د جمهوری ریاست د ټول ټاکنو عینی تفسیر
13.08.2012 21:54په ۲۰۱۴ کال د بهرنی پوځونو د وتلو سره سم په افغانستان کی د اساسی قانون د مندرجاتو پر بنسټ د جمهوری ریاست لپاره ټول ټاکنی ترسره کیږی. شاید ستاسو بیا هغه ټګی برګی در په یاد سی چی په تیرو پارلمانی او د ریاست جمهوری په ټول ټاکنو کی ترسره سوی وه. پس له درو لسیزو جګړو او لوټ تالان څخه د بی مسولیته مسلحه کړیو او دغرب څخه راغلی په فساد ککړ تکنوکراتانو د نیم بنده حاکمیت په وجود کی ټول ټاکنی د ګواښ سره مخ کیدای سی.دا دوه کټګوری کسان د شواهدو پر بنسټ د لوټ ماری لپاره د واک پر ګډۍ ناست دی .د هغوی سره ملی ارمان د هیواد مینه، ولسی او وجدانی تعهُد نسته. صرف د ثروتمند کیدلو په هیله یی دولتی لوړ امکانات او کُرسۍ غصب کړیدی، اخرینۍ بیلګه یی زاخیلوال د مالیی وزیر هغه تکنوکرات دی چی کاناډآیانو د ښه حکومتولۍ لپاره راوستی او پر لوړو مقامونو یی مقرر کړیدی .اما تاسو اورۍ چی د فساد او بډو افسانی یی د رسنیو سر خطونه جوړ کړیدی د هیواد او ولس خدمت اصلا ددوی د پالیسۍ یوه کوچنۍ برخه هم نه ده .هغوی د امریکا او غرب بی شماره پانګی په اوبو لاهو کړی ځکه ویلای سو چی د لویو پانګو اچونو سره سره متوقعه نتایج ندی ترلاسه سوی خو هیره دی نه وی که ټول ټاکنی د نننی ناخوالو په اساس د ټګۍ او برګی سره مخ دی خو بیا هم په هیواد کی د تخمین څلویښت کاله وروسته هغه بهیر دی چی په تدریجی ډول په راتلونکی کی د ولسونو د واقعی استازو د راتګ لاره خلاصولای سی. بیا تکراروم چی د نامنظمو او بی مسولیته ګروپو په اشتراک ممکنه نه وه چی ازادی او د ټګۍ برګۍ نه خلاصی ټول ټاکنی ترسره سی. خو په دی کی هم شک نسته چی د اینده سالمو انتخاباتو لپاره باید دا ترخه مرحله د ابتدایی تهداب په توګه تیره سی.
تیرو څو لسیزو جګړو زموږ ولس علل الخصوص ځوان نسل د انتخاباتی کړونو سره نا اشنا کړیدی،له یوه طرفه منظم لوی جزبونه شتون نلری له بله طرفه نسلونه د جنګ او اختناق په دوران کی وزیږیدل او را لوی سول هغوی ته د انتخاباتو د اصولو او مزایاوو زده کړه پکار ده ترڅو د واقعی انتخاباتو په ماهیت او ښیګڼو پوه کړل سی افغانستان یوازی کابل ندی ولس په کلو او بانډو کی اوس هم د انتخاباتو په طرز او ګټو نه پوهیږی، په دی لاره کی تیرو د درغلیو ډک ټول ټاکنو د عامه ذهنونو د مغشوش کولو په لاره کی نور هم خپل منفی تاثیر پریښود. خو چاره څه ده ، د ټولو ناخوالو سره سره تیرو ټول ټاکنو د ولس په ذهن کی د اینده لپاره یو انګیزه ایجاد کړه. دا هم له یاده ونه باسو چی راتلونکی انتخابات ډیر حساس دی که څه هم د ډلو ټپلو ترمنځ ناندرۍ سر د اوسه هم له ورایه ښکاری خو هر نوع ټګی برګی به د ولسونو ترمنځ لوی درزونه رامنځ ته کړی او حتی د امکانه لیری نده هغه متخاصمی کړۍ چی د مجبوریتونو پر مبنا په یوه حاکمیت کی سره را ټول سوی دی مسلحانه کړنو ته لاس واچوی.
