غني ته لږې نه، بلکې ډېرې هر اړخيزې ستونزې مخې ته شته
10.08.2014 10:59د ډاکټر اشرف غني د برياليتوب په هيله
غني ته لږې نه، بلکې ډېرې هر اړخيزې ستونزې مخې ته شته، خو په دې هيله چې بريالی ترې راووځي. د شمال ټلواله له روانې يوې لسيزې نه، بلکې له څو لسيزو چې کارمليان، ستميان، ماويستان او شغليان ورسره مله دي د حکومت پر کورنيو او بهرنيو ټولو مهمو پوستونو يې خپړې ښخې کړي، لکه څنګه چې له کابل پوهنتونه يې د دوی هغه لېونی سپی ورک کړ دا نور به هم په خير سره ورک شي، خو زغم او د غني هر اړخيز ملاتړ په کار دی. دا خو غني وو چې د ماليې وزارت په وخت کې د مارشال فهيم مخې ته ودرېد، د مجاهدينو په نوم يې په بوجيو پيسې اخېستې راوګرځولې په دې هيله چې د هېواد ټولو وروڼو قومونو او پرګنو ته د عدالت او برابرۍ په چوکاټ کې برخه ورکړای شي، نه دا چې يوه وړه ډله دې د حکومت واګې د تېر په شان په واک کې ولري
معنوي، محقق او د شمال ښکرور ته به رواني ستونزې لا ډېرې شي. زموږ به لويه لاسته راوړنه دا وي چې يوځل په خپل زغم او سياسي پوهې سره د تهران او د پنجاب لاسونه ورلنډ کړو. خپله ټولنه سمه او خپل ځان وحکومت له هر اړخيز پلوه په خپلو پښو ودروو. له جنګ راتپلو ځان وساتو او له خپل ادرسه له نورې نړۍ سره اړيکه ټينګه کړو، نه د نورو له ادرسه
څوک بايد ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟
د حکمتيار صاحب پير کامل مولانا ضياء الحق په هماغه وخت کې په ډاګه وويل، چې پاکستان په خپل ګاونډ کې خپل سري او د پاکستان د ارزوګانو مخالف افغانستان د زغملو وړ نه بولي.
ضياء الحق به ويل، چې افغانان نه شي کولای د خپل جهاد سياسي نماينده ګي وکړي. ډګروال محمد يوسف چې په هماغه وخت کې د پاکستان د پوځي استخباراتو د مشر جنرال اختر عبدالرحمن سکرتر وو په خپل کتاب (خرس تلک) کې ليکي: يوه ورځ جنرال اختر عبدالرحمن تليفون راته وکړ او ويې پوښتل، چې همدا اوس د امريکا سفير چېرته دی؟
يوسف ليکي، چې ما ورته وويل: زه نه يم خبر، خو جنرال په غوسه او قهر راته وويل، دا نا خبري د بښلو وړ نه ده. همدا اوس د امريکا سفير د اټک پر پُل واوښت او پروګرام لري، چې د افغانستان د مجاهدينو له مشرانو سره وګوري. تاته په غوڅه لهجه امر کېږي، چې نور بهرني ديپلوماتان حق نه لري، چې د مجاهدينو رهبران وويني او نه د مجاهدينو رهبران اجازه لري، چې له غربي ديپلوماتانو سره ملاقات وکړي. حکمتيار صاحب، د مجاهدينو په رهبرانو کې يوازېنی مشر وو چې د ISI په وساطت به يې د CIA له مامورينو سره کتل. نو که غني د جان کيري په وسيله له عبدالله سره وګوري، نو څه ګناه به وشي؟
