د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

ژوند دکار لپاره که کار دژوند لپاره ؟

غفور لیوال 21.02.2012 20:55

دپولندپه پلازمېنه وارسا کې خپلو کوربنو هغه میوزیم ته بوتلم ،چې دنړیوالې دوهمې جګړې پرمهال یې د ورانیو او تر جګړې وروسته بېرته دودانولو نښې او یادګارونه  په کې ساتلي وو، دوی دې میوزیم ته د وارسا دبیا راپاڅېدنې یادګار هم ویل .  په جګړه کې وارسا، تر پینځه اویا په سلو کې، ډېره ویجاړه شوې وه ،لوټه لوټه پر خاورو پرته وه . دمیوزیم لارښودو او زما کوربنو ویل د پولندیانو دوه نسلونو خپل ژوند دهمدې ورانیو دبیاودانولو لپاره ځانګړی کړ ، هغوی کاروکړ ،چې دپولندیانو دراروانو نسلونو ژوند هوسا شي ، دا زما لپاره په زړه پورې مسئله وه ، له ځانه مې وپوښتل : موږ افغانان خو نه کار دژوند لپاره کوو اونه هم ژوند د کار لپاره ، ایا دادواړه رانه ورک ندي؟ ښايي دواړه نلرو  ، ښايي دواړه یودبل لازم او ملزوم دي ، نو چې یو نشته بل به له کومه شي ؟  یو ظریف او شوخ ملګری لرم ، یو ځل مې هسې ترې وپوښتل : ژوند څنګه دی ؟ ویل یې تیریږي ... خو ژر یې خبره تر غاښ لاندې کړه ویې ویل ، نه ! نه ! نه تیریږي ، بلکې تیروو یې . ما ویل دا دواړه څه توپیر لري؟ ځواب یې راکړ ، ښه ژوند تیریږي خو ستونځمن ژوند باید په لوی لاس تېر کړو ، هغه ژوند چې دنورو دخیر لپاره تولید پکې وي هغه دخوشالۍ ژوند دی او ښه تیریږي ، خو وزګار ژوند باید لکه دزهرو جام تېر کړای شي.  افغانان په ژوند کې سرګردانه دي، غواړي دومره څه وګټي چې څوورځې او شپې یې پرې تېرې شي ، خو هغه څو ورځې او شپې یې بیا په دې اندیښنه تیریږي ، چې بل ځل به څنګه دومره څه ګټي چې بیا یو څو ورځې پرې تېرې کړي ، په ژوند کې دکار اندیښنه او په کار کې دژوند اندیښنه ،لکه یوه باطله کړۍ همداسې څرخي او ددې هېواد بېچاره وګړي سره پيچي ، له زوکړې څخه تر مړینې پورې سر بداله او له هرڅه محروم. ژوند کار ته په درد نه خوري او کار ژوند ته ، په دې منځ کې یو ډیر ارزښتمن پر مختګ ورک دی ، نشته ، نه یې پیژنو او له ارزښته یې نه یو خبر او هغه ددواړو دښه کېدو لپاره تدبیر ، اراده او هوډ دی . نه یې په ټولنیزه سطحه لرو او نه یې هم په فردي کچه . حکومتونه مو ټول ( یا لږ ترلږه دا دیرش کاله ) پرهمدې فکر وخواري کوي ، چې څنګه همدا موجود ټولنیز ژوند وساتي اوله فردي پلوه ګڼ افغانان پر دې فکر کوي چې څنګه همدا نیمزاله ژوند وژغوري.
 ستونځه چېرته ده؟
