اسانه لوبول
25.08.2010 19:35يارګل او سورګل دوه خطرناک توپ اچونکي وو او توپونو ته به یې توپ وهونکي نه ټينګيدل. يو ورځ یې خان ګل ته سخت توپ واچاوه او سر یې پرې وګرځاوه. د خان ګل په شمول د خان ګل ټوله لوبډله یې په ۲۵ منډو وسوځوله.
له لوبې وروسته يو هلک له خان ګل څخه وپوښتل:
- کله د يارګل او سورګل لوبول اسانه وي؟
خان ګل ورته وويل:
- کله چې زه له لوبغالي بېرون د جامو په خونه کې ناست يم.