د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

له بهره تر ډګره

ملوک ازاد 09.11.2010 19:23

په رښتیاهم دجرګوـ مرکو،ويښتیا او روښانتیا خبرې هم خوږې اوهم ګټورې دي .که په هېواد دننه سره راغوټه اوله باندې ورسره مرسته وشي دايې ښه لاره ده .خووارله مخه که په دې خبره هم ښه سوچ ورسره وشي چې دهېواد داوسني کړکیچ دهوارولوپه موخه،دچا له خوا؟کومې چارې؟په کوم مهال؟شونې دي،بیابه دګامو د اوچتولوښه موکه وي .خوله بده مرغه د دې خبرې څېړل اوسپړل،ځکه ډېرې درندې چارې بريښي چې دپرله پسې پېچلولوبو اوخبروسراوبرسر،د داسې زبرځواکوپانګه والوکمپنیوپه ولکه کې کېوتی چې:«هم یې کري او هم يې رېبي»که دېوه له ولکې ووځي نوبل ورته رادانګي .که له دوی نه پوره نه شوه نوګاونډیان خوورته لک وبوڅ ناست دي. نوپه دې توګه زموږ دبرخلیک لوبه،لاپسې ترینګلې اوپېچلې شي.دا دچارو دشونتیا په وړاندې د خنډونوېوازې یواړخ جوړوي اوبل یې زموږ دجګړه ځپلواو زورېدلوخلکو،له اخ وټوخه لوېدلی او وېشل شوی ځواک دی چې د دواړو خبرو سره،ډیالیکتيکي چلند پکار دی .مانا دا چې :د دې کړکېچ د رښتینو توکوسپړل او څېړل .لاملونه يې په ګوته کول اوزموږ دوس سره سم یورښتينی او وړغبرګون ښودل دي .ښکاره ده چې داسکالو وختونه اوکتابونه غواړي خوزه دهېوادپه اوسمهال نازک اوپېچلي پاړکي کې د شتوخنډونوپه اړونداود هواري پرلاروچارو،دملي جرګي،د ويښتیا غورځنګ او داسې نورو رغنده وړاندیزونوپه وړاندې، ننګونو ته په لاندې توګه،لنډه کتنه کوم:
لومړی ـ بهرني ځواکونه :په هېواد کې دبهرنیو ځواکونو د شتون په اړه چې وايي «غوا توره ده او شودي سپينې» مانا داچې:افغانستان دپردیوځواکونوپه ولکه کې کېوتی اونېول شوی او هغوی ته ترهرڅه دمخه،خپلې ګټې اوموخې لوړې دي .داخبره هم کله پټه اوکله ښکاره د دوی دستراتېژیوله پاڼو راوځي .مانا داچې دهوارولو د ټولو لاروچورليځ،همداخبره (نیواک)جوړوي چې په غبرګون کې یې په ټوله کې څلورلارې پرتې دي :وسله والې هلې ځلې،جوړجاړی،ملاتړاوپټه خوله .
۱ـ وسله وال غبرګون : له بده مرغه،نېواکوال د خپلو اوږدو تجربوله مخې هڅه کوي چې دمخالف وسله وال ځواک جوړونکي توکي اولارې چارې هم پخپله ولکه کې وساتي .چې داخبره زموږ په هېوادکې دلمرپه شان روښانه ده اوښه بېلګه يې دا ده چې د وسله والوځواکونوپه مشرتابه کې نه ېوازې دپام وړملي مشران ځای نلري بلکې دملي مشرانو«لو»يې هم ګډکړی دی.د وسله ووال غبرګون دخوځښت چورلیز،په لویه کې دنړې والوپه مرسته،دګاونډیانوڅارګرې ادارې څاري .ورسره د جګړو دجنایاتود بلهاریانوپلویان،د وسله والو په ولکه سیموکې اړایستل شوي کسان اودنیواکوالو دناسم چلند له امله هم یوشمېريې په لیکوکې ورګډ دي .له دې امله دنیواک په وړاندې د ملي ټينګاراوملي یوالی وسله وال غبرګون ځواک په ملي کچه له پوښتنې سره مخ کیږي .د وزیر محمداکبرخان،امیرعبدالرحمن خان اوغازي محمدایوب خان،امیرامان لله خان او داسې نورو دملي ټينګار دمهال ځانګړتیاوي له اوسمهال سره ډېرتوپير لري .
