لوبڅار او ملګري
20.08.2010 00:10د لوبغالي پهره دار يا ساتونکي له دروازې د لوبغالي مسوول ته غږ کړ چې دلته په دروازه کې يو سړی د دوه ملګرو سره راغلی دی او وايي چې د ننۍ لوبې لوبڅار يا امپاير دی او غواړي دننه درشي.
مسوول بېرته ورغږ کړ چې:
- دا سړی درواغ وايي دننه یې راپرېنږدې.
ساتونکي بېرته ورغږ کړ چې:
- ته څه پوه شوې چې درواغ وايي.
مسوول ورغږ کړ:
- لوبڅار هم چېرته ملګري لري!