هغه څه چی مهم ګڼل کیږی دادی چی په راتلو ټاکنو کی باید پښتنی سیمی پراخ ګډون وکړی که داسی ونکړی نو د تیر په شان به بیا د حکومت مشروعیت د چلنج سره مخ کیږی په انتخاباتو کی به د ولس د ګډون لازمه فیصدی نه برابریږی نا اهله حاکمان به مسلط کیږی، هغه وخت به د وطن او ولسی حاکمیت ناری سوری هیڅ ځای و نه نیسی ، نسی کیدای تر ابده د خصومت له کړکۍ څخه د ننی عصر پر خلاف ټول نړیوال او منل سوی ستانداردونه نادیده ونیسو ننۍ نړۍ د سیاسی خوځښتونو او دموکراتیکو جوړښتونو نړۍ ده جګړه چی د مشخصو منل سوی غوښتنو څخه منحرفه سول د تدریجی زوال سره مخ کیږی د ګرمو غوښتنو منطق یی له منځ ځی او د ټول نړۍ د ملامتیا ګوته ورته نیول کیږی .
خو څرګند حقیقت دادی چی که ازادو تحصیل کرده ، تعهُد لرونکو او ولس پاله اشخاصو ته چی لاسونه یی سره نه وی او د فساد تورنه ورته متوجه نه وی او د خلګو سره په دښمنی شهرت ونلری، د کاندیداتوری زمینه مساعده سی یقین دی چی د خلګو د توجه په محراق کی واقع کیدای سی ځکه د فساد پیشه او تپل سوی افرادو او کړیو د حاکمیت څخه ولس ستړی سوی دی او بدلون یوازنۍ لاره د دموکراتیکو اصولو جاری کول بولی ترڅو نوی هیواد پاله څیری را منځ ته سی . جنګی ډلی نور باید د واک څخه لاس واخلی او پریږدی چی ولسونه خپل حاکمیت پخپله تمثیل کړی. که د راتلونکو ټول ټاکنو څخه مثبته استفاده ونه سول او ولس په مسولیت پکښی ګډون ونکړ یقینا به هیواد د بی ثباتۍ لوری ته ولاړ سی. پیژندل سوی څیری او کړۍ نور سیاسی رول نسی لوبولای او نه باید ددی چانس ورکړل سی چی د هیواد او ولسونو په سرنوشت بازی ته دوام ورکړی.
لوی مشکل چی اوس په یو تعامُل بدل سوی دی دادی چی د ولسمشری نوماندان خپلی کړنلاری یا لید لوری او د حکومت کولو لپاره اساسی خطوط نلری چی د هغه پر بنسټ ولسونه قضاوت و کړی او تصمیم و نیسی.صرف په نامه ځان کاندیدوی هیڅ مدون سند د راتلونکو کړونو و خلګو ته نه وړاندی کوی.دا عمل د سُنتی او دیکتاتورانه مدیریت بڼه لری او د دموکرات مدیرت خلاف د اوسنی عصر سره په تضاد کی دی .
هر څوک چی نوماند کیږی باید خپله کړنلاره یا برنامه و ولسونو ته وړاندی کړی او دهغه پر بنسټ خپل لیدلوری او غوښتنی مطرح کړی. که څه هم له بده مرغه ځنی په غرب کی افغانی تکنوکراتان چی ځانونه د اداری پر اصولو حاکم بولی بیا هم بی له مشخصی کړنلاری صرف د څو اړخیزو معاملو له لاری چی د بهرنی هیوادونو او معلوم الحاله کړیو سره به یی وکړی ځانونه واک ته رسول غواړی هیله ده دوی هم خدای مکړه لکه د مالیی وزیر او نور په فساد تورن نسی . د فساد د کچی لوړ والی نور مشکلات هم را زیږولی دی هغه دا چی له یوه طرفه نامشروع ثروتونه د کورنی غاصبانو او جنګی کړیو اساسی تګ لاره ګرځیدلی ده، له بله اړخه له هغه وخته چی په حکومت کی ځینی د غرب څخه راغلی افغانان په بډو او فساد تورن سول اوس نور دهغوی چی په اروپا ،کاناډا او امریکا کی اوسیږی په حکومت کی د ثروت ټولولو په هیله په ټول ټاکنو کی د ګډول هڅه کوی . ماهیت د کار تغیر وکړ اوس مطلب د افغانستان او ولسونو د پاره خدمت ندی بلکه متاسفانه هیلی د فساد لپاره سره راکوټل کیږی. بی مسولیته کړۍ او بی تعهده تکنوکراتان هیله مند دی په یوه صف کی د فردی ګټو لپاره ودریږی.
