کامه کې د لومړي ځل لپاره د ژاولو فابريکه جوړه شوه
18.04.2013 14:28د افغانستان د ننګرهار ولايت کامې ولسوالۍ کې د شمشاد ژاولو فابريکه جوړه شوي چې اوس مهال د هيواد ځينو ولايتونو ته د خرڅلاو ژاولې توليدوي.
د کامې په ولسوالۍ کې اوسمهال د یخ جوړولو او خوږو پلویو فابریکي شتون لري چې په لسګونو افغانان پکې په کارونو بوخت دي.
د دې فابريکي یو پانګه اچونکی قاري فقير وايي چې د فابريکي په جوړولو کې د ډيرو ستونزو سره مخ شوی دی او وايي(( دولت پانګه اچونکو ته اسانتیاوي نه برابروي، په هر ځای کې ترې په یو نوم او بل نوم پیسي اخلي، د پانګه اچونکو د ملاتړ اداري نشته دی. هر څوک چې پانګه اچونه کوي ټول مواد د نورو هيوادونو څخه راوړي چې په لارو کې دولتي مامورين ورته د بډو اخستلو لپاره خنډونه پيدا کوي)).اوسمهال د ژاولو فابريکه کافي توليد لري خو بيا هم د سوداګرو غوښتونکي ژاولې نشي پوره کولای، فابريکه هوډ لري چې د شپې توليد هم پېل کړي تر څو د خپلو سوداګرو غوښتنې په خپل وخت پوره کړي.
د کامې ولسوالي د جلال اباد ښار څخه ۱۷ کيلو ميټره لرې او د پنځه سوه زرو شا او خوا نفوس لري.
کامه په علماوو، اديبانو، شاعرانو، ميلمه پالنې او د ګنو په ګوړه ډيره مشهوره ده. هر وخت ډلې ډلې سيالانیان د لرې ولايتونو او ننګرهار ولسوواليو څخه د سېل او چکر لپاره ورځي.
اوسمهال د ژاولو فابريکه کافي توليد لري خو بيا هم د سوداګرو غوښتونکي ژاولې نشي پوره کولای
يو پانګه اچونکی قاري محمد فقير ورغلو میلمنو باندې ژاولي ویشي
د ژاولو د ماشين هغه برخه چې ژاولو ورکي په کاغذ پوښل کيږي