۲ـ جوړجاړي واله :ډېری لوستي،روښان اندي اوځپل شوي هېوادوال د خپلو بې وسیو او اړتیاوو سره،د دې لارې زړه نازړه،اړاېستل شوي پلويان دي چې د واک په ټيټو پوړیوکې په چاروبوخت دي.اوېوه برخه یې هم ورځچاري (اپورچونیستان)جوړوي چې خپلځاني ګټې وټې ترهرڅه ورته لوړې ښکاري .اوپه هرلوښي کې د ځایولواو د بڼې د بدلون وړتیا لري .
۳ـ ملاتړي :دا د نيواکوالوهمګټي اوهمغږي پخواني انډيوالان دي چې پوړ په پوړ په لومو اوجالونوکې ورسره پېیل شوي،پاخه شوي اوپېرل شویدی .چې د دوی برخلیک د لوبو دبڼوسره تړلی دی .دوي دخپلواو یارانودګټو دساتلولپاره څلورسترګي اوهېښنده غوږونه لري،خودخپلوهېوادوالولپاره ړانده کاڼه دي .دا ډله دواک چورليز د ډالرواولوړوڅوکیوپرمټ څرخوي .او دخپلو ګټو اوبادارانو له چوپړ پرته،د هیچا اوهیڅ شي خیال نه ساتي . پخواني تشلاسی او دنن میلیونران يې ښه بېلګه ده .
۴ـ پټخولي :دا دافغان ولس ډېرکی ځواک دی چې څولسیزوجګړو داسې ځپلي اوزبېښلي چې د وزرماتومرغانو په څېر،ټولولوړو ژورو ته،يوازې په ځيرځيرګوري او په دې سوچ کوي چې څنګه زمانې ترې واک وځواک په خپلو نامراده منګولوکې ولکه کړی .په خوله هېڅ نه وايي او ډېرڅه په زړه تېروي اوپه دې توګه د خپل برخلیک شپې او ورځې شماري اود ژوند دکاروان د ګونګروګانوشورو وزوږ ته په دې تمه چې کله اوله کوم لوري به د نیکمرغۍ شمال رالوزي،لاس ترزنې بې وسه ساه وتلي ناست دي .اویونیم يې کله ناکله دساتندویانوګزمه والو په څېر د«خبردار!»غږ پورته کوي .نيواکوال هم د دوی له دغه دریځه ښه خوشاله دي او ښه ګټه ترې پورته کوي . دغه ډله د ډار په داسې جال کې راګېره شوي چې دشپې واکمن یې توردېوان او د ورځې سره لېوان دي .