د اینده ټول ټاکنو مطرح نوماندان محترمین هر یو علی احمد جلالی ، زلمی خلیل زاد، قیوم کرزی ، ډاکتر عبدالله او اشرف غنی احمدزی په ګوته سوی دی . که احیانا یو ددوی څخه ګټونکی سی یقین ولری چی هغه نور یی په حکومت کی شریکان دی. دوی پخواهم څه ناڅه شریکان وه خو اوس چی د ټاکنو وخت را نیژدی سوی دی ددوی اړیکی د ایتلافونو او ګروپونو جوړولو په منظور تودی سوی دی او دغرب څخه و کابل ته تګ را تګ هم ډیر سوی دی. هغه تکنوکراتان چی پخوا به یی جنګی کړۍ او افراد د هیواد د خرابی مسول ګڼل اوس د خبرو په ترڅ کی هغوی د اوسنی ټولنیز جوړښت یو نه بیلیدونکی برخه بولی او ګډون یی په حکومت کی یو عینیت ګڼی. دا ټوله صرف او صرف د شخصی ګټو لپاره ، هغوی اوس د افغانستان د بیا رغاونی او ټیکاو څخه نا امیده سوی دی ځکه یی لازمه بللی ده چی د موقع څخه په استفاده تر کومه ځایه چی وکولای سی فردی ګټی پورته کړی. او حتی ځنی ددوی د امریکا د ملاتړ د تر لاسه کولو لپاره تر ډیره بریده و امرکایی اهدافو ته په هیواد او سیمه کی وفاداراو ژمن پاتی سوی دی نه افغانی مقدسو موخو ته.اوس غواړی ټاکنو ته را ودانګی.
په دی اړ و دوړ کی جناب اشرف غنی احمدزی هم غواړی کاندید اوسی شک نسته چی اشرف غنی روشنفکره او لوی اقتصاد پوه دی سربیره پردی چی په جنګی کړونو متهم ندی د ثروت ارزو هم د ملی او ولسی احساساتو له مخی نلری اما دده کاندیداتوری تیر ځل متاسفانه د داسی چلنجونو سره مخ سول چی حتی رمضان بشر دوست هم تر ده ډیری رایی خپلی کړی ولس ده ته د یو روانی ناروغه په سترګه وکتل او د طالبانو پر خلاف افراطی مخالف وپیژندل سو. په داسی حال کی ټوله نړۍ هڅی کوی د ضرورت پر بنسټ د مخالفینو سره مفاهمه او مصالحه رامنځ ته سی خو غنی احمدزی د طالبانو سره دوستی نه منونکی جهت لری. د تیرو ټاکنو نتایج ډاکتر عبدالله د یو قوی کاندید په حیث ځلولی دی او اوس هم راغلی تکنوکراتان د هغه څخه اندیښمن دی.
د جنګی ډلو ټپلو سردمداران شخصا ځانونه نه کاندید کوی ځکه هغوی ته معلومه ده چی خپله سیاسی ظرفیت نلری ،مسولیت منونکی ندی، او سوابق یی د نوماندۍ جوګه ندی، د سیاست او نړیوالی دیپلوماسۍ د اګاهی څخه بی برخه دی نو ځکه هم ښه حکومتولی نسی وړاندی کولای، همدارنګه دوی پوهیدلی دی چی ولس ددوی دښمن او امریکا او اروپا پر دوی د فساد له کبله بی باوره دی.یعنی په مجموعی ډول دوی د حکومت کولو اهلیت په ځانونو کی نه وینی ، نو ځکه وارد کړل سوی تکنوکراتان د موقع څخه د ګټی پورته کولو په ارمان هڅی کوی نور د جنګی مجرمینو ، زورواکانو جګړه مارانو ،توپکیانو او قوماندان سالارانو په وړاندی د نامناسبه کلماتو د استعمال او بی احترامۍ څخه ډډه وکړی ترڅو د هغو سره په شراکت کی خلل رانسی او ملاتړ یی له ځانه سره ولری.
