محمد مُرسی د عربی نړۍ د سیاست محور
29.11.2012 20:09د مصر ولسمشر محمد مُرسی په تدریج په داسی دیپلوماتیکه څیره بدل شو چی غرب یی مجبور کړ په دقت د هغه کړنی وڅاری او کله کله د هغه څخه تشویش هم وکړی.په دی هکله چی مُرسی د مصر د لوی اکثریت نماینده ګی کوی هیڅ شک نشته، حتی که د مصر سیاسی تاریخ ته لنډه عینی کتنه وکړو خاماخا به دی نتیجی ته ورسیږو چی نه یوازی اوس اخوان المسلین د مصر اکثریت ترلاسه کړ بلکه د سادات او مبارک د حاکمیت په دوران کی هم دیکتاتورانه د ځنی غربی هیوادونو د خوښۍ په منظوردهغوی مخه د دموکراتیکو اصولو خلاف ډپ کړل شوی وه لکه په الجزایر کی چی د اخوان المسلمین په وړاندی عینی کړنی ترسره شویدی.
د یادونی وړ ده چی امریکا او اسرایلو د مصر لرې شوې رئیس محمد حسن مبارک په ګډون په تیرو لسیزو کی د مصر په سیاسی او پوځی جوړښت کی ډیری ژوری ریښی ځغلولی دی د هغه هیواد د روان سیاسی کړکیچ څخه د بیګانه نفوذ د ورایه ښکاری د جمهوری ریاست ومقام ته د مُرسی بریالیتوب پخوا هم د امریکا او اسرایلو د اندیښنی موجبات برابر کړیوه . اما له دی کبله چی په مصر کی د پخوا څخه حقیقی واک د پوځ سره وی پر همدی بنیاد سادات او مبارک دواړو د پوځ د مشرانو په توګه جمهوری ریاست ته لاره موندلی وه نو ځکه امریکا یانو او اسرایلو ته د مصر د پوځ مشر تابه او قضا د تسلیت وروستنۍ قرارګاه حسابیږی. د اخوان المسلمین او غربی نړۍ ترمنځ ضمنی مقابله همدا اوس په شدت جریان لری بی ځایه به نه وی که دا مقابله د دوهمی سړی جګړی پیل وګڼل سی او یا شاید بهرنیان غواړی مصر هم بله سوریه جوړه کړی. د اخوان المسلمین مشرتابه په هیواد کی دننه د دموکراتیکو بنسټونو په جوړولو او په نړیواله کچه د ورځی د مقتضیاتو سره سم د مُدرن فعال سیاست په تعقیبولو په نړۍ کی نوی مثال دی د حسن مبارک کورنی او بهرنی پلویان ئی وړاندی تر هغه چی مُرسی ګټونکۍ وبلل سی متیقین وه چی د مصر ولس بدلون غواړی. هغوی د مخکنی برید په توګه د ستری محکمی په وسیله د پوځ په ملاتړ هغه پارلمان ړنګ اعلان کړ چی اخوان المسلمین د ولس اکثریت پکښی ترلاسه کړی ؤ په دی ډول ښی لاسه لیبرالستانو بیا هم د دموکراسي پر مخ څپیړه ووهله او د مصر د حقوقی سیسټم د ظرفیت ټیټ والی یی څرګند کړ.
مُرسی د تحلیف وروسته د مصر د ولس د حقوقو د اعادی په منظور ړنګ کړل سوی پارلمان بیا را وبلۍ اما د قضا ، پوځ او نړیوالو مخالفینو د غبرګون سره مخ سو.نوموړی هم روانو حالاتو ته په کتو په ډیره ځیرکتیا په چټکۍ د خپل اقدام څخه صرف نظر وکړ. مُرسی د هرڅه نه وړاندی په دولتی دستګاه کی د بهرنی اجنټانو د ریښو د قطع کولو ضرورت محسوس کړ ترڅو ځان په یو ټینګه او لوړه موضع کی واقع کړی هغه برسیره پر دی چی د کورنیو چارو سامبالښت اړین ګڼی نړیوالی چاری هم په فعاله توګه څاری. د اسرایلو سره د نوی او دموکرات مصرد مناسباتو څرنګوالۍ یو د هغه مهمو کارونو څخه دی چی د مُرسی موضعګیری د عربو او امریکا په وړاندی څرګندوی خو مُرسی تر هغه ډیر قوی سیاستمدار دی چی مخالفین یی فکر کوی.
