د پاکستان او امريکا اړيکي تر بل هر وخت نازکي سوي
23.09.2011 21:21پاکستان او امريکا چي د يولسم ستمبر را په ديخوا د اسامه او افغانستان په خلاف په جګړه کي تر هر چا زيات نوک او ورۍ وه نن سبا ئې تر بل هر وخت اړيکي ترينګلي او نازکي سوي دي .
يو لور ته دانن نن د پاکستاني څلورو مقاماتو د خپلو امريکايې سيال واکانو سره د ډيرو سختو خبرو او اخطارونو تبادلې صورت نيولى دى چي د پاکستان خارجه وزيري ميرمن رباني کهــر ويلي دي چي که امريکا غواړي چي پاکستان د لاسه ورکړي نو قيمت ته اداء کولو ته دي ئې اماده اوسي او د پاکستان لومړي وزير ويلي دي چي پاکستان غواړي له امريکا سره ښه اړيکي ولري خو که امريکا دغو اړيکو ته درناوئ ونلري نو ګيله ئې پر ځاى نه سي پاته کيدائ ځکه خو امريکاته بويه چي په خپل نظرياتو کي د پاکستان لپاره څه سياسي ګنجائش پريږدي او که نور دا غلط بيان ورکول پرې نه ږدې نو موږ ئې عوامو ته د ازرښت په ښکاره کولو کي پاته راځو او همدا شان د پاکستان د دفاع وزير احمد مختار ويلي دي چي امريکا د پاکستان په اړه د خپلو ټولو الفاظو او څرګندونو ذمه واره ده ، همدا ډول د پاکستان د پوځ مشر اشفاق کياني د مايک مولن د خبرو په غبرګون کي ويلي دي چي ددې سره ما ورسره په دې اړه سنگين او بريالي بنډارونو هم کړي دي خو بيا هم مولن ډير د بدو پائلو لرونکي څرګندوني کوي.
د څلورو واړو پاکستاني چارواکو څرګندوني محضي څرګندوني نه بلکه د هغو الزاماتو به وړاندي غبرګونونه دي چي امريکائې سيالو چارواکو ئې له وړاندي ورکړي دي چي ټولي ورانکارۍ افغانستان ته له پاکستان څخه صادريږي بل لور ته د کابل د تيرو مياشتو د سنگينو پيښو پړه هم يوازي او يوازي پر حقاني ډله ور اچولي او وايي چي دا هغه ډله ده چي د پاکستان د څارګري ادارې له پوره ملاتړ څخه برخمنه ده.
بل لور ته د ناټو مشران د پاکستان په وړاندي د جګړې لپاره د تيارسئ حالت ښئي چي له مخي ئې نن سهار د ناټو سيمه ايز قوماندان جون ايلئين د هيواد په لويديځ کي د پاکستان لوري ته د خپلو عيارو سويو توپونو څخه ليدنه وکړه او خبر يې ور کړ چي زموږ نښان پوخ دى او هر وخت پرته له کوم وارننګ څخه وار کولائ سو چي په ترڅ کي به ئې اولسي خلګو ته هم زيان نه رسيږي. چي د وار کولو توجه ئې د پاکستان لور ته وه
دا او دې ته ورته هڅي او له څو ورځو را په ديخوا د امريکائي مقاماتو له لوري پر له پسې گوتڅنډني ښئي چي نور يا خو د پاکستان په وړاندي د امريکا دريځ بر مخ بدل سوى دى او يا هم امريکا غواړي چي په حالاتو بل مخ واغوندي تر څو وکولائ سي چي د واک څخه دباندي سيمه باندي هم خپل زور واچولائ سي.
خو د فکر خبره داده چي دا مهال به امريکا څنگه وکولائ سي چي د پاکستان په وړاندي يو آټل دريځ ونيسي ځکه يو خوا امريکا پاکستان ته زارۍ کوې څو وسله وال سولي ته و هڅوې او بل لور ته د خپلو باصلاحيته او مرکزي رول لرونکو چارواکو په خوله پر پاکستان زور اچوې څو د وسله والو پټنځايونه په نښه کړي.
دوخته وخته څخه پر يکطرفه جاده روان امريکائي سياست نن سبا تر بل هر وخت د ډيرو ننګونو سره مخ دى ، اړ دى چي د پاکستان پر ټولو ښيګڼو پرده واچوي او نور نو د خبل پخواني وچ دماغى سره سم هلته هم زور و ازمويي .
د يادولو وړ ده چي د څه مودې را هيسې د باکستان د سياست څخه ليري باته سوى خو د امريکا غټ ملاتړى پوځي ديکتاتور جنرل پرويز مشرف هم نن د رسنيو مخ ته راغى او وايي چي راتلونکو دريو مياشتو کي به پاکستان خامخا يو څه کوي که نه نو هويت ته ئې غټ خطر پيښيدلائ سي چي ددې څخه جوتيږي چي پاکستاني سياستوال هڅوې څو د دده په شان د وسله والو خلاف کوټلې ګامونه واخلي او د امريکايانو سره لار يوسي ، ټاکل سوې ده چي نوموړى په راتلونکي کي امريکاته هم سفر ولري او هلته د باکستان د حالاتو په اړه يو ليټريچر ورکړي څو د خلگو واکمن ګوند وهڅوي چي په عملياتو کي د امريکا بوره ملا وتړي خو د پاکستان واکمنان بيا د پاکستان د اوسنيو حالاتو تر هر چا ډير پړه په خپله پر دغه پوځي جنرل ور اچوي او وايي چي د پاکستان دغه ورځ د مشرف د وچ مغزه او کرختو اقداماتو پيدا وار ده چي پيل ئې د سره جومات يا لال مسجد په عملياتو کي د ماشومانو او انجونو له وژلو څخه سوى دى .

