دغه وروستي لس کلن سریال تمثیلولو له پاره خپله پاکستانی حکومت  ـ  د پاکستان سترې دیني مدرسې  او افغان مجاهدین تمویلول ـ  خو نن یې نیت دﺉ  چې په لندن کې  د ناست مشر ( الطاف حسین ) ( M.Q. M. ) ـ او د بلوڅ ملت پاله ډله  تر انګرېز پلوه  عمران خان ډلې پورې د پاکستاني چارواکو د غلط  دوه مخي سیاست  په وړاندې تمویل ـ او پاکستان پرې  څلور توکړې کړي . پاکستاني چارواکو اوس له وېرې د سیمې  سیالو هېوادونو ته لاس اچولی ـ له یوې خوا یې  د خپلو استخباراتي ګوندونو مشرانو ته دستور ور کړی چې د نړیوالو پر ضد د ؤلسونو غږونه  را پورته کړي . او خپله یې پر نړیوالو باندې د فشار اچولو او امتیازاتو تر لاسه کولو له پاره  د نړیوالو اکمالاتي  کار وانونو مخه ډپ کړې ، تر څو افغان حکومت له پښو وغور ځوي ، او په کابل کې د خپلې خوښې یوه لاسپوڅې پنجاب پلوه اداره را منځته ، او امریکا او افغان دولت له دې لارې مجبورکړي  چې په دوهم بن غونډه کې د دوی د خپلې خوښې افغانانو ته د ګډون حق ور کړي .
او بل لور ته خو ناټو لګیا ده  پر قبایْلي سیمو خپلې بمبارۍ کوي ـ او د پاکستان  په  بلوچستان خا وره کې  د خپلو سیمه ییزو اهدافو  تر لاسه کولو له پاره له شمسۍ هډې  نه  د یوه تړون له مخې پوځي  کار اخلي . او پر پاکستان فشار راوړي تر څو په افغانستان کې د پرتو بهرنیو ځواکونو د تمویل او تجهیز له پاره له پاکستان سره  د شوو تړونونو له مخې د پاکستان په خاوره کې ددوی اکمالاتي کتارونه ونه لوټل شي . خو پاکستان سره له باج ګیریو د امریکې اکمالاتي کتارونه لومړی لوټلي ـ او بیا یې اور ورته اچولی . او امریکې په دغه ټول اکمالاتي  بهیر کې د خپلو سپوږمکیو له لارې  د پاکستان دا لوبه څارلې ـ او عکاسي کړې ده . بل لور ته امریکه په سیمه کې داسې چین نه غواړي چې خپله امریکا یې په اقتصادي بازار کې ( ۱۴زره ) میلیارده ډالره پوره وړې وي . او نه هم داسې  پیاوړی چین غواړي چې لس کاله وړاندې یې  دخپلو کلنيو دفاعي لګښتونو بودجه  تر (۴۲زره) میلیاردو ډالرو پورې  اعلان کړې ، او په افغانستان کې ددوی په حضور کې د لویو کانونو د را ایستلو پر پروژو پانګونې کوي . او داسې پاکستان هم نه غواړي چې هم دې اتوم ولري ـ او هم دې په سیمه او نړۍ کې د نورو په وړاندې په اقتصادي بازارونو کې سیالۍ ته را وړاندې شي . امریکې په ایران کې هم د مخه (۵۰ ) کاله تېر کړي ـ  پانګونې یې په کې کړې  دي . له څه باندې دېرشو کالو را په ایسته یې په ایران کې  ټولې ګټې له نشت سره مخ شوې . او آخندي رژیم  په ټول خلیج ـ عربي نړۍ ـ منځني ختیځ ـ او منځنۍ آسیا کې  امریکې ته ګواښونه را منځته کوي ، چې امریکه به دا هېڅکله هم ونه مني . خو ایران  بیا هم لګیا دﺉ په افغانستان کې د دوهم بن غونډې له لارې پرته له