د ستراتيژې د بيا ارزوني پائلى که د موخو ابراز
17.12.2010 07:11څور ورځي وړاندي د امريکا ولس مشر بارک اوباما خپله د وړاندي څخه جوړه شوې تگلاره د سره وکتل او تير ماښآم ئې د نويو زياتونو سره د افغانستان په وخت د شپې څه باندي دوولس بجې پر ليکه کړه ...
د امريکا ولسمشر په افغانستان کي د خپلو عسکرو د کړنو څخه خوښ دى او وائي چي موږ تر ډيره حده بريالي يو خو بيا هم مخي ته ستونزى ډيري دى او ټيکاؤ لا په وجود نه دى راغلى اما امريکا اټله ده چي د راتلونکي زيږديځ کال له جولائ څخه به د خپلو پوځونو ويستل پيل کوي.
نوموړي پاکستان هم وگواښه چي بويه په خپله خاوره کي د طالبانو د فعاليتونو مخه ډب کړي چي قبائلي سيمو ته ئې ډيره توجه په کار ده څو د بيا را ټوکيدو شونتيا ئې له مينځه ولاړه سي . په تعديل سوې ستراتيژې کي په ډاگه سوې چى پاکستان د ترهگرو (د اوباما له نظره) د ځالو د ورانولو دپاره اړين کار نه دى کړى او دا له دې کبله چي پاکستان لږ پوځ لري او نشي کولائ چي ټول وزيرستان او څيرمه سيمي په سمه توگه له طالبانو پاکي کړي چي په دې کي ئې دې ته بربنډه اشاره کړې چي پاکستان بايد امريکا ته اجازه ورکړې څو هلته خپل پوځونه ځاى په ځاى کړې .
همداشان د ستراتيژې د عمل په تير بهير کي امريکايانو چي مشرتابه ئې ډيويډ پيټريوس دى په کندهار او سيمه کي هغه نادودي وکړې چي د بشريت تاريخ پرې شرميږي پر دغه مهال د کندهار هرات پر لويه لاره زرگونه کورونه والوزول او خلگ ئې بې کوره کړه، د سړک يوې او بلي غاړي ته ئې شپيته کلن توتان او درختې په پولادو اره کړې، د سړيو په وژنه کي هيڅ دريغه ونکړه خوار بزگران په خپلو مځکو کي په نښه کړه سوه چي دغو ټولو اقداماتو سيمه په هره سطحه پر شا تمبولې ده اوباما ئې په اړه ډيره خوښي وښوده او دا ئې په ډاگه کړه چي موږ ته دا مهمه نده چي په افغانستان کي دي هره سيمه پر مخ تللې وي موږ د القاعدې پرځول غواړو او هغه مو تر ډيره بريده کمزورې کړې ده او مقصد ئې دا وو چي گواکي همدغه تيريو ته به دوام ورکوو.
کارپوهان وائي چي د امريکا د اولسمشر په تگلاره کي کوم ځآنگړى بدلون نه تر سترگو کيږي خو يوازي دې کتني زمينه برابره کړې څو ولسمشر پر خپلو عسکرو د جگړې دپاره يو وار بيا تاکيد وکړي او دا حالات چي تر هر چا ئې زياته بيه افغانان او په تيره بيا پښتانه پرې کوي امريکا ته چندان ارزښت ځکه نه لري چي دوى انگيري چي تروريزم له پښتنو را پيدا سوى.