یوه ډیره وحشتناکه تشه ، دلا ښه ژوندانه لپاره د هڅې او پرمختګ نوښت نشته ، داسې باورنلرو چې ژوند باید له نن څخه سبا ته ښه شي او دزوی ژوند له پلاره او دلمسي هغه تر زویه څو وارې باید ښه وي ، داباور باید هم په ټولنیزه سطحه رامنځته شي او هم د وګړیو په روان کې ښايي وروزل شي ، دا زموږ دخلکو حق دی او ښايي ورسره مرسته وکړو، چې له دې وضعیته ووځي . داسې موخې ته درسېدو لپاره باید په لومړیو کرښو کې وړاندې شویو پوښتنو ته یو روڼ ځواب ووایو او هغه ځواب دادی : کار دژوند لپاره !
ټولې هڅې د ژوند دشرایطو دلاښه کېدو لپاره ، نن دپاکو اوبو بمبه په کور کې  ، سبا دتودو اوبو امکان په یوه ښه تشناب کې او بله ورځ ښايي سونا حمام دخپل کور په یوه کونج کې . افغان انسان په دې نړۍ کې ددې هر څه درلودلو حق لري .
یوه رواني فرضیه :
که ژوند دکار لپاره ځانګړی شي ، نو دکار کیفیت خرابوي ، ځکه دلاښه والي لپاره رواني انګیزه نه شي درلودلای ،مګر که  کار او هڅه دژوند لپاره ځانګړي شي دوه رواني انګیزې رامنځته کیږي : لومړۍ دا چې دژوند دشرایطو د ښه والي لپاره باید دکار شرایط هم ښه شي ، تولید ډیر شي او دکار کیفیت ورځ تر بلې لوړ شي. دوهم داچې دوړاندې منل شوي منطق پر بنسټ د ژوند ښه والی وروستۍ موخه ده او ددې لپاره پرلپسې نوښتونه   هم په ټولنیزه سطحه پنځونه (خلاقیت) لوړوي او هم پر وګړنیزو توانمندیو او استعدادونو مثبته اغیزه کوي . دبدبینۍ ، یوازیتوب ( اندویدیالیزم) ، پرځان بې باورۍ ، شرم او خپګان جرړې له منځه وړي او ټولنه دسالمو او فعالو وګړیو په یو ې مجموعې بدلوي.
 یو شمېر څېړونکي فکر کوي، چې ژوند محوره کار زبېښاک ، لټۍ او دپانګې ډیرېدو په صورت کې عیاشۍ ته لاره هواروي ، خو ګڼ نور دا نه مني او دداسې اندېښنو دمخنیوي لپاره ځواکمن ټولنیز سیستم جوړول اړین ګڼي او دعقیدوي ، قانوني او اخلاقي بنسټونواوارزښتونو د پیاوړي کولو سپارښتنه کوي.
وړاندیځ :
دکار پنځولوبهیر باید دکار دټاکنې (انتخاب )تر بریده ورسول شي . له دې سره هممهاله دعامه پوهاوي له ټولو وسایلو ( پوهنه ، رسنۍ ، مدني ټولنه ،اغیزمن وګړي ، هنري ـ فرهنګي پروګرامونه ، لیکنې ، بحثونه او نور) ښايي ددې لپاره وکارول شي چې ټولې ټولنیزې هڅې ژوند محوره شي او دافغان انسان دژوند دشرایطو لپاره دټولیزو فعالیتونو لپاره میکانیزمونه او پر علمي بنسټونو استوار ګامونه پورته شي .
دافغانانو پر ځانباورۍ او آن یو پربل باور لپاره ددوی تر منځ دکاري اړیکو ټینګول مرسته کوي ، چې دګډو هڅو په مزیوسره وتړل شي ، دهر افغان کار اوهڅه  ، که دبل افغان دژوند دشرایطو په ښه والي کې مرسته وکړای شي ،ټولیز صمیمیت ډیروي او ټولنیز بافت پیاوړی کوي .
ملي یووالي ته درسیدو یوه ریښتینې لاره همدا ده،چې وګړي دا احساس کړي ، چې دهر یوه کار دټولو دژوند دشرایطو ښه کېدو ته لاره هواروي . ملي یووالی په شعارونو نه رامنځته کیږي.