د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

کرکټ: افغانستان هانګ کانګ ته په ۶ ويکټو ماتې ورکړه

الهام ياسيني 04.09.2009 18:19

وروستی حال:

هېواد منډې سوځېدلي اورونه
افغانستان  ۱۹۷ ۴ ۴۳
هانګ کانګ ۱۹۵  ۱۰ 

۴۹

تر اوسه د سيالۍ د نمرو جدول په دې ډول دی:

هېواد ګټلې بايللې نمرې د منډو اوسط
پاپوانیوګيني ۳ ۰ ۶  
ايرلينډ ۲ ۱ ۴  
امريکا ۲ ۰ ۴  
کاناډا ۲ ۱ ۴  
هالينډ ۱ ۲ ۲  
یوګانډا ۱ ۲ ۲  
افغانستان ۱ ۱ ۲  
واناتو ۱ ۰ ۲  
هانګ کانګ ۰ ۲ ۰  
سيراليون ۰ ۰ ۰  

د افغانستان راتلونکې لوبه سبا ته د واناتو سره ده. واناتو نن د سيراليون سره لوبه لرله خو دا چې سيراليون هم د ويزو مشکل لري او تر اوسه لا ټورنټو ته نه دي رارسېدلي، لوبه د وناتو په ګټه تمامه شوه. افغانستان بايد د وناتو برسېره ۳ نورو لوبډلو ته ماتې ورکړي تر څو په نړيوال جام کې ځای جر کړي. له خيره ډېره هيله شته چې ځوانان به بريالي شي.

- افغانان د بري لپاره ۱۰ منډو ته اړتيا لري.

- اقبال مالکي هم وسوځېد.

- جاويد احمدي هم وسوځېد.

- هانګ کانګ تر اوسه په دې سيالۍ کې دوه لوبې بايللي دي او ډېر کوښښ به کوي چې دا لوبه وګټي. هانګ کانګ داسې دی لکه زخمي لېوه، د بقا لپاره به سخته خوله لګوي.

- ايوب احمدزی وسوځېد. ټولې یې ۳۴ منډې وکړې.

- افغانانو لوبه پيل کړې ده او پيلونکي ایوب احمدزی او جاويد احمدي دي.

- له وقفې وروسته به افغانستان لوبه پيلوي.

- اخري اور دی.

- اخري دوه اورونه پاتې دي.

- افغان توپ اچونکو تر اوسه ۲۰ وړيا منډې ورکړي دي.

- نهم کس هم وسوځېد.

- ايمل وفا اتم لوبغاړی هم وسوځاوه.

- خطرناک لوبغاړی اشيش د زکی الله زکي په توپ وسوځېد.

- د ايمل وفا په توپ شپږم لوبغاړی وقاص برکات هم وسوځېد.

- ماشاالله تر اوسه د افغانستان ۸ لوبغاړو توپ اچولی دی.

- عرفان احمد د زکي الله زکي په توپ په صفر وسوځېد.

- د هانګ کانګ عرفان احمد لوبې ته راووت. دا هم خطرناک توپ وهونکی دی.

- نزاکت خان وسوځېد. د ايمل وفا په توپ یې دولتزي کيچ ونيوه.

- د نزاکت خان او اشيش ډېر ښه شراکت روان دی. نزاکت تر اوسه ۵۷ او اشيش ۲۲ منډې کړي دي.

- افغانان بايد ننۍ لوبه وګټي ځکه په پاتې لوبو کې ورته د کاناډا، پي ان جي، او هالينډ سره لوبې ډېرې سختي دي.

- د هانګ کانګ نزاکت خان تر اوسه ۵۵ منډې کړي دي او لا اوس هم ولاړ دی.

د ځوانانو د نړيوال جام د غواروي په سیالۍ کې نن د کاناډا په ټورنټو ښار کې افغانانو دویمه لوبه پيل کړه. د افغانانو دویمه لوبه د هانګ کانګ سره ده.

دا مهال د کابل په وخت د ماښام ۸ بجې دي. هانګ کانګ پچه وګټله او توپ وهنه یې غوره کړل. تر اوسه هانګ کانګ د دوه لوبغاړو په سوځېدو په ۱۱ اورونو کې ۴۸ منډې کړي دي.

په دې سيالۍ کې افغانانو پرون د ايرلينډ سره لوبه وبايلله. پرون افغان لوبډله ډېره ستړې او بې خوبه وه. د شل ساعته سفر څخه وروسته افغانان د رسېدو سره سم د لوبې کولو ته مجبور شول. لوبه چې د کاناډا په سهار پيل شوه د افغانانو لپاره د افغانستان په وخت د خوب وخت و. د يادولو ده چې افغانانو له لوبې څخه مخکې تمرين هم نه و کړی.

په کاناډا کي افغان لوبډله د لاندو هیوادونو سره لوبې کوي :

پنجشنبه ــ ۳ سپتمبر ــ د ایرلیند د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو - دا لوبه ايرلينډ وګټله
جمعـــــــه ــ ۴ سپتمبر ــ د هانګ کانګ د ټیم سره د ټورنټو په ښار کي د سهار پر لسو بجو - دا لوبه همدا اوس روانه ده.
شنبــــــــه ــ ۵ سپتمبر ــ د وانیوتو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
یکشنبــه ــ ۶ سپتمبر ــ د سیریلیون د ټیم سره 
دوشنبــه ــ ۷ سپتمبر ــ د امریکا د متحده ایالاتو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
سه شنبه ــ ۸ سپتمبر ــ د یوګنډا د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
پنجشنبه ــ ۱۰ سپتمبر ــ د نیدرلیند د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
جمعـــــه ــ ۱۱ سپتمبر ــ د پاپو نوی ګینو د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو
یکشنبه ــ ۱۳ سپتمبر ــ د کاناډا د ټیم سره د کینګ په ښار کي د سهار پر لسو بجو

نړيوال جام ته د وتلو لپاره افغان لوبډله بايد لږ تر لږه پنځه لوبې وګټي.

د ايرلينډ سره د پرونۍ لوبې ځيني انځورونه په لاندې ډول دي.د افغانانو په مخ ستړتيا له ورايه ښکاري.لوبه په بې خوبۍ نه کېږي. په افغان لوبغاړو افرين چې په داسې حال کې یې هم ۱۲ منډې وکړې. د ايرلينډ سره د ماتې یواځيني مسولين د کرکټ د بورډ مشران دي چې يا په سياست مصروف دي او یا هم د کرکټ په کيسه کې نه دي.