د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ډاکټر اشرف غني احمدزی زموږ وياړ او زموږ ملي - علمي هستي ده.

سيدحسين پاچا 26.03.2014 09:36

پوهه يوه الهي پيرزوينه ده
يرفع الله الذين امنوا منکم اوتو العلم درجات والله بما تعملون خبير
نرفع درجات من نشاء وفوق کل ذی علم عليم

ډاکټر اشرف غني احمدزی زموږ وياړ او زموږ ملي - علمي هستي ده.
له نړيوالې ټولنې سره د ښو اړيکو، له مکارو گاونډيو نه د هر اړخيز مصوونيت د خلاصون لپاره او د يو ښه ممثل و با ثباته حکومت لپاره يو باايمانه، پوه، امين او ملي گټو ته يو قاطع و ژمن مشرتابه ته اړتيا ده
موږ به ورته د خيروبرکت دوعا کوو


عمر بن الخطاب (رضی الله تعالی عنه) :
ليس العاقل من عرف الخير من الشر .. وإنما من عرف خير الشرين
د اسلام دويم ستر راشده خليفه حضرت عمر رضی الله تعالی عنه وايی چې پوه يا هوښيار (زيرک) دېته نه وايی چې ښه و بد سره پېژني ځکه چې ښه وبد خو هر څوک پېژني، بلکې پوه يا هوښيار (زيرک) هغه دی چې د دوو شرونو/بدو ترمينځ يو هغه چې لږ يا ښه وي انتخاب کړي. لږ خطر به اخلې، خو زيات نه.

ابن تيميه (رحمه الله) :
إن الله يقيم الدولة العادلة وإن كانت كافرة ولا يقيم الدولة الظالمة وإن كانت مسلمة
إن الله قد ينصر الدولة الكافرة -بعدلها- على الدولة المسلمة بما يقع فيها من مظالم
ابن تيميه رحمه الله وايی چې :
بېشکه چې الله تعالی کفري (غيراسلامي) عادل دولت (حکومت) پايي او ظالم دولت (حکومت) نه پاپی ولو که اسلامي وي.
بېشکه چې الله تعالی له کافر (غيراسلامي) دولت يا حکومت سره د اسلامي دولت يا حکومت په مقابل کې چې ظالم وي د هغه د عدالت په پار مرسته کوي، خو الله تعالی د خپل مخلوق ترمينځ ظلم وناروا نه خوښوي.

مولوي سميع الحق :
د رايې ورکړه شهادت (گواهي) ورکول دي

شيخ صالح  بن حميد :
د مسلمانانو په هېواد کې د وينې بهېدا روا نه ده
شيخ صالح بن حميد د پاکستاني طالبانو تحريک ته په يوه ځانګړي پيغام کې ويلي چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او د خبرو له لارې ستونزې حل کړي.

مولانا سميع الحق سعودي عربستان ته په تازه سفر کې د کعبې له امام سره کتلي او شيخ صالح بن حميد ته يې د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د خبرو په اړه معلومات وړاندې کړي دي

د کعبې امام تر دې پخوا ځانمرگي بريدونه د مسلمانانو لپاره حرام بللي وو، خو طالبانو د ده فتوا ونه منله

دا چې د ټاکنو شپې و ورځې په خير سره په رانژدې کېدو دي او د ټاکنو هلې ځلې هم روانې دي. نړيوال او گاونډيان هم زموږ حالات له نژدې څاري. د گډوډيو هڅې به هم کيږي، لکه څنگه چې د ځينو پېښو شاهدان هم يو، خو الله تعالی دې خير پېښ کړي چې ټاکنې په خير وسلامتيا سره ترسره شي. د حيرانتيا خبره خو دا ده چې د خپلو طالبانو د رام کولو لپاره د مکې مکرمې له مفتي نه پيغام راوړي، خو زموږ طالبان بيا د هماغه مفتي فتوی نه مني.

