د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له تاریخ سره موږ چلند

غفور لیوال 26.02.2012 11:04

ما تل فکر کاوه  هغه خلک، چې  دخپل هېواد ګټې یې په پردیو پلورلي ،  په دې او هغه نامه یې  خلک وژلي ، هېوادیې وران کړی ، ملي شتمنۍ یې لوټلي او دهېواد پر پېغلو یې تیری کړی ، هېڅ دتاریخ دقضاوت پروا نلري . ما ویل دوی به له ځانه سره وايي : زه بابا ! تاریخ یې لا چا راایستلی دی ، اوس مزې کوه ، تاریخ به بیاخپل کارکوي او… مګر ځینې پېښې داسې ښيي ، چې دوی تر دې هم زورور دي ، او ډېر ځله یې زړه غواړي ،چې تاریخ هم په زوره هغسې مسخ کړي ، چې دوی یې غواړي ، زه لا هم نپوهیږم ، چې دوی دتاریخ له ریښتیني قضاوته ویره لري ، که نه، غواړي خلکو ته وروښیي ، چې ګورئ  موږ ته  دا دتاریخ قضاوت ډیر نېغ نېغ مه کوئ ، که غوسه موراغله نو دتاریخ قضاوت به هم په زوره په خپله ګټه مسخ کړو، په پیسو به یې واخلو او که نه کېده نو وبه یې وژنو...
دتاریخ لیکنې مېتودولوژي حکم کوي ،چې دتاریخ  علمي روایت او ثبت غوره دی نه دثبتوونکي یا راوي قضاوت ، پېښې باید له خپلو عواملو او څرنګوالي سره ثبت شي او دښه او بد حکم له قیدونو څخه پرته دلوستونکیو قضاوت ته وړاندې شي ، په بله مانا تاریخ نه نقاشي کیږي ، بلکې عکاسي کیږي . په تاریخ لیکنه کې د لیکونکي تخییل ، وهم ، ګومان ، احساسات ، پلوي ، ښکنځلې او ستایینې ځای نلري . ریښتینی سیاستوال ددې پر ځای ،چې دتاریخ دمسخ کولو هڅه وکړي باید خپل اعمال سم کړي.

ستونځه ،
 
ستونځه دا ده چې زموږ ګڼ سیاستوال دتاریخ پر تولید ، خوندي کولو او مصرف سم نپوهیږي  ، دخپلو اعمالو پر مهال یې دتاریخ قضاوت هېر وي ، خو همدا چې وګوري له ظلم ، تیرې ، هېواد ورانولو او وژنو پرته کوم ویاړ نلري نو د تاریخ پر مسخ کولو پیل کوي او بالاخره چې تاریخ مخې ته کیږدي هم ، پند اوعبرت نه ورڅخه اخلي او تیرې تېروتنې بیا تکراروي. راځئ د تاریخ تولید ، خوندي کول او مصرف وپیژنو :
۱-    پېښې دتاریخ خام مواد دي ، کرکټرونه پیښې رامنځته کوي یا دپېښو ماهیت ټاکي ، پېښې په یوه ځانګړي زمان یا مکان کې پېښیږي ،چې دا یې قیدونه دي  او په لوی سر کې داټول دتاریخ دتولید توکي دي . ټول آرشیفي مواد او دتاریخ مادي توکي دتاریخ استنادي  مرستیال وسایل دي .
۲- هغه پروسه چې پورته تولید شوي تاریخي اسناد( پرته له لاسوهنې او مسخ کولو څخه )  خوندي او نورو نسلونو ته یې لیږدوي  ورته دتاریخ خوندي کول وایي ، دتاریخلیکنې میتودولوژي پر دې برخه ډیر ټینګار کوي ، چې دتولید شوي تاریخ ډیره برخه  سمه خوندي پاتې شي .

۳- دتاریخ مصرف ، هغه نسلونه چې تاریخ لولي او زده کړه ورڅخه کوي، پند ورڅخه اخلي ، خپل ملي هویت  پکې ویني او ښه یې تکراروي ، له بدوڅخه یې ډډه کوي ،دوی  دتاریخ مصرفوونکي دي .