خپل ګډون نه  داسې ُسني ضد حکومت جوړ کړي چې د هلمند قرار داد ور سره لاسلیک کړي ، د افغانستان غربي ولایتونه ور تسلیم کړي ، خپل فرهنګ پر افغانانو ور تحمیل کړي ـ  د امریکایي هډو ټغر ور ټول کړي ـ تر څو د ایران اتومي پروګرام  او خاورې ته د افغانستان له لارې کومه صدمه او خنډ  جوړ نه شي . ددوی استخباراتي شبکې ( سا واک ) په  افغانستان کې وده وکړي ، او ناټو د منځنۍ آسیا هېوادونو ته پورې غاړه ور وا نه وړي . چې همدغه غوښتنه او اندېښنه د روسیې هم ده . او روسیې له همدې امله له اېران سر ه  د فاعي سترا تیژیک تړون  لاسلیک کړ. خو امریکې په افغانستان کې په دا تېرو لسو کالو کې په زرګونو میلیارده  ډالره پوځي  لګښتونه د همدغې سترا تیژیک سیمه ییز پلا ن پر بنسټ لګولي . او په افغانستان کې یې پو ځي حضور د همدغه سیمه ییز پلان  پلي کېدو له پاره ساتلی ، نو څنګه کېدی شي چې امریکه به د پاکستان ـ او یا ایران په  دغه فرمایشي دېتې شویو اختارونو له افغانستان او سیمې نه خپلې پښې سپکې کړي .  خو چین چې له یوې خوا یې په ګوادر بندر کې له همدغې لنډې لارې  د عربي او نورې نړۍ سره  د اقتصادي اړیکو او بازار موندنې په موخه پانګونه کړې ، او له چین سره په ګاونډ کې پاکستان  د چین یو تر ټولو غوره مارکېټ  او پوځي سترا تیژیک شریک دﺉ ،  چې د ګلګیت تونل او د حسن ابدال (وا پېکټري ) او د ټېکسلا د (مرګلې د ټانکونو جوړولو  فابریکه ) اود ( لارنس پور مخامخ د هوایي ځواک فابریکه) یې د پوځي دوستۍ او دیپلو ماتیکو اړیکو تر ټولو سترې  ژوندۍ بېلګې دي ، چې د چین خورا غټې پانګې په  کې پرتې دي . له بل لوري پاکستان په ډاګه له چین سره  داسې دفاعي تړونونه لاسلیک کړي ، چې د امریکې په مرستو یې سیوری غوړولی . او هم چین د پاکستان ښکاره ملاتړ اعلان کړ . ځکه یې اوس امریکې ته  اخطار ور کړ چې په پنځلسو ورځو کې دې له شمسۍ پو ځي هډې نه  خپل ځواکونه وباسي . دا کار پاکستان د چین او روس په ملاتړ کړی ـ تر څو غرب دېته اړ کړي چې د پاکستان شرطونه او فرمایشونه د بن په غوڼده کې  د افغانستان په اړه  ومني .پلمه یې په مومندو سیمه کې د ناټو له خوا د خپلو هغو (۲۴) تنو پوځیانو وژل کېدل ښودلي چې د افغانستان په خاوره کې د ننه جوړو کړیو پوستو نه یې ترهګریز بریدونه کول . اوس چې امریکې د پاکستان فرمایشونه ونه منل ، نو تېر ماښام یوسف رضأ ګیلاني اعلان وکړ چې پاکستان د بن په دوهم کنفرانس کې ګډون نه کوي .