د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

د لومړي اور کيسه

هلال - مومند 24.03.2012 02:53

د دوبۍ په نړيوال کرکټ سټيډيم کې د رسنيو په خونه کې ناست وم. دواړو خواوو ته مې د کرکټ د نړيوالې شورا، کرک انفو، رويترز، د اماراتو د رسنيو، او نورو نړيوالو رسنيو استازي ناست وو. ناميبيا د افغانستان خلاف د شل اوريز نړيوال جام د غوراوي په لومړۍ پايلوبه کې ډېر ښه توپ واچاوه او ویې کړای شول چې افغان لوبډله ۱۷۰ او ۱۸۰ منډو ته پرېنږدي او په ۱۴۶ منډو یې رايساره کړي.

ښي خوا ته مې د رويترز خبريال ناست و. هره څو دقيقې پس به یې ښي خوا کې له يو هندي کرکټ متخصص څخه پوښتنه کوله چې خپل رپورټ ته مواد چمتو کړي. پوښتنه يي وکړه چې ايا افغانستان کافي منډې کړي دي؟ هغه ورته وويل چې افغانستان بايد ۱۸۵ منډې کړې وای. زما د زړه درزېدا نوره هم زياته شوه. د کريم صادق او محمد نبي کيچ کېدل، د نوروز، اصغر، او دولت په منډه سوځېدل، د شهزاد ال بي ډبليو، او د جاويد – سميع الله- عزت او ګلبدين سوځېدل به مې مخې ته ودرېدل. زړه کې به مې ويل کاش چې دی داسې نه و سوځېدلی، هغه لږ ودرېدلی وای، هغه بل په يوه منډه کفايت کړای وای، په اخري توپ یې يوه شپږيزه لګېدلای وای، نو اوس به مو منډې لږې پورته وې.

بيا به مې زړه کې وويل چې خدای پاک جل جلاله مو شته. په تلويزيون دا لوبه ښيي او خدای پاک به زموږ ولس هرومرو خوشالوي. د سلام وطندار راديو خبريال راڅخه په ژوندۍ بڼه پوښتنه وکړه چې په لوبه کې دې څه خيال دی؟ د هېوادوالو له خاطره مې وويل چې زما په خپلو توپ اچونکو باور دی او هيله لرم چې لومړۍ ويکټې به - چې خورا مهمې دي - زر واخلي، په زړه کې د يو داسې سيناريو ارمانجن وم.

خبريالانو په خپلو څوکيو کيناستل پيل کړل، څوک لا ناست و او څوک لا نه و ناست چې دولت ځدراڼ لومړي توپ اچونې ته منډه کړه. شور شو، د کرکټ د نړيوالې شورا د ويبپاڼې د يوې چلونکې له خولې يو ناڅاپه چيغه ووته، پاس تلويزيون ته مې چې وکتل ويکټو وازه خوله نيولې وه او د ناميبيا لومړۍ ويکټه صفا بولډ شوې وه. د رسنيو په خونه کې ټول خبريالان هک پک وو. د رويترز خبريال له هندي متخصصه پوښتنه وکړه چې دا څنګه چل و! هغه ورته وويل چې د دولت توپ دومره تېز و چې د ناميبيا رايمونډ وان سچور بېخي ونه ليد. په لوبغالي کې د زرګونو کرکټپالو افغان تماشاچيانو شور لا هماغسې تود و چې د تلويزيون وياندوی ويل چې له لوبې مخکې دولت پنځلس دقيقې تمرين د همدې لومړي توپ لپاره کړی و.

خبرې کېدې چې دولت يوه منډه ورکړه او د همدې لومړي اور پنځم توپ ته رهي شو. د ناميبيا جيري سنيمان مخې ته یې توپ وکړ. شهزاد پسې ټوپ کړ، کيچ یې واخيست او د ناميبيا دويم کس یې هم په صفر وسوځاوه.

د رويترز خبريال له هندي متخصصه پوښتنه وکړه چې اوس د ۱۴۷ هدف څنګه ښکاري! خبرې یې هغه ته کولې خو موسکی ماته شو چې تر اوسه، نه، خو له دې دوه ويکټو غورزېدو وروسته ډېر معقول هدف دی. زما رګونه بيرته خپل ځای ته راغلل، د زړه درزا مې نورمال شوه، څوکۍ ته مې ډډه ووهله او تر پايه مې د شهزاد له مستۍ، د کريم له چالاکۍ، د نوروز له کپتانۍ، د دولت – افتاب او عزت له ويکټو، د جاويد - نبي - سميع الله – اصغر - او ګلبدين له توپ راټولونې، او د تماشاچيانو له شوره خوند واخيست.