د ایران په کنفرانس کی مُرسی په خپله وینا کی د سوریی د حکومت په هکله عادلانه دریځ خپل کړ او د هغه هیواد جګره یی د ولس په وړاندی ظالمانه جګړه وبلل په داسی حال کی چی دده دغه دریځ کوربه هیواد ایران ته حیرانونکی په دی ؤ چی له یوه اړخه مرسی نوی واک ته رسیدلۍ او ایران هڅی کوی د نوی مصر سره ښه مناسبات جوړ کړی او له بله اړخه ایران په زغرده د سوریی د حکومت ملاتړ کونکۍ دی ، د مُرسی دریځ د سوریی په هکله امریکا هم د تردید په څلور لاری کی ودرول. خو مُرسی خپله تګ لاره لری نه د امریکا د خوښۍ پروا لری او نه د ایران او سوریی د خوابدۍ خیال ساتی .د اسرایلو او فلسطینیانو وروستۍ جګړه و مرسی ته دا چانس برابر کړ چی په سیمه ایز دیپلوماتیک ډګر کی هم روښانه وځلیږی،د ترکیی او مصر هڅی د مُرسی په مشری د اسرایلو او فلسطینانو تر منځ د نابرابری جګړی د توقف په منظور د مُرسی د سیاسی بلوغ او توانمندۍ څرګنده بیلګه ده .
امریکا او ملګرو یی د فلسطین او اسرایلو د جګړی په هکله د مُرسی د هڅو په احتیاط ستاینه وکړه خو تشویش یی رفع نه دۍ ځکه د جمال عبدالناصر را وروسته مُرسی واکمنترین شخص دی چی په مصر کی د ولسی ملاتړ څخه برخمن دی او د واک د استعمال دایره یی پراخه ده . د مُرسی حق دی چی د پارلمان د ناقانونه ړنګیدو په وړاندی ګام پورته کړی ځکه یی هغه فرمان جاری کړ چی پربنسټ یی د پارلمان تر بیا فعالیدو قضا نسی کولای د جمهور ریس کړنی چلنج کړی .د دی فرمان په صادرولو د امریکا ، د حسن مبارک پلوه مصریانو ،د اسرایلو او سراسر غربی ر سنیو په یوه خوله د مُرسی په وړاندی منفی تبلیغاتی کمپاین پیل کړ. پر هغه یی هم اکتفا ونکړه اوس په مصر کی په لاس وهنه و تاوتریخوالی ته لمنه وهی .
د هغه رهبرۍ په وړاندی چی د ولس د اکثریت ملاتړ لری هر اقدام د دموکراسۍ د ټیکه دارانو له مخه نقاب پورته کوی بهتره به داوی چی امریکا د عربو په وړاندی پر خپله سیاست نوی کتنه وکړی . که لږ څه شاته وګرځو نو شک نه پاته کیږی چی د امریکا سیاست او کړنی د نړۍ او په خاصه توګه د عربو په وړاندی د ناکامی سره مخ دی .د څو لسیزو را په دیخوا مصر په عربو کی یوازنی هیواد ؤ چی د اسرایلو سره یی حکومتی اړیکی تامین کړی وی امریکا ونتوانید د مصریانو و حقوقو ته په احترام خپل د نفوذ ساحه په عربو کی پراخه کړی بلعکس مصر هم خپله لاره جلا کوی. داسی ګمان نسی منتفی کیدلای چی مُرسی د نړۍ د یوه قوی دیپلومات په حیث، د مخالفینو څخه د فراغت په صورت کی د اخوان المسلمین د حزب د غصب سوی حقوقو څخه د دفاع په هیله د مصر هغه پارلمان چی د توطیو په نتیجه کی ړنګ سویدۍ بیا ځلی احیا او فعال کړی . او که نوی پارلمانی ټول ټاکنی تر سره سی هم هیڅوک به غیرله اخوان المسلمین څخه ګټونکی نه وی.