د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

احمد فاني د اولس انځور گر شاعر

جلال الرحمان شرر 10.05.2011 14:03

شعر  بيلابيلو خلگو په ډول ډول تعريف کړئ خو که وکتل سي نو شعر د شاعر د زړه مجسم (تنه لرونکئ ) اواز دى چي هر اوريدونکئ ئې د شعر په اوريدلو سره د زړه د اواز انځور ويني چي کومي ستونزي، ناخوالي ، خوښى او غمونه پر ده تير سوي دي، کله ئې جفا ځوروي، کله د وصال تنده ترې ليونئ جوړوي، د شاعر د خيال بيله دنيا ده چي هغه څه وائي کوم چي  د ده زړه ليدلي ، ډير کله شاعر د محسوساتو څخه نه ږغيږي.    

                        خو غوښن شعر بيا ځانته څه دى، چي هر څوک ئې اوري نو وائي چي بس همدا زما د زړه اواز دى، احمد فاني هغه شاعر دي چي زه خپله دده هر شعر اورم نو فکر کوم چي بس همدغه زما د زړه خبره ده چي ده وکړه .

غمي د خاورو يو ځلا نه غـــــــــواړو                      په غم کي هيڅکله خندا نه غواړو

اوس لوڅ لپړ يو چي ورځ را نه ولې                      شپه مو پرده ده هيڅ رڼا نه غواړو

                        د شعري صنعت ، په  ترکيباتو کي نوښت او د تخيل دنيا ئې ځانته ده چي نور ملگري پرې وږغيدل خو يو شئ چي تر ډيره حده د نوموړي په شاعري کي ما ته زيات خوند را کوي هغه دا چي نوموړي په خپلو شعرونو کي د خپلي ټولني  تصوير وړاندي کړئ.

له غمو څه ئې زړه شين دى هر زمان ددې اولــــــس              پروت د زړونو انعکاس دى پر اسمـــان ددې اولس

وران کورونه ددې خلگو د غــــمو کــــــوي بيـــــــــــــان            او د مـــړو بيان کوي هر بيابــــان ددې اولـــــــــــــس

دې جگړې ورته پرې نښود کلک زړگي او کلک غرور             بــــــس ما شوم غوندي ژړلي هر انسان ددې اولس

يا هم دا چي :وائي:

تاريخه څه گورې ددې اولس په مړو ايرو کي                  په داسي اور باندي دي سوي چي انگار نه لري

د قران له نظره هم يو شاعر بايد د ټولني په دردونو ځان خبر کړي او د مظلوم لاس نيوئ وکړي که نه  دئ ئې  هم غندلى او دده  پيروان ئې هم غندلي دي.

 د سورة الشعراء د وروستيو څلورو اياتونو ژباړه ده(( او په داشاعرانو هم ناپوهان پسي دي، ايا ته ئې نه وينې  (ائ محمده) چي دوى په هره شيله کي ډوب تللي وي ، دوى هغه څه وائي چي نه ئې کوي خو  ‎( نه هغه شاعران ) چي ايمان ئې راوړى دى، نيک عملونه ئې کړي ، د الله ياد ئې ډير کړئ دى او د مظلوم لاس نيوئ کړى دى وروسته له هغه چي ظلم پر سوى دى (او دوى په خپلو شعرو کي دا وړاندوينه تل کړې ده ) چي ظالمان به ژر تر ژره پوه سي چي څه اوښــــــــتون باندي راغلى))

احمد فاني د ظالم څخه ډيره کرکه لري او د سختي محاکمې غوښتونکئ ئې دى  خو بشر ته درناوئ  ئې تر هغه ښکلى صفت دى او بيرته د انسان کرامت ته په درناوي سره هغه ته دميني سنگر نيسي.

هر چا به غوښي د ظالم وائ په غاښــــو شکولي                  خو چي دا رنگ ئې د انسان دى سړئ څه ووائي

زه په دعوه سره ويلائ سم چي که د احمد فاني ځيني شعرونه په هره ژبه وويلي شي دا ځني فهميږي چي دا د يو خوږمن او درديدلي اولس بچئ دى

ما قاتلانو ته ددوى د غشو وار ور وښـــــــــــــــود            ما د اولس د هر بچي د زړه پرهار ور وښـــــــــود

تاريخ ليکئ يو غم ځپلى ښار په خپل زړگي کي           چا کربلا، چا فلسطين ما کندهار ور وښـــــــــــود

يا هم دا چي :

تر دغه لويه بې وسي به شايد بله نه وي          چي څوک په خپل ملک کي د خپلي خولې اختيار نه لري

                        يو شاعر بېله دي چي د مظلوم ترجماني د هغه د ږغ په رسولو کي وکړي نور کوم رسالت مخته وړائ سي، شاعر بېله دې چي کريږه وباسي نور کوم وسله نه لري احمد فاني د خپلي ټولني په اړه د ټولني خالق ته کريږه باسي اووائي:

ژوند په محبت کي ربه وشمـــــــيره                        هر څه په جنـــــــت کي ربه وشميره

دوى خو ئې گناه بولي د ميني ژونــد                       تې په عبـــــــــادت کي ربه وشميره

احمد فاني د ټولني هر درد ته دواء غواړي :

که بيلوي سره شراب او ثواب            د وخت قاضي عدالت نه پيژني

يا هم دا چي :

په دنيا کي به قصرونه دومره ډير نه جوړوو          د مړو دپاره دلته هديره هم ضروري ده

يا هم دا چي :

احمد فاني يو وخت به داسي امن هم ووينو             چي يو سړئ له بل سړي څخه کوم ډار نه لري

دا گيله نوموړئ له وخت څخه کوي چي :

احمد فاني وخت هره وراني تل ده جوړه کړې                مگر نه پرې کوي دلته څه تاوان ددې اولس

نو اخر به علاج څه وي :

احمد فاني د مينې د يو سفير په توگه پر ټوله نړې گرځـــــــــي او بشرې ټولنه په خپلو کي يو د بل سره د زور او کرکي پر ځاى مينې او لورييني ته هڅوي

ځم سر او پــاى ته لـــــــــکه لمر د نړۍ                 يـــــار پسي گورم لر او بر د نــــــــــړۍ

احمد فاني زور خو ودانه نه کــــــــــــــــــړه              دا ځل به عشق ټاکو رهبـــــــــر د نړۍ

 

د مشت نمونۀ خروار په دستور پر همدغه بيتو بسنه کوو که نه د احمد فاني ټول شعرونه په دې ارزي چي په ليکنه کي راوړل سي او ښه پوره بحث ورباندي وسي ، زما په نظر که نوموړئ همدغه سنگر تود وساتي او نور شاعران هم دې ته وهڅوي چي خپل شاعرانه قوت د خپل چاپير چل په گټه وکاروي نو شعري ټغر به نور هم برم ومومي ،           د هماغه ورځي په هيله 

 

نوټ : دا مقاله د احمد فاني په وياړ غونډه کي چي  د افغان يونائيټډ اداري ښوونيز مرکز په نوښت جوړه سوې وه ، واورول سوه