جنګ ناورين زيږوي، جنګ پوهه له مينځه وړي او ناپوهي زيږوي. د بېلګې په توږه زموږ د ټاکنو سره سم زموږ په دوست هېواد هند کې ټاکنې وشوې چې نژدې شاوخوا اته يا نهه سوه ميليونه خلکو پکې ګډون وکړ، خو دا چې هلته له هغوی سره پوهه وه او خپلو اصولو او قانون او هم يې دېموکراسۍ ته درناوی درلود چې د يوې مياشتې په موده کې ټولټاکنې خلاصې او هم يې شمېرنې په ټاکلي وخت اعلان شوې او ګټونکي ته يې واک وسپاره او هغوی اپوزيسيون ته ولاړ او حکومتي چارې يوه ورځ ونه ځنډول شوې، خو زموږ شمال ټلواله چې تل يې پر خپله پوهه او استعداد اتکاء او باور نه دی کړی او تل يې ژوند نورو ته په څارګرۍ او د هېواد د ډېره کي پر وړاندې په خصومت او تعصب کې تېر شوی او تل يې د لږه کي په پلمه حکومت او اپوزيسيون خوړلی او د حکومت ټول مهم پوسټونه يې يرغمل او ټول امتيازات يې په يو او بل نوم تر ننه پورې خوړلي او لا لګيا دي چې خوري يې. په تېره بيا د بُن له پرېکړې سره خو دوی داسې انګېرله چې موږ د مشر لالا متحدين يو او اروپا هم زموږ تر شا ولاړه ده. تهران وپنجاب او هم ډهلی له بېجنګه پورې ټول له موږ سره دي او له ولسمشر نه يې د دروغو وريځې او اوښان راتاو کړي وو، نو د غني په راتګ او برياليتوب سره يې يو دم د جاپان د ((سونامي)) په شان زلزله ((ټکان)) وخوړ. ان تر دې چې دوی داسې نه انګېرله چې دوی به له داسې يو حالت سره مخامخيږي. په داسې حال کې چې زموږ بېرحمه ګاونډيو څارګرو ادارو خو لا له وړاندې نه دوی ته د برياليتوب شين څراغ ځلولی وو چې موږ به په پښتون مېشتو سيمو کې د جنګ اور بل ساتو او هم به خلک د ګوتڅنډنو په وسيله سره په ټاکنو کې ګډون ونه کړي، ځکه خو مکار ومخيّل ملا معنوي به هره خبره په مُسکا او ريشخند اخېسته او عبدالله هم خپل برياليتوب چورلټ ګڼلو چې د هيلو خلاف د تهران وپنجاب زړونه نور هم له حسد او کينې نه ډک شول چې په دويم پړاو کې ټاکنو کې خو تر دې کچې دوی ورسېدل چې پر ولسمشر او د ټاکنو پر کميسيونونو يې هم تور پورې کړ. په دې يې لا هم بسيا ونه کړه او د پښتونستان واټ ليکدړه يې ماته او له نوم سره يې د دې حساسيت وښووه چې په وروستي پلا خو د لويې جرګې خيمې ته هم ورپسې وردننه شول او د ولسمشر انځور يې راکښته او څيرې کړ. او د غني انځورونو ته يې هم څو ځله توهين کړی چې دا خو يې هغه اخلاقي کمزورتيا ده. د تهران وپنجاب په لمسون د خلکو ګوتې پرې شوې، خو ان شاء الله چې دا به رنګ ((سوله)) راوړي.
