د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د نه کتلو لوبه

هلال - مومند 29.03.2012 23:33

د هالينډ سره د افغانستان د نن ورځې لوبه د ۲۰۱۵ کال د نړیوال جام د غوراوي د سويې لوبه نه بلکه د پنځم ډويژن لوبه هم نه وه. افغانستان په ۳۹ اورونو کې ۱۵۳ منډې وکړې. هالينډ ورته په ځواب کې د يو کس په سوځېدو په ۲۶ اورونو کې ۱۵۶ منډې وکړې او لوبه یې په ډېره اسانۍ وګټله.

تمه ده چې افغان کرکټ به ورځ په ورځ ښه کېږي ځکه کبيرخان بيا راوستل شو، اوميش پټوال د بيټنګ روزنې لپاره وګمارل شو. د پاکستان سره لوبه وشوه، په ايرلينډ د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي پايلوبه وبايلل شوه. دا ټول له درسونو ډک عوامل دي او په کار وه چې د عجمان په رامادا کې مېشت افغان لوبډلې ترې ډېر څه زده کړي وای.

خو د نن ورځې لوبه کې داسې نه ښکارېدل چې افغان لوبډلې دې له روزونکو او ناکاميو څه زده کړي وي. په ننۍ لوبه کې يواځې کسان چې له تېرو ماتو او لوبو یې زده کړه کړې وه هالينډيان و.د ۲۰۱۵ کال جام ته د بري د هوډ سره لوبغالي ته ښکته شول، پلان یې لرلو، افغان لوبغاړي یې د دوی په کورني لوبغالي کې راګېر کړل، او په لوبغالي کې د راغلو افغان تماشاچياتو درناوی یې وګاټه.

هيله وه چې د کبيرخان د راتګ سره به لوبډله لوبغالي ته د پلان سره ښکته کېږي. نن پلان نه و. هيله وه چې د اوميش پټوال روزنه به رنګ راوړي او نور به توپ وهونکي دا بهانې نه کوي چې د توپ وهنې روزونکی نه لري. هيله وه چې کپتان به له لسګونو نړيوالو لوبو ډېره تجربه ترلاسه کړي وي، چې نن داسې نه وه. هيله وه چې د افغان د جنډې لاندې لوبغاړي به مسوولانه لوبه وکړي او لږ تر لږه به خپل پنځوس اورونه ولوبوي خو نه په توپ وهنه او نه په توپ راټولونه کې لوبغاړو خپل مسوليت ادا کړ. يواځې په توپ اچونکو لوبې نه ګټل کېږي. له افغان لوبډلې دا تمه کول چې هره لوبه دې ګټي بې ځايه ده. خو دا تمه پر ځای ده چې داسې لوبه به کوي چې د نړۍ د دويمې درجې د لوبډلې سره - چې د لومړۍ درجې ترلاسه کول غواړي - ښايي.

زه د لومړي ځل لپاره خوښ وم چې د افغانستان دا لوبه په تلويزيون نه ښودل کېده. که نه ډېرې پيسې او د ډېرو خلکو د وخت د ضايع کېدو سبب شوې به وه.

نن په هر معيار افغانانو خرابه او غير مسولانه لوبه، او هالينډيانو د کرکټ په هنر کې هنرمندي وښوده. دا به نه يواځې هالينډ د ۲۰۱۵ نړيوال جام ته نږدې او افغانستان به لرې کړي، بلکه د کرکټ په نړيواله شورا کې به د بشپړ غړيتوب لپاره د هالينډ غوښتنه قوي او د افغانستان د دويمې درجې لپاره غوښتنه به کمزورې کړي.