د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

اوباما: دخبرو پرځای باید دعمل ډګر ته راووځو

ع. ساپې 03.11.2009 05:14

وروسته له هغه چی دامریکا ولسمشر بارک اوباما افغان ولسمشر حامد کرزي ته د واک پرګدۍ دبیا کښیناستو له امله مبارکي وویله، دا غوښتنه هم شوې چې باید افغان حکومتي ادارې له فساد څخه پاکې، د ملي پولیسو او ملي اردو په روزنه کې چټکتیا، دخلکو ژوند کې د مثبت بدلون راوستل او د حکومتي قانونیت په لاره کې نورې جدي هڅې ترسره شي. اوباما له افغان ولسمشر  سره په خپلو تلیفوني خبرو کې د نوي باب دپرانستو خبره کړې او ویلي یی دي چې نور باید د ویناوو پرځای دعمل ډګر ته راووځو.