دوهم ـ روښان اندي : دا ډله په دوه برخو وېشل شوې چې يوه يې په هېواد کې دننه ژوندکوي اوبله يې هغه ده چې په څو پړاوونوکې له هېواده وتلوته،اړ اېستل شوي او دنړۍ په ګڼ شمېرهېوادوکې دجلاوتنۍ په ناپېژانده کړاونوکې شپې او ورځې تېروي .زموږ داوسنیوخبرومنځپانګه،همدغه ډله جوړوي .له پورتنیو ډلبندیو داسې ښکاري چې افغاني ځواک په سیمه کې دنړېوالو زورواکو دستراتېژیو دپرله پسې پلي کېدو له امله داسې بې خرته ځپل شوي او وېشل شوي چې په اوسمهال کې دچارو په وړاندې يې اورېدونکی غږ،خوځنده ځواک اویو منلی غبرګون ستونځمن ښکاري .له دې امله په دغه پړاوکې هرغږ او هره هڅه ځکه ژوره پاملرنه غواړي چې د وېشل شوي روښان اندي ځواک له هرې برخې زږه زږه خنډونواو اغزن اغزن سیمونه راتاو شوي او د هرې څېرې او هرې ډلې پر ټنډه د زمانې د لګيدلي شمال ټاپې له ورایه ښکارې او دارنګینه ټوټې اوټاپې سره اټاله کول هم وخت غواړي اوهم ځانګړې شونتیاوې .په اوسني سیاسي ډګرکې د روښان اندو د ځينو ډلو جوړښت،ځواک او شونتیاوي په دې توګه دي چې :
۱ ـ کیڼ اړخي :له هغه مهال چې نړېوال سوسیالستي سیستم ړنګ شوی او ېواړخیزه جګړې پیل شوي،ډېری روښان اندي په تېره کیڼ ځواکونه دیوې تیوریکي خلاسره مخ اوپه ټوټو ټوټو وېشل شويدي .نوله دې امله د کتاب لوستلواولیکلو دود په تش،شماردی.ډېری دکارخلک يې ېوازې دخپلواباګانوله ویناوو اودخپلو پخوانیو کړنچارو له کیسو اوانځورونواو یاپه شعرونواو زړویادونو،یا د روانو غولونکو رسنیوپه انځورونو، خپلې غونډې،ناستې ولاړې تودې ساتي .تجربوښودلې چې د دې تشې د ډکولو او دیوباوري تیوریک بنسټ د رامنځ ته کېدو لپاره لسګونه کالونه څېړنې،لیکنې اوهلې ځلې پکار دي .بل دا چې دا پوړهم د نورو په څېرمخ په زړېدو دی او ځوانان يې په خپلوخولوکې ډوب دي .
۲ ـ ولسپالي : نړېوالې پانګولۍ اوګلوبالي ځواکمنوڅپو دولسپالنې (ناسیونالېزم)ستنې داسې ړچولي اوکږې وږې کړي چې ولسپاله ځواکونه يې ترسیوري لاندې په ډارشپې او ورځې تېروي.زموږ دهېوادپخواني ولسپاله جوړښتونه اوګوندونه یې ښه بېلګه کېدای شي.د دې ځواک ډېری برخه دلوبودسیالیوجوګه نه ده اودپانګواله کمپنیومرستندویې اوچوپړته اړ ایستل شویده.داځکه چې داوتارکي(اقتصادي خپلواکي)مهال په تېرېدودی .
۳ـ ښي اړخي (زاړه پال): داسیاسي ـ مذهبي ځواکونه خولاپخواپه ۱۹ مه او شلمه پېړۍ کې ښکيلاکي ځواکونو د خپلولوبو دجالونوکړۍ کړي ول .او پاته شوني یې پرهماغه زړه لاره،د پخوانیو په پلونو پل ږدي .د دې اړخ اورپکې وسله والې ډلې هم د پانګواله کمپنیو په درانه!چوپړکې له پخوا راهيسې بوختې دي او کله ناکله د لوبو په اړوپېچ کې له منګولو او بريده وځي .خو،ځي اوراځي .
دریم ـ لږکي: لږ مېشتي ځواکونه د هرهېواد د ټولنېز اوپرمختګ دبشپړتیایې پړاونوېوه برخه بلل کیږي. نیواکوال هم دغه ځواک ته سمه پاملرنه کوي او دنیواک پرمهال دخپلوموخو لپاره،د ډېرکیو په وړاندې،له دوی نه دلاسپوڅوپه توګه ،په زړه پورې ګټې پورته کوي .اود دوی ګڼ شمېرهم د نيواک موکه،زرینه چرګه بولي اوپه دې اړه هر ډول چوپړته چمتودي .
