د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

افغانیزم

غفور لیوال 21.02.2012 20:53

پېژندنه  
افغانیزم کومه پېچلې فلسفه نده ، دا په ( محور) ورځپاڼه کې زما دیوه کالم سرلیک دی ،چې غواړم تر دې وروسته خپل افکار پکې راونغاړم . ددې ستون ټولې لیکنې به پردې چورلیز راڅرخي ، چې څنګه خپله نن او سبا پخپله جوړه کړو او له پردیو ایزمونو او اکټونو څخه ځان خلاص کړو. افغانیزم  ټولو ورځپېښوته له افغاني لیدلوري ګوري او هڅه کوي ملي ستونځو ته دافغاني فکر په ځواک په هېوادکې له موجودو امکاناتو څخه دکاراخیستنې په مټ حللارې ولټوي ، چې  دولت ، ملي ځواکونه ، مدني ټولنه او شخصیتونه پرخپل ځان له اتکا څخه دملي اصلاح هڅې پیل کړي . ځينې لوستونکي به وايي چې د نړیوالتوب یا ګلوبلایزېشن په دې عصر کې  نو دغه اصطلاح ( افغانیزم ) څه مانا درلودلای شي ؟ دې اندیښنې ته باید ځواب ورکړم ،  موږ دافغانیزم له انددود څخه افغانستان تجرید ته نه ورټیل وهو ، بلکې غواړو له دې لارې دټولو هڅو محور دافغان او افغانستان ګټې وټاکو او هرې هغې سیاسي ، ټولنیزې ، فرهنګي او ان فردي هڅې  ته لومړیتوب ورکړو ، چې افغان او افغانستان ته ګټه رسولای شي. موږ که پر نړیوال پرمختیایي بهیر هم ورګډیږو موخه مو باید دافغانستان ملي ګټې وي ، که له بهره څه راوړو هم ښايي دافغان دګټې لپاره یې وکاروو ، او که له بهرنیو سره کومه سیاسي  هوکړه کوو، هم ګټه یې باید افغان او دافغان هېواد ته ورسیږي .
ایا تر اوسه داسې نده؟
نه ، له بده مرغه موږ دا دیرش کاله له بهرنیو څخه ایډیولوژۍ راپوروو ، وسلې ورڅخه راوړو ، له استخباراتو سره یې ملګرتیا کوو او بیا نو د بل ټوپک او دورور سینه ، دبل اور او دخپل بچي ښوونځی ، د پردي هوس او دخپلې تورسرې بې عزتي ،  دبل ګټې او زموږ مټې آن دبل په زور زموږ دروغجنه پاچايي ...
ددې بهیر د سرچپه کولو لپاره، د افغانیزم  پر لاره روانیدل پکار دي  او هر څوک باید خپلې سیاسي هڅې پر همدې کوڅه تیرې کړي .


بېلګه  :
همدا نن سبا دسولې لپاره دخبرو هنګامه توده ده ، مذاکرات دي ، پټې او ښکاره لیدنې کیږي  او رسنۍ ښې ګرمې لګیا دي  ،خو هیڅ څوک پوښتنه نه کوي چې د دې ټولو هڅو دابتکارمحور دچا دی ؟  او دا هر څه دچا لپاره کیږي ؟ افغان او افغانستان چیرته دي ؟ او بیا به دچا دګټو لپاره دا هېواد یوه نوي ناورين ته ورننوځي؟
مذاکرات که له هر چا سره وی ، له طالبانو یا له حزب اسلامي سره، که له امریکا یا کوم ګاونډي سره ، له افغان حکومت یا له بل لوري سره ، که هدف ورڅخه دافغانستان سوله وي نو ګټوره به وي ،خو که له دې خبرو څخه هدف دځانګړیو ډلو واک ته رسیدل یا په واک کې پاتې کیدل وي او دمرکچیانو له دې تندې څخه بهرنیان خپلې ګټې پورته کوي ، نو مه دې شه او وطن به دبلې بلا خولې ته ننوځي .  دیرش کاله کیږي ، چې زموږ دسیاستونو محور افغانیزم نه دی ، ځکه خو کله له شورویانو سره مذاکرات کوو، کله له امریکایانو سره ، یوځل له پاکستانه دخبرو کولو غوښتنه کوو بیا عربي هیوادونه منځګړي کوو، کله ترکیې ته ځغلو، کله قطر ته کورنۍ باسو ، په میلیونونو کورنۍ مولاهم په ګاونډیو هېوادونو کې دهغوی دسیاسي لوبو او ګټو لپاره یرغمل دي ، ولې ؟؟ دجرګو ، سپینږیرو ،مرکو او نرخونو په دې وطن کې دومره یو پر بل باور او اعتماد نه دی پاتې ؟ داځکه چې موږ پر افغانیزم  باور نلرو او دسیاست وسایل او وسایط مو خپل ندي ، پردي دي. دحکومت کولو اقتصاد موخپل ندی ، خپلو مامورینو ته کله په روسي الوتکو کې دکوپون اوړه راوړو او کله په کلدارو تنخواه ورکوو ، کله یې په ډالرو چلوواو کله یې د ریالو په کڅوړو نازوو . دوطن دښتې له تندې سوزي او دوطن روان سیندونه په بیړه بهر ته روان دي  ، داځکه چې زموږ سیاست افغانمحوره ندی او موږ دنورو په ایزمونو پسې منډې وهو.
دروانو خبرو اترو ستونځه هم همدا ده ،چې لاخو افغانمحوره ندي او فکر یې پر افغانیزم نه دی ولاړ ، ددواړو لوريو ( افغان حکومت اوسله والو  مخالفینو) لاسونه دنورو تر ډبرو لاندې دي ، دواړه لوري هغو نړیوالو او سیمه ییزو ځواکونو ته احتیاج دي ، چې ددوی دسیاست او واک اقتصاد یې په ګورت کې دی  ، ډیره اندیښنه او دهڅو اصلي موخه هم د کم وزیات اته ویشتو میلیونو افغانانو دژوند او مرګ په اړه نده ، لویه اندیښنه داده چې کومه ډله به څوڅوکۍ راخپلې کړي او په راتلونکي کې به یې واک څومره وي او یا هم ښايي په دې هم چنې وهل کیږي ، چې ددوی دبهرنیو انډیوالانو برخه به څنګه شي ،هغه انډیوالان چې دوی  یې لاتراوسه د ډالرو او کلدارو په سیرومونو ژوندي ساتلي دي؟
افغانیزم پر خپل اقتصاد دخپلو خلکو  دګټو لپاره د خپل فکر پر اساس دسیاستونو پر مخ بیولو ته وايي او نور ټول لوري او څیزونه یې وسایل دي . له بهرنیانو سره دوستي او دښمني ، له نورو سره سیاسي اړیکي او په خپلو کې روا سیالۍ ښايي د افغانانو د ګټو لپاره وسایل وي  ، نه داسې اهداف چې دافغان ماشوم اوافغانې میرمنې وینه یې دتر لاسه کولو لپاره وبهول شي .
همدا ده دافغانیزم ساده پېژندنه ، راځئ ! ددې لړۍ په لوستلو او عمل ته په راو ستلو سره یې زما او زمادملګرو ملارا وتړئ .