د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د کرکټ ملي لوبډله نن د هالينډ سره یوه ورځنۍ لوبه کوي

الهام ياسيني 30.08.2009 11:14

د هېواد د کرکټ ملي لوبډله نن د هالينډ د امتسولين په ښار کې د هالينډد کرکټ د ملي لوبډلې سره یوه ورځنۍ لوبه کوي.

لوبه به د هالينډ په وخت ۱۱ بجې چې د کابل دماسپښين د ۱:۳۰  بجو سره سمون خوري پيل کېږي. د يادونې وړ ده چې یوه ورځنۍ لوبه ۵۰ اورونه او هر اور ۶ پنډوسې وي.

له دې مخکې افغانستان او هالينډ د انټرکانټننټل سیالۍ په ترڅ کې څلور ورځنۍ لوبه وکړه. لوبه افغانستان په یوه ويکټه وګټله او په دې سياليو کې یې خپلې نمرې ۲۳ ته لوړې کړې. په انټرکانټننټل سیالۍ کې افغانستان دا مهال په دویم مقام ولاړ دی.

د نن ورځې لوبه په ژوندۍ بڼه په دې پته خپرېږي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د ځوانانو ملي لوبډله هم سبا نه بل سبا د سپتمبر په ۱ نېټه په کاناډا کې د ځوانانو د نړيوال جام د غوراوي په سيالۍ کې خپله لومړۍ لوبه د هانګ کانګ سره کوي.

د انټرکانټننټل په سیالۍ کې د لوبډلو نمرې تر اوسه په دې ډول دي:

لوبډله

لوبې

ګټلې

بایللې

نمرې

سکاټلينډ

۲

۱

۰

۲۹

افغانستان

۲

۱

۰

۲۳

کينيا

۲

۱

۰

۲۳

هالينډ

۲

۰

۱

۱۵

ايرلينډ

۲

۰

۰

۱۲

زيمبابوی

۱

۰

۰

۳

کاناډا

۳

۰

۲

۳

 

 

 

 

 

 

هغه لوبې چې ګټلې یا بایللې نه دي، يا خو اوس هم روانې دي او يا  Draw شوي دي.