څلورم دغږ مهال : دسوسیالستي سیستم په ړنګېدوسره،پانګولۍپه ېوازې سر دنړۍ د واک په ګدۍ منګولې ښخې کړې،او په درز پرمخ روانه ده او دنوروفورماسیونو په څېريې لوېدنه او پاڅېدنه شته خو د زوال غوڅې اوښکاره نښې یې نه ترسترګوکیږي .له دې امله دنړۍ دهېوادپاله اوخپلواکپاله غورځنګونواوجوړښتونوتر شا،دتېرپه څېردپام وړځواک نه لیدل کیږي .بل داچې دپخوانيو واکمنیو دزوراو ډار انګازې یې چورلټې له غوږو نه دې وتلي اوداوسمهالې ډنډوریزه ولسواکۍ په پرتله کې،داپاړکی ورته داغیزمن غبرګون وړنه ښکاري .له دې امله هم په دغه اوسني پاړکي کې دولسي مرکواوجرګو دغورځنګونوغږ چندانې داورېدو نه ښکاري .دبې شمېره بې ګټو ډلواوجوړښتونو رامنځ ته کېدل يې ښه بېلګه ده .ېوازې د تاریخ په اوږو سواره،ېو شمېرڅېړونکي اوپوهان په خپلوکتابخونوکې هم څه ناڅه سرته رسولای شي .اوېوشمېرکورناستي لارښودان له خپلوبنګلوهم خپل غږ اوچتولای شي .
پنځم ـ د غږچاپریال : بهرنی چاپریال هرجلاهېوادي لپاره نا اشنا اوپردی وي .یوخوپه مېشتوهېوادوکې په پردي فرهنګي چاپېریال کې دستروتوپيرونوسره ډېرخواره واره پراته وي .له دې امله په پرله پسې توګه د ناپېژانده کړاوونو سره مخ کېږي اوبل داچې يوپربل پسې له کینو،غچ اخیستنې د داروکښوټوپکوپه څېر ډک پک له خپلوځالورا ایستل شوي او شړل شوي دي .مانا داچې : جمهوري ټوپکمارو دشپې په زړه کې پاچاهي واکمني رانسکوره اوپلویان يې وشړل .ورپسې په خلکي ټانکونواوجازونو،جمهوري واکمني دړې وړې شوه او نیکمرغه پلویانویې پښې سپکې کړي .بیاپه خپل وارسره خلکي واک دسرولښکرودخونړي یرغل ترناتار لاندې لټپېرشو،خوهغه مهال يې پلویانوته دوتلولارې اغزنې وي .په بل پړاوکې چې شوروي واک راپرېوت،د لویديز والواوګاونډيوپرمټ د ټوپکماروپه خونړي ناتارکې،د واکمنۍ ټول جوړښتونه داسې له بیخه ویېستل شول چې د ټولو واکمنیوپاته شوني چلونکي اوان جوړجاړيوال يې هم تېښتې اوشړلوته اړکړل .ورپسې د ټوپکمارۍ نوي موډل،دشراوفساد ټغر ورټول کړ. د دې ډلې لږشمېرپلویان بهرته وخوځېدل ځکه چې ګڼ شمېر يې د لوبې لوبغاړي ول او دراتلونکولوبوګونګوسي يې په غوږوکې ورپوه شوي ول .دا او داسې نور لاملونه دي چې ناسته ولاړه يې له ډېروناخوالو اوخنډونوسره مخ او اړیکي یې هم ستونځمن دي .په دې توګه د چارو پایلې هم بې خونده او دپام وړ نه ښکاري . يوازې د ګوتوپه شمارتخنیکپوهان اوهغه جګپوړي چارواکي چې په تارونو اوجالونوکې ښکېل دي،وتلي بوله.نور نوپه بهرکې دپانګوالوله کوره خپلواک ځواک جوړول اوپه ډګرکې وسله واله پانګواله واکمني ړنګول،په لوړ مازیګري کې،د ېوخیالي شعرجوړولوته ورته چارې دي.
شبږم ـ تیوریک بنسټ :تیوري د ټولنیزخوځښت ډېوه بلل کيږي .له دې امله په هره سیاسي لاره کې یې شتون اړین دی .خوپه وروستیوکې په لويدیځواله ولسواکۍ کې دتیوري خبرې بابېزه شان چارې ښکاري خو ورسره داخبره جوته ده چې: دهرخوځښت لپاره لږترلږه یوانداوېوه لاره چې ګڼ شمېرپرې باوري شي،اړینه ده .
