د ډیورنډ کرښه
16.12.2010 21:26د خوا شينۍ ځای دی چې د ډیورنډ کرښې په اړه ډېرې لږ او د ګوتو په شمار ليکنې شويدي. ډېری خلک ان تر دې ګڼ شمېر افغانان هم د دې کرښې په اړه څنګه چې ښايي هغسې پوهاوی نلري. رسنۍ هم چندانې غوږ نه پرې ګروي. هېواد پاله ځواکونه هم د بهرنیو زورواکو او کورنیو ټوپکوالو د ګوتڅنډنو او ورپېښو ستونځو له امله په ښه دريځ کې نه دي. د لږکيو ېو لږ شمېر، په لوموکې نښتي لوستي هم د ګاونډیو ښکاریانو په مټ، په توره ليکه مینان دي. دا او داسې نور لاملونه دي چې د څو لسېزو راهیسي زموږ تاریخي هېواد او سیمه د دې تورې کرښې په توره تبه اخته ده. خو که خبره هرڅومره ګزو ګام کړو. پایلې دا په ګوته کوي چې: بیا هم د دغه دروند پيټی کسان مالوم دي. او هغه: رښتیني هېواد پاله افغانان دي چې د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا او سلامتیا پازوالي، تاريخ ورپغاړه کړېده. له دې امله پکار ده چې د دغې سترې او ویاړلې دندې د تر سره کولو لپاره د ډیورنډ د تورې کرښې تر ړنګېدو پورې، په پرله پسې توګه نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وشي. او ورسره لاندې ټکي په پام کې ونېول شي:
لومړی ـ تر دې مهاله په ټوله کې د ډيورنډ کرښې په اړه دوه ډوله دريځونه را څرګند شوي:
الپ ـ دولتي دریځ: له بده مرغه د ډیورند کرښې له نښه کولو راهیسې، په هېواد کې د ټاکنو له لارې يو رښتینی ولسواکی دولت او واکمني راغلې نه ده، او که راغلې خو په بېړه له مینځه وړل شوېده. له دې امله د ډيورنډ کرښې په اړه دریځ د پالېسیو، جوړجاړیو او ځانساتو سیاستونو په اړوپېچ کې څپڅپانده او تت ښکاري. او یا خو د خپل برخلیک د ټاکلو دحق! دپلوماسي مخته کوي، یا يې شاته غورځوي او کله يې هم په بيړه مخ ته اچوي، او په دېتوګه خپلې شپې سبا کوي. او کړنچارې يې په دې اړه یا رشوتونه او یا هم مېلمستیاوې دي.
ب ـ ولسي یا خلکي لید: خلکي ليد په دې متلوکې رالنډيږي: «اوبه په ډانګ نه بېليږي». «ېو کور او دوه نغريه؟». که نن وي که سبا دا وتن د زرغون شا». «تر مارګلۍ به در سره شم *په هندوستان کې دې په خدای سپارم مینه». او «ماهي چې هر وخت له اوبو راوباسې، تازه وی».
دوهم ـ په افغانستان ، سیمې او نړۍ کې د رښتینې سولې، رښتيني ټيکاو او پرمختګ لپاره، د ډیورنډ د تورې او کرغېړنې کرښې له منځ وړل ، ېوازینۍ سمه ، پخه او رښتینې لاره ده.
دریم ـ يو شمېر کسان داسې ډنډورې غږوي چې: د کرښې لپاره دغه پاړکی سم نه دی او داسې نورې ډېرې انې بانې جوړوي. او لور په لوټه تېره کوي. خو رښتیا خبره دا ده چې: د دې کرښې د رامنځ ته کېدو نه بیا تر نن هره ورځ، هره شپه ، هر ساعت او هره شېبه يې د لرې کولو او ړنګولو ښه وخت وو او دی. دا ځکه چې هر وخت ځانته ځانګړی ارزښت او ځانګړتیاوې لري او باید پخپل وخت ورسره غبرګون وښودل شي او ګټه ترې پورته شي. دبېلګې په توګه: که د ېو چا تنه زخمي اویا ټوته ترې بېله شي، نو د درملنې وخت به يې کوم وي؟ د داسې ناروغانو خو د نړۍ په کچه ډېرې بېلګې شته دي: ويتنام دوه ټوټې شو. تر ډېرو هلوځلو او بلهاریو بېرته سره يو شو. المان دوه ټوټې شو، سره د دې چې په دواړو خواو کې بهرني پوځونه، پراته وو، خو المانانو په پرله پسې توګه هلې ځلې وکړي او ان چې د برلین د دېوال پر سر وینې توی شوې، خو په پاي کې سره يو شو. په کوریا کې هم له شپېتو کالو راهېسې پردي پوځونه پراته دي خو د ېوالي لپاره راکټونه هم وريږي او هم څو تنه د خپلو بیرغونو سره واټونو ته راوځي. ارېتریا کې هلې ځلې روانې دی. په قبرس کې هلې ځلې کيږي. په کشمير کې د ېووالي لپاره وینې تويېږي. په پښتونخواکې له اوږدو لسيزو راهيسې، هر اړخيزه هلې ځلې روانې دي. اوپه...