طالبانو او نورو مخالفينو ته هم په کار ده چې لږ په گرېوان کې سر ښکته کړي. مولوي صاحب چې د طالبانو مربي و استاد او روحاني پلار يې هم کيږي. په خپله يوه مرکه کې يې د طالبانو په سلو کې پينځه نوي سلنه د خپلې مدرسې شاگردان يا محصول بولي د خلکو گوند په دوره کې پر خپل ولس غږ کوي چې ((د رايې ورکړه شهادت [گواهي] ورکول دي)). خلک سوله ييزو ټاکنو او د خپلې رايې کارولو ته رابولي، خو زموږ يې بيا د گډوډيو، ممانعت وگواښنې او له افراطي لارې ځواب ورکوي چې دا خپله يو ډول سرغړونه ده چې استاد و مربي يې هلته هغسې وايی، خو شاگردان يې بيا دلته دغسې کوي. اگر چې هلته هم ټاکنې د خلکو گوند او عوامي نېشنل گوند ته د سر په بيه تمامې شوې، خو ولې بيا يې هم خپله رايه وکاروله او د چا گواښ ته يې سر ټيټ نه کړ. په حقيقت کې دواړه گوندونه په لوی لاس د طالب په لاس د بل چا په لمسون وملاتړ له صحنې لېرې شول او پرځای يې نوی حکومت راغی. د پاکستان په سياست کې خو واک په حکومت کې دننه له بل حکومت سره دی.

که دلته بهرنيان دي، خو هلته هم د خلکو ديموکراتيک گوند وو. حکومت يې د همدې بهرنيانو په خدمت کې وو، اوس هم دی او بيا به هم وي به. له موږ سره سم، بلکې لا له موږ زيات مکافات ترې هم دوی ترلاسه کړل. د سعودي شهزاده چې مخکې مياشت راغلی وو دا دی اوس له رسنيو نه روښانه شوه چې سعودي شهزاده ورته يونيم ميليارد سعودي ريال او که ډالر ورته ډالۍ کړي وو چې ښاغلي نوازشريف دا خبره رسنيو ته سپينه کړه او د خلک دېموکراتيک گوند او عوامي نېشنل گوند پرې نيوکه هم کړې وه چې د سعودي دا ډالۍ به هسې مفته نه وي، بلکې ختمي به يو څه غوښتنه لري چې بحرين ته پوځيان لېږل او له هغه ځايه بيا د سوريايي ياغيانو سره مرسته ده چې هم به يې روزي او هم به د اړتيا په صورت کې وسلې برابروي. اگر چې پاکستان ترې په ښکاره انکار کړی، خو ولې غرب په دې پوهيږي چې هلته څه روان دی؟

الجزيرة :
Saudi king backs Egypt's military
King Abdullah calls on Arabs to stand together against "attempts to destabilise" Egypt.
It pledged $5bn in aid to Egypt after Mohamed Morsi of the Brotherhood was ousted from the presidency last month.
http://www.aljazeera.com/news/middleeast/2013/08/201381615196784361.html

الجزيرة :
البرادعي سجل اعتراضه على فض الاعتصامات
وكتب البرادعي في رسالته إلى الرئيس المصري المؤقت "أصبح من الصعب علي أن أستمر في تحمل مسؤولية قرارات لا أتفق معها وأخشى عواقبها، ولا أستطيع تحمل مسؤولية قطرة واحدة من الدماء أمام الله ثم أمام ضميري ومواطني، خاصة مع إيماني بأنه كان يمكن تجنب إراقتها".
http://www.aljazeera.net/news/pages/c55990f8-eb5d-4660-89bf-63b3d719b973

محمد البرادعي مصري لوړ پوړی چارواکی د خپل ولس د وينو تويولو له مسووليته ويريږي او وايی چې د خپل ايمان، ضمير، وطنپالنې (ملي احساس) له مخې د الله تعالی په نزد د يو څاڅکي وينې تويولو مسووليت پر غاړه نه شم اخېستای.

طالبي وياند مجاهد خو د بل پر مټ لږ پر غاړه زورور دی، ځکه خو د خلکو د وژنو مسووليت له انجام سنجونې پرته په زغرده اخلي. ښاغلي داود جنبش هم ورته تېرکال د هغه د تبصرې په ځواب کې يوه ليکنه کړې وه