اووم ـ ډالري بارانونه :داسې ډېر پېښ شوي چې ېوشمېر داسې کسان چې د ډېرو سختوکړاوونو او ربړونو د زغم توان لري خو ډالري بارانونه یې اراده او لارې بدلوي .سړیتوب او سوچونه بدلوي .لارې ګودرونه بدلوي . له دې امله د افغان هېواد موخه ایز ټاټوبي ته په کتو سره دا شونې ده چې د مرکواو جرګو دخوځښت لوري په دې نازکو پاړکوکې د دې بارانونو له امله کاږه واږه شي .وګورئ !افغان ټاکل شوي! مشرتابه ته د ډالري بستو سره .
اتم ـ دواکمنۍ انځور :ېوشمېر روښان اندي اوس هم دولت اوحکومت ته دپخوانیو واکمنیوپه څېردیو ټاکونکي ځواک په سترګه ګوري اوپه جوړېدو اوړنګېدوکې ورته چلند ورسره کوي .خو دپانګولۍ داوسمهال د واک جوړښتونه،دپانګوالوکمپنیوپه لاس جوړشوي بې واک کاغذي سمبولونه دي چې په ټوله کې ستره دنده،د مالیو دراټولولوچارې جوړوي .دټولوسیاسي،ټولنيزاو اقتصادي خوځښت واک اوځواک آرینه مزي د پانګوالو کمپنیو په لاس کې دی .خوپه وروسته پاته ټولنوکې خلک د توتالیتري یاډسپوتیکي(ګرګري یااستبدادي یانې پاچهې،مذهبي،یوګوندي ،پوځي،اوفردي) واکمنیو په شتون کې د خپل ډول غبرګون سره روږدي دي .مانا دا چې:هرڅه له دغه بیواک واکمنۍ غواړي .او دټولوکیسوسراوبرسر د دغه واک په جوړولواو پرزولوکې ویني.په داسې حال کې چې پانګوالې کمپنۍکه هرڅوک دواک دګدۍ پرسرکېنوي ېوازې هغه څه به کوي چې دوی ورته لارښوونه کوي .مانا دا چې په پانګولۍ کې د واک پرګدۍ «کېناستل»نه،خو«کېنول » دي .
پایله : زما په انددا به د ناهیلیو دټغرخورول نه وي.له بده مرغه دا د ټولنیزخوځښت دبشپړتیایي پړاو د پېچلو لارو ترخه ترخه واقعیتونه دي.په دې ټکی سم سوچ پکار دی :داسې درواخله چې دا اوسنۍ واکمني ړنګه!د واک اوځواک لېواله ګڼشمېرخوځنده ډلواوجوړښتو ترمنځ،چې هریويې دسیمې اونړېوالوځواکونوله خوا ټپول کيږی،کوم يوبه يې دواک ویاړ!تر لاس کړي؟د زبرځواکوپلویان؟دسيمې دهېوادو انډيوالان؟اوکه دګاونډیو لاسپوڅي؟ایاد نړې وال وسله وال ځواک غبرګون به څه وي؟ایا زموږ دخیالونوله مخې دنړېوالوځواکونوپه شتون کې يوسوله ایز یاوسله وال خپلواک ادلون ـ بدلون څومره شونی دی چې دېویشتمې پېړۍ دګلوبال او پرمختللې تخنیکپوهنې په ګږلېچوکې چې هرډول خوځښت ترخپل ځواکمن څارلاندې ساتي،د تېروپېړیوپه څېر يوسوچه افغاني خپلواک ځواک،واکمن کړو؟پکار ده چې د داسې څه لپاره دې مټې راونغاړل شي چې شوني وي او دهېوادوالولپاره ښې پایلې ولري،دبېلګې په توګه دلویواوغښتلو ريښتینوسیاسي ګوندونو اودفشار ډلوجوړول،سره د دې چې ستونځمنې چارې دي خوشونې،کارنده او اوږدمهاله دي .اوداهم ورسره هېره نکړوچې د دغه ستراتيژیک کنډو(افغانستان) دواکمنۍ قبالې!د نړۍ څوهېوادونه په خپلوجېبوکې ګرځوي؟«ږيره زما واک يې دملا»
پای