پیښور چاودنې ولړزاوه، ۴۹ مړه او له سلو ډیر ټپیان شول
09.10.2009 15:04یو ځانمرګي برید کوونکې خپل موټر دپیښور ښار دخیبر بازار په سیمه کې والوزاوه چې له امله یی ۴۹ تنه مړه او له سلوڅخه ډير ټپیان شوی دي. چاودنه دومره زوروه وه چې ترڅو کیلو مترو پورې یی خلکو غږ اوریدلې. دعیني شاهدانو په وینا له چاودنې سره سم د انسانانوغوښې او دبدن ټوټې یوه او بله خوا تیتی شوې او شاوخوا دوکانونه په بشپړه توګه ونړیدل. دخیبر بازار سیمه چی دکیسه خوانۍ له بازار سره جوخته ده تل په کې دخلکو ګڼه ګوڼه وي او دا څووم وار دې چې په دغه ځای کې یواځې ملکي وګړي په نښه کیږی. ننې بریدپه تیرو شپږو میاشتو کې ترټولو خونړې و چې په کې شاوخوا یو سل او پنځوس تنو ته مرګ ژوبله اوښتې. د برید مسولیت لا تراوسه کومې ډلې پرغاړه نه دې اخستې. باید وویل شي چې تیره اونۍ یوې بمي چاودنې په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو یو دفتر والوزاوه او ورته پیښه پرون په کابل کې دهند سفارت مخې ته وشوه چې درنه مرګ ژوبله یی درلوده.