علما دا وايی چې د يو مسلمان مشر په ټاکلو کې بايد درې ټکي په نظر کې ونيول شي چې لومړی د هغې ايمانداري يا ديانت، دويم يې پوهه يا علميت او دريم يې امانتداري چي امين وخاين به نه وی. همدارنگه متعصب به نه وي. په اسلام کې قوميت وقبيله توب شته، خو تعصب نشته. دا ځکه چې په کلام کې پاک خلک شعيب عليه السلام ته وايی چې ((لولا رهطک لرجمناک)) او داسې نورې بېلگې، خو تعصب نشته. دا ځکه چې الله تعالی د حضرت يوسف عليه السلام د وروڼو کې په باره کې چې ((ونحن عصبة)). د الله تعالی دا ډول کردار او خوي نه خوښېده چې دوی په خپل ډېروالي يا ډله وياړي او حضرت يوسف عليه السلام او ورور يې له پامه نه راتلل او د پلار توجه يې ټوله ځانته غوښته. الله تعالی دوی د وخت په ورکولو سره له دې خبرې راوگرځول. د حضرت يوسف عليه السلام د پوښتنې ((هل علمتم ما فعلتم بيوسف واخيه اذ انتم جاهلون))، نو دوی په دې وخت کې هغه وپېژنده او ورته يې وويل چې ته يوسف يې؟ ((قالوا ءانک لانت يوسف)). هغه ورته وويل او ځان يې په دې وخت کې وروپېژنده چې هو زه يوسف يم او دا مې ورور دی ((قال انا يوسف وهذا اخي)) او له دې سره سم يې دوی ته د الله تعالی احسان ورپه زړه کړ ((قد من الله علينا، انه من يتق ويصبر فان الله لايضيع اجر المحسنين)). تر دې وخت پورې دوی خپل سپين گڼلو او د ملامتيا احساس يې نه کولو، خو اخر يې دا ومنله چې ((لقد اثرک الله علينا)). په پايله کې حضرت يوسف عليه السلام وبښل. بوډا پلار يې هم له کنعانه له ځانه راوړ. ټوله کورنۍ سره يوځای شوه، خوشالۍ شوۍ، او هغه خوب يې ورته ووايه چې ((انی رأيت احد عشر کوکبا والشمس والقمر رايتهم لی ساجدين)) زامنو يې له پلاره د بښنې غوښتنه وکړه  ((قالوا يا ابانا استغفر لنا ذنوبنا انا کنا خاطئين)) او پلار يې هم ورسره وعده وکړه چې  ((قال سوف استغفر لکم ربي انه هو الغفور الرحيم))او مصر ټول الله تعالی دوی ته وروسپاره.

په خواشينۍ سره بايد ووايم چې موږ له داسې بېرحمو مسلمانو گاونډيو سره په چنگال کې کښېوتي يو چې له ملا نه يې نيولې تر استخباراتو پورې يې هېڅوک له موږ سره هېڅ بشري واسلامي خواخوږي نه لري. په سلو کې پينځه نوي طالبان د خپلې مدرسې محصول بولي. خپلو ته له بهره فتوی راوړي، خپلې وينې ورته روا نه ښکاري، خو زما وينې ورته بيا مباح (روا) دي او د جنت په پلمه په درجنونو طالبانو د ټاکنو د گډوډۍ په پلمه له هر لورې راليږي.

الله تعالی دې نور په موږ کې د وطنپالنې ملي احساس راژوندی کړي او الله تعالی دې موږ د يو متحد و يو موټي افغانستان څښتنان کړي چې دا هله کېدای شي چې موږ په خپله رايه کې پورته درې ټکي په نظر کې ونيسو او يو مستحق کانديد ته خپله رايه وکاروو، ځکه چې د رايې ورکړه گواهي ده. موږ بايد خپله رايه په غلطه ونه کاروو. دا زموږ يو مکلفيت دی او بايد درست ترسره شي.

دا چې موږ د شريعت او د اسلامي نظام دعوه کوو ايا زموږ کړه وړه څومره له شريعت او له اسلامي غوښتنو سره سمون خوري؟ د جهاد فتوی خو هر څوک ورکولی شي او ځينو ځينو ته خو د خلکو د وژنو مسووليت پر خپله غاړه اخېستل اسانه او عادي خبره ده، خو ولې نر هغه دی چې هغه داعي (بلونکی) وي نه قاضي ((دعاة لا قضاة)).
دا د تښتونو او د بونگو پيسو ته حلالې ووايو او که حرامې؟ خلکو ته خو ښه چلونه ياد دي. که شرعي واسلامي صبغې پرې ودريږي، نو د ((تخفو يا د ډاليو)) نوم ورته ورکړي. ښه دا د ډاليو پر پيسو باندې بيا د افغانانو وژل روا دي؟ ايا ((فديه)) ورته ويلی شو؟ نه هېڅکله نه؟

هسې که دې بي بي سي تېرې سهارنۍ خپرونې ته غوږ شو چې ښاغلي نوازشريف يې د خپل اپوزيسيون د سپيناوي يا نيوکې په مقابل کې وکړې چې هغه پيسې سعودي عربستان موږ (پاکستان حکومت) د تحفې (ډالۍ) په شکل ورکړي نه د کومې تمې لپاره. که سړی يې بل اړخ ته وگوري چې مصر ته پينځه ميليارده ډالر او پاکستان ته يونيم ميليارد سعودي رياله  ډالۍ کوي، نو دا خپله د يو ارزانه ليبر (مزدور) بڼه نه راخپلوي، نو زموږ به څه حال وي؟ نو زموږ يو ځانمرگی به په څو پلورل کيږي؟

