فرق
15.08.2010 08:55يو توپ اچونکې په لوبه کې ډېر خراب توپ واچاوه. په ورپسې اونۍ کې یې د بلې لوبې لپاره ډېره خواري او تمرين وکړ. په ورپسې لوبه کې یې کپتان ته وويل چې:
- هه، څنګه فرق راکې راغلی دی؟
کپتان ورته له لږ فکر کولو څخه وروسته وويل:
- فکر کوم ويښته دې واړه کړي دي، کنه!