زه پر ټولو وطنپالو هېوادوالو غږ کوم چې موږ بايد د خپلو لاسته راوړنو لپاره ډېر زغم ولرو. دا چې موږ تل په جنګ ګټلې، خو پر مېز مو بايللې راشئ چې دا ځل له ډېر زغم، پوهې او سياسي بصيرته کار واخلو او د غني هر اړخيز دوامدار ملاتړ وکړو. چيلي، کمبوديا، جاپان، جنوبي افريقا، اروپا ان تر امريکا پورې ټول همدغسې په يو شکل د اشکالو په يو او بل نوم سوځېدلي، خو چا ځان وپېژنده او چا لا زموږ غوندې ځان نه دی پېژندلی چې ځکه خو لا له دغه ډول ستونزو سره لاس وګرېوان يو. اوس د دې وخت رارسېدلی چې لومړی بايد خپل ځانونه وپېژنو چې د ځان پېژندنې او ځان خلاصون لپاره بايد موږ له زغم، او سياسي پوهې کار واخلو نه له وارخطايي چې همدا اوس زموږ مکار ومخيّل مسلمان ګاونډيان په همدې تپ وتلاش کې دي چې يو ځل بيا له موږه د سولې او ارامۍ، حکومت جوړونې او د هېواد بيا رغاونې او له نړۍ سره د اړيکو جوړولو ابتکار بيا په خپل لاس کې واخلي او زموږ راتلونکې بايد د دوی په لاس کې وي او له نړۍ سره موږ بايد د دوی په وسيله او د دوی له ادرسه وغږيږو، نو ايا دا به ښه نه وي چې اوس د همدې شتو نيمګړو لاسته راوړنو او شته ادرسه په خپله له نړۍ سره اړيکه ولرو؟ زموږ د مکارو مسلمانو ګاونډيانو دا کله پر موږ لوريږي چې موږ دې لږه په ارامه ساه واخلو او په سوله او ارامۍ کې دې له نورې نړۍ سره ژوند وکړو چې نه يوازې دا، بلکې غواړي چې زموږ پوهې بيا رغاونې او اقتصاد ته سخته ضربه راکړي او يو ځلې بيا مو کرنسي له اعتباره وغورځوي.
موږ بايد ډېر غني ملامته نه کړو. موږ ته يوه لويه مجاهده را تر غاړې ده. دا رښتونې مجاهده ده چې موږ بايد لومړی خپل ځانونه وپېژنو او خپله ټولنه له هر اړخيز پلوه پر خپلو پښو ودروو. يو ځل چې په موږ کې پوهه راغله، بيا به د تهران وپنجاب هر ډول مکار اسلامي نيرنګونه او د درواغو منترونه نه چليږي، خو لله الحمد چې اوس زموږ ټولنه په تېره ځوان نسل د پوهې له نعمته برخمن شوی او ښه او بد سره تميز کولی شي. د دې لپاره چې زموږ راتلونکی ځوان نسل په ښه بڼه او ښه پوهه وروزل شي او زموږ خونيدې، ميندې او لوڼې د نورو سره يو شان د سوکالۍ او د پوهې له نعمته برخمنې شي، نو موږ سولې او ارامۍ ته ضرورت لرو، نه جنګ ته، ځکه چې جنګ دا هر څه له مينځه وړي او زموږ دښمنان په لوی لاس دا غواړي چې موږ بيا يوځلې په خپلو کې په يو او بل نوم واچوي او زموږ د راتلونکې واک او ابتکار په خپلو لاسو کې واخلي، لکه څنګه يې چې په ځلونو مخکې اخېستی او هماغه خوند يې لا تراوسه په خولو کې دی. زموږ ستونزه له هېواده بهر ده چې نړيوال پرې له موږه ښه پوهيږي. د شمال ټلوالې په ملاتړ کې له ګاونډيو پرته نور غربي هېوادونه هم ښکېل ول، خو ښه شوه چې ټولو ته يې په ټولنه کې وزن ښکاره شو.
ولسمشر کرزي هم په يوه مرکه کې د خپلسريو عملياتو د بندېدو په اړه د مشر لالا د سفير او د جنرال ډانفورډ سره دا خبره کړې وه چې کله موږ ورسره ونه منله، نو پلمې يې راته پيدا کړې او په هغه وخت کې يې له ورته د ټاکنو د دويم پړاو خبره ورته له غوږه تېره کړې وه او ورته يې ويلي وو چې ((موږ خپل پرګروامونه لرو)). دوی خپلې ګټې او خپل پروګرامونه د شمال ټلوالې په شتون کې بولي، نه د ډېره کي په شتون کې. مشر لالا دوی ته دومره واک واختيارات ورکړل چې په لوی لاس يې پانګه وال کړل او پر مرکزي حکومت يې د فشار د وسيلې په توګه د شمال ښکرور ساتلی وو چې د يهودې زوی ((هولبروک)) خو به هملته ورسره وو.او پښتانه يې په لوی لاس تورن کړل. که له يوې لورې يې خپله شتون درلود، خو د بل لورې يې ټول پروګرامونه د شمال ټلوالې او د څارګرې ادارې په وسيله مخې ته وړل. پښتانه په لوی لاس د يوې نړيوالې دسيسې ښکار شوي دي. خودا هم بايد له پامه ونه غورځوو چې موږ افغانان د خپلو ګاونډيو له لاسوهنې د مشر لالا سياسي، اقتصادي او نظامي ملاتړ ته اړتيا لرو چې پرته له دې نه شو کولی چې په اوسني وخت او شرايطو کې د هغوی له لاسوهنې ځان وساتو. له هوايي ځواکه خلاص يو او پياده مو هغسې وړتيا نه لري چې د دواړو ګاونډيو له لاسوهنې ځان وژغورو. پيسه مو خپله نه ده، ځواک مو خپل نه دی او ټولې د زړه غوښتنې له يوې مخې په مشر لالا باندې ومنو، نو دا به هم لږه سرزوري وي.
