د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

په افغان کرکټ چارو کې فساد ژورې ريښې کړي دي

هلال - مومند 18.09.2012 02:39

په افغان کرکټ اداره کې د فساد نه ورکول او د فساد په تورونو ککړه د پخوانۍ ادارې مشرتابه چې د څارنوالانو د رپوټونو په وجه لرې شوې وه بېرته د کرکټ د اوسنۍ ادارې سره يو ځای کول د شفافيت د نړيوال ارګان دا شاهدي په دليل ثابتوي چې افغانستان په نړۍ کې بې ساری او تر ټولو نورو هېوادونو او ټولنو ډېر فاسد هېواد دی.

دا مهال په ۱۸۵ هېوادونو کې افغانستان د ټولو په سر کې ۱۸۵م کرپټ يا فاسد هېواد شمېرل کېږي. افغانان دې نه خفه کېږي، دا یو تريخ واقعيت دی چې په مقابل کې یې زموږ بې ځايه د سرلوړۍ دعوې او د شهامت او بهادرۍ شعارونه بې مانا دي. يو هېواد يا ټولنه خوشې په خوشې په نړۍ کې د بشريت فاسده ترينه هېواد يا ټولنه نه جوړېږي، بلکه د خپلو بچو په کړنو دې ذليل مقام ته رسېږي.

ما پخوا هم په ليکنو کې ټينګار کړی و چې په کرکټ کې بايد سياست او د سياستوالو رول ختم کړای شي، که نه کرکټ به د سياست او فاسدو سياستوالو د ګټو قرباني شي. دوه کاله وړاندې يو بې کفايته، د يو څو نورو هم سويه پارلماني وکيلانو په زور او فشار، يو کمزوري وزير، چې یو کمزوري مشر د کرکټ په اداره امين ټاکلی دی، د خپلو ګټو د خوندي کولو لپاره د کرکټ په اداره واکمن کړ. يو نيم کاله وروسته د ولس د کوکارو په پايله کې یې هغه مشر د څارنوالانو د رپوټونو او پرله پسې ناکاميو له امله له دندې ګوښه کړ. دې امين له ځانه سره حساب ونه کړ، نه یې مشر ورته وويلې چې ولې! ولې یې د افغان کرکټ يو نيم کال ضايع کړ!، خو جالبه دا ده چې اوس یې بېرته د واسطو او فشارونو له وجې هماغه کس د کرکټ په اداره کې دا ځل د مشر د مرستيال په توګه وټاکه. څوک به په وزير يا د هغه په غير رسمي همکارانو د بډو اخيستلو تور لګوي، څوک به د پارلمان یو شمير وکيلان دې ته په ورته تورونو تورنوي، خو واقعيت دا دی چې افغانستان د فساد په څوکه کې د ولاړ رژيم  په واکمنۍ کې شپې تېروي او د کرکټ اداره او فعاليتونه د دې سيستم يوه برخه ده او د دې فاسدې ادارې څخه جلا په بيل ټاپو کې ژوند نه شي کولای.

پوهان وايي چې اکثره مديران تل کوښښ کوي چې په اداره کې د ځان سره په کاري ډله کې د ځان په شان کسان وټاکي. که لايقه وي، لايقه خلک راولي، که نالايقه وي، تر ځانه لايقه کسان د ځانه سره نه شي زغملی. همدا راز دی چې ولسمشر تر ځانه هوښيار او پاک کسان نه شي وزيران کولای. هغوی بايد همدومره په معاملو کولو او تر خپلو ګټو د نورو د حقوقو په قربانولو کې ماهر وي، وزير بيا کوښښ کوي چې د ده ريسان بايد تر ده هم بدتر وي ځکه بيا دی خپلې معاملې نه شي کولای، او ريس چې دې مقام ته د خورا ماهرانه فساد په نتيجه کې رسېدلی بيا کوښښ کوي چې د هغه کاري ډله ابليس ته ماته ورکړي. اوس پوه شوئ چې افغانستان ولې د نړيوال شفافيت د ارګان د فاسدو هېوادونو په ليست کې اول نمره دی!

همدا پورته راز دی چې په کرکټ کې په قصدي توګه د سياست رول ته د پای ټکی نه ايښودل کېږي. د يو فاسد ګټې د بل فاسد د ګټو سره تړلي دي، د هغه بيا د بل فاسد سره ډېرې معاملې شريکي دي، هغه فاسد بيا د ډېرو نورو فسادونو په نتيجه کې دې مقام ته رسېدلی دی او همداسې پسې ورځه... کله کله چې فشارونه ډېر شي او ګټې په خطر کې شي د خلکو سترګو ته د خاورو شيندلو په موخه يو ښه سړی موده وټاکي، خو چې خلک بې هوشه شي، پام یې په څو شپږيزو او څلوريزو واوړي، بيرته خپل پخواني عادت ته ستون شي.

خبره ټوله د منظم فساد ده چې يوه ورځ به خامخا اوج ته رسېږي او د تحمل له ليکې به تېرېږي. فکر وکړئ چې د اوبو په يو ډنډ کې کاڼي اچوئ، یوې مرحلې ته رسېږئ چې که یو کاڼي ورواچوئ، د ډنډ اوبه په سر اوړي. په هېواد کې فساد هم داسې دی. يوه ورځ به راشي چې يوې غلا، يوې فاسدې مقررۍ، يا د یو افغان سپکاوي ته به خبره پاته وي، او که وشي وضعيت به انفجار وکړي.

همدې ډول فساد په منځني ختيځ کې ډېر ولسونه پاڅون ته اړ کړل. زه دې ته خفه يم چې يو ورځ به افغان ولس هم دا ډول پاڅون ته اړ کړای شي او نورې ډېرې وينې به وبهيږي. زه دا نه وايم چې خلک به د کرکټ لپاره پاڅون وکړي، زه دا وايم چې کله ولس د خپلو حقوقو د اعادې او بېرته د خپل خوږ هېواد د ګټلو لپاره سړکونو او کوڅو ته راووځي، د کرکټ مينه وال به مجبوره وي چې  د دوی په ليکو کې ورګډ شي. هر کس به د خپل ظالم پسې ګرځي، زه يوه ژمنه کوم: ما یو بيټ ساتلی دی، چې د ملي لوبډلې لوبغاړو پرې لاسليکونه هم کړي دي، زه به په هغه ورځ بيټ په لاس د کرکټ د ظالم پسې ګرځم.

د کرکټ له مينه والو مې دا هيله ده چې د شفافيت نړيوالې ادارې ته په لاندې ادرسونو ليکونه او بريښناليکونه واستوي، او د کرکټ په اداره کې د فاسدو چارواکو لاسوهنې دوی ته رپوټ کړي. د دې ادارې په راتلونکي رپوټ کې به د دې يادونه هرومرو کېږي چې په افغانستان کې یو بل مهم فساد روان دی چې بايد له پامه ونه غورزول شي:

Transparency International Secretariat:

Alt-Moabit 96
10559 Berlin
Germany

Telephone: +49-30 3438 200

Fax: +49 30 3470 3912
Email: ti@transparency.org

Website: http://www.transparency.org