موږ د تاریخ د تولید پر مهال ، دخپلو اعمالو پروا نکوو ، دځواک نشه دومره زوروره وي ، چې خپل منفي اعمال هم راته شهکارونه ښکاري ، ځکه خو دتاریخي پېښو دکرکټرونوپه توګه ډیره ځله دمنفي ماهیت خاوندې پېښې رامنځته کوو.
 دتاریخ دخوندي کولو پرمهال خپل بد شهرت راپورې اورشي او بیا نو لستوڼي را بډ وهو او هڅه کوو ، چې تاریخ یا پټ کړو ، یا یې د استناد دکمزوري کولو لپاره مادي توکي له منځه یوسو او یا یې هم مسخ کړو ( مانا داسې یې تحریف کړو ، چې موږ دتاریخ دمصرف پر مهال دخلکو له سترګوڅخه ځان پټ کړی وي ) .
دتاریخ د مصرف په اړه هم موږ د افراط یا تفریط  ستونځه لرو ، یا دومره دتاریخي پیښو او کرکټرنو په سپینولو یا تورولو پورې ونښلو ،چې نن او سبا بیخي رانه هېره شي او یا هم تاریخ داسې هېر کړو ، چې بیا یې دځان په اړه له قضاوت څخه ویره هم نه راپه یادوو. تاریخ مصرفول همدومره ارزښت لري ، چې زموږ ګډ ( ملي ) هویت راو پیژني او له ښو یا بدو یې عبرت واخیستلی شو. دیوه نامتو پوه دا خبره په زړه پورې ده  چې : (( هغه خلک چې هرڅه یوازې او یوازې په خپل تاریخ کې لټوي ، داسې دي لکه دوی چې په تیاره کې مخ په وړاندې روان وي، خو څراغ یې خپلې شاته  نیولی وي. ))
موږ دتاریخ په اړه دوه ډوله برخورد لرو ، یا بېتفاوته یو یا هم احساساتي ، دتاریخ په اړه عقلي قضاوت نه کوو. له تاریخ سره بېتفاوتي دتاریخ دورکېدو یا ناسم خوندي کېدو او مسخ کېدو ویره رامنځته کوي ، له تاریخ سره احساساتي چلند هم دمسخ کېدو ترڅنګ په تاریخ کې د ځان ورکولو ګواښ رامنځته کوي او له نن یا سبا جوړولو څخه مو غافله کوي  
له تاریخ سره عقلي او هوښېار چلند همدا دی ، چې دتولید پر مهال یې خپل اعمال او پرېکړې سمې کړو، د خوندي کولو پر مهال یې ډیره هڅه وکړو چې ریښتینی او سم خوندي شي او دمصرف پر مهال یې د تجربو او روښانه هویت دیوې لويې زیرمې  په توګه داسې وکاروو، چې دنن او سبا په رڼولو او جوړولو کې مرسته راسره وکړي . زما په نظر په ملي کچه زموږ ډیرې ګډې ستونزې له تاریخ سره زموږ دناسم چلند له امله رامنځته کیږي. ژوندي او  هوښېار ولسونه په دې پسې ډېر ګرځي ،چې او س څه لري او سبا ته باید څه ولري ، او ددې لپاره دخپلې پرون بریالۍ تجربې رااخلي او له نابریالیو یې دماتې په توګه پند اخلي .

وړاندیځ
 سرکار باید یو بېپرې علمي ـ تخصصي بنسټ وګوماري چې تاریخ دتاریخلیکنې له میتودولوژي سره سم خوندي کړي، په بله ژبه موږ باید دخپل تاریخ دنقاشي کولو پر ځای دپېښو دعکاسي کولو کمال راخپل کړو . د پوهنې ملي بنسټونه باید راهسکېدونکو نسلونو ته تاریخ هغسې ،چې دی، وروپېژني او په نصاب کې دتاریخ دسم مصرف له منطق سره سم داسې روزنیز ارزښتونه خوندي شي ، چې له تاریخ سره عقلي چلند دودکړي ، چې ورو ورو له تاریخ سره دبېتفاوته  او یا هم احساساتي چلند ځای ونیسي .
او تر هرڅه ډیر مهم ، داچې د تاریخ له قضاوت څخه ویره باید موږ سمو او دټول هېواد په ګټه سیاسي پریکړو ته مجبور کړي . داباید زده کړو، چې  دتاریخ  دمسخ کولو په تیزابو دخپل تور مخ دمینځلو پرځای باید هڅه وکړو تاریخ ته خپل مخ سپین وروړو ، زموږ سیاستونه باید همداسې وي ، په دې اړه یوه پراخ بحث ته اړتیا شته ، راځئ پرې راګډ شئ!