په جهادي پير او هجرتي چاپيريال کې هم د همدې مشر لالا په مرستو چليدو چې څارګرې ادارې د همدې مشر لالا په مرستو خپلې د زړه غوښتنې راباندې منلې او پلي کولې، نو که اوس خپله د مشر لالا سره خپل مشکل په خپله حل کړو، نو بدي يې په څه کې ده؟ که نور زموږ وکالت کوي، نو بيا پروا نشته، خو که خپله خپل واک په لاس کې واخلو، نو بيا حل وحرمت او هر ډول ستونزې راته پيدا شي. زموږ لويه لاسته راوړنه به دا وي چې موږ نړۍ ته قناعت ورکړو او د هغوی ذهنيت د خپل ځان په مقابل کې سم کړو. ښه به دا وي چې موږ بايد خپلو لاسته راوړنو لپاره له ټولو هر اړخيزو سوله ييزو لارو چارو او ديپلوماسۍ نه کار واخلو. موږ په يوه نړيواله توطيه کې ښکېل يو. نړۍ مو وهي او ګټه يې زموږ ګاونډيانو او خود غرضو کړيو ته ده. د دې لپاره موږ مجبور يو چې د خپلو ملي ګټو لپاره يوڅه وزغمو او يو څه ته غاړه کښېږدو.
شرم او بېحيايي نور څه ته وايی ؟ همدا اوس چې په نژدې راتلونکې کې د ناټو سرمشريزه کېدونکې ده او ناټو غواړي چې يو منتخب ولسمشر ته په خپله سرمشريزه غونډه ته بلنه ورکړي، او عبدالله ورته دا وړانديز کړی وو چې دواړه کانديدان دې ورته ولاړ شي، خو دا کار د هغوی له منشور سره په ټکر کې دی، خو د شمال ټلوالې مشر ورته خپله نادوده وويله چې بايد دواړه کانديدان ولاړ شي. حال دا چې امريکا وناټو د ولسمشر کرزي په بلنه کې زړه نازړه دي، نو دوی بايد يو منتخب ولسمشر ته بلنه ورکړي. اګر چې ځينې دوستان به ګيله من وي، خو ډېرې ستونزې شته چې بايد په زغم او سياسي پوهې او ديپلوماسۍ سره حل شي. ان تر دې چې دې نازولو خو دومره پروا هم نه کوله او ګوتڅنډنه يې کوله چې موږ په زور ارګ ته ننوتی شو او د چا اعتبار او مشروعيت ته اړتيا نه لرو او د شمال ښکرور خو تر دې هم وړاندې ولاړ او ويې ويل او له عبدالله يې خپل ملاتړ اعلان کړ. زه باور لرم که له نوموړي سره د چا لمسون نه وای، نو د ده پلار هم د يو دولتي مامور په توګه دا ډول بې مسووليته اپلتې نه شوې ويلی.