طالب څوک دی او موږ ولس څوک يو؟ ايا ټول سره د يوې مور (هېواد) بچيان نه يو؟ ايا د طالب خور، مور، مېرمن، لور او کورنۍ څوک ده؟ ايا زموږه څوک دي؟ ولې مو د يو او بل د وينو پسې رااخېستې ده؟ ترحم، لورېينه او پېرزوېينه او يو بل ته درنښت ولې له موږ کډه کړې؟ د ټاکنو او يا په بله هره پلمه د خلکو وژل درست خبره نه ده. زما دومره بې توپيره دی چې همدا سعودي په خپل هېواد لا څه ان چې په مصر کې د سلفيانو په مقابل کې اخوان المسلمين نه شي زغملی او لا هلته پرې د تروريست ټاپه لگوي. له بل لورې بيا ((جبهة النصرة)) د القاعده پورې تړلې ډله په سوريه کې تمويلوي.د چريکي روزنې لپاره ورته مدارک لټوي ښايي چې سعودي د همدې ډلې په روزلو کې له پاکستاني روزونکيو گټه واخلي. واخت به دا خبره روښانه کړي.

وزما طالبه ته خو لږ په گرېوان کې سوچ وکړه چې دا د بهرنيو د ماليه او د نورو د خيرات وزکات له پيسو نه د خپل ځان وکورنۍ او د خپل ولس او د هېواد لپاره ترې ولې يوه ښه پرځای او مناسبه گټه نه پورته کوې؟ د الله تعالی په نزد موږ ټول مکلفيت او مسووليت لرو چې که د بهرنيو مسلمو او غيرمسلمو پيسې دي او يا د هر چا چې دې، خو ما او تا ته چې په هر نوم راکول کيږي د درستې او مناسبې او د بېځايه لگونې پوښتنه به يې خامخا الله تعالی رانه کوي. خير دی که دلته څوک له چا سره حساب نه شي کولی د نياو عدالت ورځ شته، بيا يو څوک شته چې دا حساب به له موږ سره وکړي.

زما طالبه ته بايد په دې پوه شې چې په اسلام کې هر څوک ځانته ځانته مسوول دی. که دولت په فساد کې تر ستوني غرق دی، نو د خلاصون لاره يې دا نه ده چې ته د نورو وينې پرې توې کړې. له تشدد و وينې تويولو او له افراطه علاوه نورې ډېرې د اصلاح او سمون لارې هم شته، نو ولې پر هغې غور نه کيږي چې يوازې د تشدد لاره مو راخپله کړې ده؟ هر څوک يو ځلې وازمايل شو او طالب هم وازمايل شو چې بيا راتگ به يې محال وي، خو دومره خبره ده چې پر افغانستان به د فشار لپاره ساتل کيږي.

منښته او نه منښته د هر سړي خپله خوښه او خپل کار دی، خو بختور به هغه وي چې ځان په علم او پوهه سينگار کړي او د خپل هېواد او د ولس ښېرازي په نظر کې ونيسي او خپلو ملي گټو ته پر هر څه باندې اولويت ورکړي. تاسو وگورئ چې پخوانی ولسمشر پروېز مشرف له امريکا سره د يو متحد په توگه د خپلو ملي گټو لپاره يوځای شو او پر موږ يې سودا وکړه چې وايی :
سب سی پهلی پاکستان هی.
دلته خو يې د ايمان او د اسلام خبره نه ده چې له هر څه مخکې ايمان واسلام دی او په سنا وپارلمان کې زموږ استادان هم هلته ناست دي ولې پرې چا نيوکه ونه کړه چې تا خو پاکستان ياد کړی او د ايمان واسلام نوم دې وانه خېست؟ په داسې حال کې چې همدا ځينې ځينې خو د ((دفاع پاکستان کونسل)) او د ((متحده مجلس عمل)) په پارلمان و سينټ يا سنا کې لوړې څوکۍ هم درلودې او نن يې هم لري، خو هېچا نه هلته او نه اوس پرې کومه نيوکه کوي چې ولې د اسلام نوم هلته او يا اوس نه اخېستل کيږي. اوس دوی ته پاکستان مهم دی او که اسلام؟ که اسلام مهم وای، نو ولې ((سب سي پهلی اسلام هی)) يې ونه ويلو. هلته خو له هند نه د دفاع او د نړيوال ملاتړ او هم د خپلو اقتصادي موخو لپاره له ښاغلي ديکچيني سره په ائتلاف کې ورگډ شول او بيا يې د وخت سفير مولوي صاحب عبدالسلام ضعيف ته ويلي وو :
د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې له طالبانو سره د مرستې پټ هوډ شتون درلوده، چې هغوی يوه ورځ بيا د جگړې ډگر ته ورودانګي. د کندز له پېښې دوه اوونۍ د مخه د آی ايس آی د هغه وخت مشر جنرل محمود احمد يوې پټې غونډې ته ورغی او داسې ادعا کيږي چې جنرال محمود په اسلام اباد کې د طالبانو د هغه مهال سفير ملا عبدالسلام ضعيف سره وليدل او ورته يې وويل چې :
پاکستان او آی ايس آی به په پټه د طالبانو مرسته کوي.
جنرال محمود وغوښتل چې له ده سره وويني، نو ده بيا دا وويل چې : ((موږ به له تاسو سره يو. موږ به د افغانانو سره يو. موږ به د جهاده سره يو. موږ پخوا هم په جهاد کې وو)). ما په خپل کتاب کې هم ليکلي چې ((هغوی دوه مخی سياست وچلولو. امريکا ته به يې يو څه ويل او موږ ته به يې بل څه ويل)).