او ؤلسمشر پر تېلېفون له یوسف رضأ ګیلاني څخه وغوښتل چې د بهرنیو چارو وزیره دې بن غونډې ته د ګډون له پاره ولېږي ، د پاکستان فرمایشونه او شرطونه دادي چې په افغان حکومت کې داسې انډول را منځته شي ـ تر څو د هند نفوذ په افغانستان کې  پرې خنثی ـ او له هند سره شوی امنیتي ـ تعلیمي  او اقتصادي قرارداد فسخه ، او پر ځای یې له پاکستان سره دا قرار داد له سره  وشي . او هم افغان دولت مجبور کړی شي ـ تر څو له پاکستان سره د ډېورنډ قرارداد سره له نویو نیول شویو سیمو لاسلیک  ـ او د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیاا هېوادونو ته د خپلو تولیدي توکو مارکېټ موندلوـ او له هغو هېوادونو څخه پاکستان ته د تېلو ـ غازو او برښنا را غځولو  لارې ومومي . که چېرې دا ټول امتیازونه ورته تضمین شي ـ نو پاکستان به ددوی په آند په دوهم بن غونډه کې ګډون وکړي . که نه نو لانجې به جوړوي . خو بل لور ته ایران پرون د بریتانیې پر سفارت حمله کړې ، او ویل یې چې محرم اسناد یې تر لاسه کړي دي ، خو د انګلیس صدر اعظم پرون وویل چې د غبر ګون په اړه  یې خپل تصمیم نیسي . له بل پلوه حماس پر اسراْییلو حمله کړې ده . خو د جرمني صدر اعظمه انګېلامېرکل بیا د بن په غونډه کې د پاکستان او ایران ګډون د سیمې په اړه ضروري ګڼي .
خو افغانستان هم د بن دې غونډې ته  چې شاوخوا (۹۰) هېوادونه به په کې ګډون وکړي ـ خپل ځان په داسې حال کې د مېز بانۍ له پاره جوړ کړی ، او تر شا یې خپله تېره لس کلنه له ستونځو او سوالونو ډکه دا سې ماضي پرې اېښې ـ چې له ونډو جوړ حکومت یې د  بې کفایته او ناوړه  غله هغه پر سونل  له امله خپل ؤلسي او نړیوال باور او ملا تړ له لاسه  په کې  ور کړی  ـ چې اکثره یې د پخواني کمونېستي رژیم او نورو چپیانو بقایا او پاتې شوني دي . هغوی قصداً له مسلمان ملت سره  عقیده وي او عُقده وي ناوړه چلن کوي ـ تر څو د مسلمانانو حکومت بدنام ـ او ځانته  یو ځل بیا د واک تر لاسه کولو زمینه پرې برابره کړي . اوس یې حکومت دې حال ته رسولی چې  پر رېښتیا ویلو یې هم څوک با ور نه لري . له همدې امله  به د افغانستان حکومت  دا مهال په دې غونډه کې له ځان سره پر ته له توبې ایستلو نور داسې څه ونه لري چې پر بنسټ یې د را ټولېدونکو هېوادونو رېښتینې ژمنې ـ مرستې او ملاتړ د افغانستان د امنیتي ثبات ـ اقتصادي ودې ـ ملي پخلاینې  او بیا رغونې له پاره  ځانته  پرې را کاږي . ځکه  دې غوڼدې ته داسې خلک د افغانستان په استازیتوب ور بلل شوي چې  ژبه یې د کارغه په څېر ده ، او چمونه د زرکې کوي . خو په داسې  نړیوالو غوڼډو کې د نا بلل شویو کارغانو  په دغه دیپلو ماتیک  ډوله ژبه  نور نړیوال نه پو هېږي  چې کارغان د افغانستان له پاره څه غواړي ؟ !!!..... داسې خلک هم له چپیانو دې غونډې ته ور بلل شوي چې له یوې کورنۍ دری تنه په کې په ګوته شوي . د پېژندلو له پاره یې د ویسا ورځپاڼې د قوس  د نهمې نېټې  په ګڼه  کې د غلام جیلاني ځواک لیکنه  وګورۍ . دوی ټول هغه کسان دي چې یواځې د خپلو (ان جي او ) ګانو د را تلونکي تمویل -  او په حکومت کې د د وی د ځینو کسانو د جذب له پاره  دې غونډې ته  ور لېږل شوي  دي . دوی ټول په افغاني ټولنه کې  د پنځم  ستون خلک دي چې چین ته په  توده یي کمونېستي عقیده کې ډېر ور نږدې او  منلي او په سیمه کې  خاص چین ته  سیاسي کار کوي ، دوی په افغانستان کې همغه پخواني شعله یان دي . چې مشر یې سیدال بې خدا ؤ ، او د کابل پو هنتون د محصلینو له خوا  د ظاهر شاه  په زمانه کې په جنګ مغلوبه کې ووژل شو . دوی  له افغاني سنتي ټولنې تجرید شوي ، خو اوس یې  په  دولت  ـ  مد ني ټو لنو ـ د بشري حقونو او ځینې رسنیزو دفترونو کې د خپل منافقت له لارې ځانونه ځای پر ځای کړي ،  له نړیوالو نه د بشري حقونو په نامه مرستې تر لاسه کوي ، د افغانستان د خلکو عفیفې ښځې بېلارې کوي ، د کورني تاو تریخوالي په پلمه ښځو ته  د ځان سوځونې ـ  پلانیزه طرحې  او پروژې  جوړوي ، خلک عیسویت او یهودیت ته دعوت کوي . غوث زلمی ـ عبدالرحمن  او فرهاد دریا یې غت دعوت ګر دي ، په دولت کې د ډاکټر رنګین دادفر سپنتا له خوا ـ او په بشري حقونو کې د سیما سمر له خوا د اړوندو سفارتونو په ملاتړ حمایه کېږي . ددوی لویې پروژې په هرات او شمالي ولایتونو کې دي  ،  د تمویل بهرنۍ منابع یې په نارې ، جرمني ، هالنډ او نورو ارو پایي هېوادونو کې دي . اوس یې تر لس کلن منافقت وروسته دا پروسه پر لاره واچوله چې د بن دهمې غونډې ته یې خپل شعله یان  د افغانانو د نماینده ګانو په نامه ور ټېل وهل . که نړیوال او امریکا یې نه  پېژني ـ نو دوی خو افغانان ښه پېژني ، که نړیوال یې په دغه غونډه کې هم ومني ، دوی افغانانو ته د منلو وړ نه دي ، او نړیوال دې له سره پر دې باندې غور وکړي او له افغان حکومت نه دې په دې اړه مرسته وغواړي . که نه نو دا کار به را تلړونکي لس کالونه په افغانستان کې د نړیوالو د حضور له پاره  ډېر ستونزمن کړي . او افغانان به د خلقیانو او پر چمیانو د کودتاوو په څېر عامه پاڅو نونو ته وهڅوي . ځکه افغانان په افغانستان کې هېڅ لادینه نه غواړي ـ نو حکومت به یې پر څه ومني .
نړیوالې سر مشریزې  ته په کار ده چې  د بن دغه دوهمې غونډې ته  د افغان حکومت په استازیتوب داسې کسان ور وغواړي چې هم د افغانستان سنتي ټولنې ـ هم نړیوالو ـ  هم افغان مخالفینو او هم د سیمې هېوادونو ته د منلو وړ وي . چېرې نه چې د افغانستان په  رسمي واک کې د شعله یانو او کمونېزم پاتې شوني ور ګډ ـ او په حضور یې  نړۍ ـ سیمه او افغانستان ټول سره وپاشل شي . که نړیوالو دا ځل دا کار وکړ ـ ټول افغانستان به په سیمه کې نړیوالو ته اسفلُ من النّار جوړ شي . او که مخه یې ونیوله ـ نړیواله ټولنه به د افغانستان له لارې په سیمه کې خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسېږي . چې باید په لاس ور غلی فرصت له لاسه ور نه کړي .