ولې بيا هم ډاکټر صاحب اشرف غني ته به د برياليتوب دوعا کوو چې ګران هېواد افغانستان له روان سياسي کړکېچ نه په پوره پوهې او تدبير سره راوباسي. د هېواد د ملي ګټو لپاره څه خطر هم بايد پر ځان ومنل شي، خو چې له ډېر شرارته په امان او روان سياسي کړکېچ ته د پای ټکی کېښوول شي. بيا هم زموږ به لويه مجاهده او لاسته راوړنه دا وي چې له خپلو مکارو مسلمانو ګاونډيو او د هغوی له پوځي او استخباراتي اسارته خلاص شو. او مرحله پر مرحله به سره مخکې ځو. له دې اسارته ټينګ هوډ، عزم او ډېر زغم او سترې سرښندنې ته اړتيا ده. اميد الله تعالی ته شته چې د ډاکټر صاحب په شتون او انتخاب کې به له دغه مشکله خلاص شو او له لسيزو له لاسه وتلی خپل سياسي واک و ابتکار به مو بيرته خپل لاسته راشي. دا زموږ د ټولو افغانانو غوښتنه او هيله ده چې نور خپل واک وابتکار بايد په خپل لاس کې واخلو او د نورو له لارښوونو خلاص شو. دا بايد په روښانه ټکو ووايم چې موږ نه يوازې د خپلې حقوقي سياسي مسالې لپاره، بلکې د خپلې راتلونکې او سياسي واک وابتکار لپاره بلهاري کيږو. د تفاهم شوری او له هغې مخکې پيره راواخله تر نن ورځې پورې په يو او بل نوم وژل کيږو. ايا دا به ښه نه وي چې د لوی خطر لپاره لږ خطر پر ځان ومنو؟ ابن تيميه رحمه الله وايی چې د دوو شرونو ترمينځ يو هغه چې لږ وي بايد ومنل شي.
هندي پروفيسور ديکشن مهاجان :
افغانستان لا تراوسه داسې شخص لري چي له ورخه تېرې اوبه راگرځولی شي.
نيلسن مانديلا :
که دوی ونه بښو، نو د کرکې او غچ يا انتقام احساس به پاتې وي. موږ وايو راځئ چې تېر هير کړو، راځئ ځانونه له اوس او راتلونکې سره وتړو، خو چې دا ووايو چې پخواني ناورينونه به هېڅکله تکرارېدو ته پرې نه ښودل شي.
بيا هم د هندي پروفيسور وړاندېينه د ځان په خير ګڼم. ډاکټر صاحب ته د ډاډينې او ملاتړ په پار د نيلسن ماندېلا وينا وريادوم چې د ګران هېواد د هر اړخيز خلاصون د سياسي مصلحت له مخې د خپلو ملي ګټو لپاره له دغې وينا نه ګټه پورته کړي. بيا هم پر ګرانو هېوادوالو غږ کوم چې له زغمه کار واخلي او د خپل ملي واسلامي رسالت له مخې ترې هر اړخيز ملاتړ وکړي.
په دې هيله چې مخالفين هم نور په خپل ګرېوان کې سوچ وکړي او د نورو په لمسون خپل بېګناه هېوادوال ونه وژني او د خپلو ملي واسلامي ګټو لپاره د روغې جوړې او سياسي تفاهم لاره غوره کړي. خپل وطن خپل طن دی. د پردی کټ تر نيمو شپو وي. په خپل ټاټوبي کې چې مو عزت تر لاسه نه شي، بل چېرې نه ترلاسه کيږي. له دې امله خو وطن ته د ((مور)) خطاب کيږي او همداسې حق لري، لکه څنګه را باندې يې خپله مور لري. که جنت د مور وپلار تر پښو لاندې دی، نو همدارنګه خپل وطن او خپلو هېوادوالو ته په خدمت کولو او د پرديو له احتياجه خلاصولو او بيرته خپل عادي ژوند د راګرځولو او په سوله او ارامي راوړلو سره هم انسان ته د الله تعالی رضا او جنت په برخه کيږي. سړی چې خپلو ته خدمت ونه کړي، نو چا ته يې وکړي؟
په پای کې ډاکټر صاحب ته د برياليتوب دوعا کوم. الله تعالې دې يې مل شي. د برياليتوب په هيله يې.
په درنښت