وزما طالبه زما وستا مشران هلته له دوی سره په زندان کې پراته دي چې د خلاصون غم خو يې راسره نشته، خو لا د خپل ولس د وژلو پسې مو د يو او بل په لمسون پسې رااخېستې ده. که د نوي کال نماځنه حرام ده، نو د بېگناه خلکو وژنه او وينه توينه هم حرام ده. دا زموږ ولس، دا زموږ خاوره، دا زموږ مور او دا زموږ نوی نسل چې هر چېرې دی پر موږ حق لري چې د دوی د حقوقو مراعت زموږ اخلاقي، شرعي واسلامي دنده يا مسووليت ومکلفيت دی او هم له موږه الهي غوښتنه ده چې په خپلو کې به سره عدالت او انصاف کوو. يو پر بل به ترحم او لورېينه کوو. خدای مه کړه که موږ پر يو بل شفقت او ترحم ونه کړو او صله رحمي ونه کړو، نو موږ  به هم د الله تعالی له ترحم، شفقت واحسانه لېرې واوسو.
((حدثنا ‏ابن أبي عمر ‏حدثنا ‏سفيان ‏عن ‏عمرو بن دينار ‏عن ‏أبي قابوس ‏‏عن ‏عبد الله بن عمرو ‏‏قال ‏قال رسول الله ‏ ‏صلى الله عليه وسلم ‏ ‏الراحمون يرحمهم الرحمن ارحموا من في الأرض يرحمكم من في السماء الرحم ‏شجنة ‏‏من الرحمن فمن وصلها وصله الله ومن قطعها قطعه الله ‏قال ‏‏أبو عيسى ‏هذا ‏حديث حسن صحيح ‏))

له موږ سره لږ فکر په کار دی چې ايا د ټاکنو د گډون په پلمه د خلکو وژل روا دي؟ بالفرض که دا موږ ورته اخطار هم ورکړو چې په ټاکنو کې گډون مه کوئ او خلک ولاړ شي او خپله رايه وکاروي، نو ايا تا ته يې وژل روا دي؟ ستا په غاړه کې هم د بل چا ټوپک پروت دی. حکومت درته وايی چې راشه! دا دې خپل وطن دی او ته يې لا په مخالفت کې ولاړ يې، که ته منصف شې، نو ستا فيصله به څه وي؟

ښه به دا وي چې موږ ټول سره په خپل گرېوان کې سرونه ښکته کړو او لږ نه بلکې ډېر ژور وړاندې وروسته فکر وکړو. وخت، موقع وفرصت له موږه منډې وهي. بس دی جنگ مو ډېر وکړ. اوس بايد د ډلو او ټپلو پر ځای د هېواد په کچه فکر وکړو او خپلو ملي گټو باندې تمرکز وکړو او د خپل گران هېواد د بيا رغاونې او ښېرازۍ لپاره مټې راونغاړو او خپل راتلونکي نسل لپاره د زده کړې او د هغوی د هوسايۍ، خوشالۍ او ښېرازۍ لپاره له نورو سره سيالي وکړو. برابره خبره ده چې په ديني لحاظ وي او که په سياسي وساينسي لحاظ وي.

په درنښت