همدا د فرصت طلبه تکنوکراتانو او فاسده جنګسالارانو د اتحاد تهدید د ولس په وړاندی لویه ننګونه ده ځکه د خاص ضرورت او مقدس ارمان په توګه باید پښتنی سیمی د افغان ولس په وړاندی د دا ډول دسیسو د شنډولو لپاره په اینده ټول ټاکنو کی پراخ ګډون وکړی ځکه په تیرو ټاکنو کی هغوی چندان ګډون ندی کړی او که یی بیا هم و نکړی نور هغه ناری سوری چی حاکمیت ملی بڼه نلری او یا فساد حاکم دی هیڅ اثر نلری ، باید په خپل پراخ ګډون د سیاسی لاری نه خپل برخلیک وټاکی. وخت یا زمان مخ په وړاندی ځی توقف نه کوی که ورسره همګامه سو نو به د کامیابی منزل ته ورسیږو او که شاته پاته سو نو وخت د چا پروا نلری توقف نه کوی او همداسی په سرعت روان دی.
هغه اساسی خصوصیات چی د افغانستان جمهور ریس ته پکار دی باید وڅیړل سی ترڅو د نوماندانو بریا او ناکامی په پیش بینی کړل سی. د مخه تر هرڅه د افغانستان جمهور ریس باید کاملا مسلمان ،متقی ،پرهیزګاره او معتقد و اسلامی ارزښتونو ته وی دا خواص د افغانستان د اسلامی ، سُنتی او تاریخی هویت ښکارندوی دی نه داچی العیاذبالله د ایاتونو او حدیثونو په ویلو د ریاکاری د دروازی له لاری په قتلونو، فساد ،چور چپاول او تجاوزشروع وکړل سی. زړه د خدای کور دی راسۍ چی د خدای کور پاک وساتو.ترڅو د اکثریت مجبور او مظلوم ملیت استازیتوب په واقعی توګه وکړو داخبره د تعصُب له مخی نه کوم بلکه د دموکراسۍ د اصولو پر بنسټ د اکثریتونو د حقوقو د احقاق له مخی سوله او امنیت تامینیدلای سی زه بیا وایم افغانی ټولنه تر اوسه سُنتی ټولنه ده د اقوامو او قبایلو څخه متاثره ده .د ناروا کړونو پر مبنا د اقلیتونو ملاتړ شپږمه او اومه لسیزی تکراروی ددی ترڅنګ جمهور ریس باید سیاسی تقوا او پرهیزکاری ولری په دی معنی چی د پرنسیب په لحاظ د حکومت کولو په دوران کی باید ملی امانت داری ولری یعنی حکومت د ولس مال وبولی او په امانتدارۍ او احتیاط برخورد ورسره وکړی ، جمهورریس باید د جنګی جنایاتو ،چور ،چپاول، د بشری حقونو تیری ، تجاوز ، د ځمکو غصب ، سړی تښتونی ، د بیت المال غلا او نورو جنایاتو سوابق ونلری .یوازی دا هم کافی نده بلکه د افغان جمهور ریس باید حلیم وی او د دیپلوماسی په ډګر کی د کافی ظرفیت لرونکی او د همسایګانو سره بدی یعنی دښمنانه سابقه ونلری.همداډول افغان جمهور ریس باید و ملی ګټو ته متعهد وی .د مختلفو قومونو اوملیتونو سره خاصی ستونځی ونلری په فاشیستی کړونو متهم نه وی یعنی تبعیضی چلند او خصوصیات ونلری، همدا ډول باید تر ډیره بریده جمهور ریس د عدالت د پلی کیدو توانایی ولری. دا هغه عمومی نورمونه دی چی نوماند جمهور ریس یی باید ولری . ومن الله توفیق