د لوی، مهربان او بخښونکي خدای په نامه

پښتونخوا کې بل ځانمرګي یو څلویښت تنه ووژل.

ع. ساپې 12.10.2009 16:56

د دوشنبې په ورځ یوځان وژونکي خپل موټرچی په چاودیدونکو توکو سنمبال و دپاکستاني سرتیرو له یو موټر سره له جنګولو سره سم والوزاوه چی د شپږو امنیتي ځواکونو په شمول یی  یو څلویښت تنه ووژل او په درځنونو نور یی ټپیان کړل.  داپیښه د پښتونخوا په شمال لویدیځه سیمه شنګله کې چې دافغانستان له پولې سره نزدې پرته ده رامنځته شوې.

په تیرو دوه اونیوو کې دا په پاکستان کې څلورم ستر برید دې چې درنه مرګ ژوبله له ځان سره لري. باید وویل شی له دغه برید یواځې دوه ورځې مخکې وسل والو د راولپنډۍ په یوه پوځي مرکز برید وکړ چې له امله یی په لسهاوو دولتي سرتیري مړه او ټپیان شول. او داونۍ په سر کې دپیښور په خیبر بازار کې هم یوې درنې چاودنې له پنځوسوډیر خلک مړه او له سلو ډیر ټپیان کړل. پاکستاني طالبانو خبردارې ورکړې چې د حکومت پرضد به خپلو بریدونو ته لازور ورکړي او له دې وروسته به د سند او بلوچستان په ایالاتونو کې هم پردولتي تاسیساتو ورته حملې وکړي.