څلورم ـ ځینې په دې اخته دي چې دا لاسوند کره نه دي. لاسلیک دی او که نه دی؟ نخشه شته یا نشته؟ دې باچا او دې امیر منلې او هغه بل نه ده منلې. او داسې نورې ډېرې خبرې او څېړنې روانې دي. خو ېوه پخه خبره د لمر په شان روښانه ده. او هغه دا چې: دلته د ېوه پلار ځامن يې په زور سره بېل کړي. ېونغری يې سره بېل کړي. ېوه پوله او ېو پټې یې سره وېشلی. ان تر دې چې د ېوه باغ ونې او څاروي سره جلاکړي. ېو جومات يې بېل کړی. ېوه وينه يې بېله کړې. په ېوه کس يې دوه نومونه ايښي، ېوه ژبه يې دوه تړانګې کړې. ېو نوم يې دوه برخې کړی. ورشئ ! د ډيورنډ پرکرښه مېشتې کورنۍ وګورئ. استازي واستوئ. انځورونه او غږونه يې واورئ . نړېوال پرې خبرکړئ . اوس مهال په نړۍ کې ډېر هېوادونه، جوړښتونه او ځواکونه شته چې ملا تړي شي. خو چې موږ وخوځېږو. زه باور لرم چې په دغه ناروا بېلتانه کې به د غمازانو خبرو، کترو او چلوټو ته ډېر ځای نه وي.
پنځم ـ د بهرنيو ځواکونو شتون او نه شتون کوم بېخبنايي اغېز ځکه نلري چې افغانستان ېو موخه اېز ټاټوبی دی. دلته به نور هم راشي او لاړ شي. زه خو دا وایم چې ان په شتون کې غوره ده چې دا ناولې توره کرښه يې په سترګوکې ورووهل شي. دا ځکه چې همدوی دا کرښه کښلې ده. د هېواد ېوه برخه یې جلا کړې او بیايې په نورو وېشلې ده.
شپږم ـ د هر مهال او هر چال سره باید هماغسې کمال وشي. که د خبرو وخت وو. خبرې دې وشي. که د لاریون ځای او وخت وي لاریون دې وشي. که د ګرمې مامېلې مهال وي. بیادې د «پېراېپي» پل ونېول شي. مانا داچې: د روا هلوځلو ټولې بڼې دې د خپل مهال سره سم په پام کې ونېول شي. وګورئ! شمالي ایرلنډ ته، د بریتانویانو په وړاندې.
اووم ـ د هېواد په ټولو اداري جوړښتونو او په بهرکې دافغانانو په مېشتځایونوکې باید د دې تورې کرغېړنې کرښې د لرې کولو لپاره ګڼشمېر جرګې او جوړښتونه رامنځ ته شي. له درې کسانو نېولې بیا تر هرڅومره چې شونتیا وي سره جرګه شي. د دې چارو دښه سمون په موخه دې ېوه بنسټېزه او ېوه تګلاره جوړه شي. د هغوی له مخې دې پرله پسې هلې ځلې اوتر پایه ورسره هر اړخیزه نه ستړېکېدونکې تبلیغاتي چارې سرته ورسيږي. او په دې اړوند له ټولو روا او نړېوالو حقوقي او قانوني لارو چارو څخه ګټه پورته شي. دا هلې ځلې باید په کورونو، جوماتونو، دېرو،د زده کړې ځایونو او دوترونوکې تر سره او په اړونده رسنيوکې غبرګون وښودل شي. او رسنۍ ورته ځانګړې شي. هر څوک چې په هرګوند او هره ګروهه اوهره لاره روان وي، هغه يې خپلې منلې چارې دي. خو دکرښې د ړنګېدو خبره : له امو تر مارګلۍ، او د نړۍ په ټولو هېوادونوکې د مېشتو شاوخوا شپېتو میلونو افغانانو ېوه ایماني او وجداني سپېڅلې پازوالي ده. موږ په هندوستان کې په میلیونونو پخوامېشتو افغانانوهم غږ کوو چې د مرستې لاس راوغزوي. دا د هر افغان تاريخي ویاړ دی. پکارده چې: هره موريې خپل بچي ته د للو للو په څېر، دا د افغانانو د ېووالي او رغاوي سپېڅلی سرود واوروي. دا ځکه چې: دا د هېواد، سیمې او نړۍ لپاره د سولې، امن او پرمختګ ېوازېنۍلاره ده.
خاوره یوه ده لروبره
له امو نه تر اټک
له چترال تر بولان
دا تپلې کرښه توره توره
يوه پلمه ده خوشې خوشې
يوه کېسه ده هسې هسې
دلته وپوښتئ :
مرغۍ له کرښې پاسه
ځاله ېوه ده، هوا ېوه ده
شمال ېو توپان يې ېو دی
په ېوه تړه
تورې تورې ګورګورې
شنه مزري زیړ غورېژه
د پېغلو په اوربل
تور رانجه
په تورو تورو سترګو
ښکلا ېوه ده سینګار ېو.
تاسې وپوښتئ شپانه!
شپېلۍ کې وايي:
دلته ژبه ده يوه
اوښکه، موسکا يوه ده
دېره، چلم، سکروټه،
نشه يوه ده خمار يو.
مینه ېوه ده، وینه ېوه ده
رمه ېوه ده، لېوه يو.
که خبرې دوه، کیسه یوه ده
دا د پښت و د پښتون وېجه
ېو لوى کور دافغان دى. (ازاد)
پای
یادونه: له ټولو درنو لیکوالو، تاریخپوهانو، سیاستوالو، شاعرانو او د ډيورنډ د کرښې د ړنګولو له مینه والو څخه په ډېر درناوي سره غوښتنه کيږي چې په دې اړوند خپلې کره اوګټورې لیکنې، دافغانانو د کلتوري پرمختیا ټولنې په پته راولېږئ. تر څو په لنډه موده کې چاپ او خپرې شي. په دې توګه د افغانانو د کلتوري پرمختیا ټولنه خپله همغږي، پيوستون او ملاتړ له ټولو جرګو او مرکو، رسنیو او جوړښتونو څخه کوي چې په دې سپېڅلې لارکې خوځنده دي.
په درنښت
پته: Azad_maluk@hotmail.de

