چنګېزخان ته سپکاوی یوه سړي ته په یو کال بند تمام شو
په منګولیا کې- چې د چین یوه کورواکه سیمه ده- یوې محکمې یو سړی چنګېزخان ته د سپکاوي له امله په یو کال بند محکوم کړ. دې ۱۹ کلن سړي خپل دا سې فېلم اخیستی چې پکې د مغولو امپراتوۍ د بنسټګر چنګېزخان پر انځور خېږي.
"امریکا هند د افغانستان باوري ملګری بولي"
انډیا ټوډې ورځپاڼه په یوه مطلب کې لیکي، د امریکا دفاع وزارت له افغانستان سره د هندوستان اقتصادي، طبي او نورو مرستو هرکلی کړی او د امریکا کانګرېس ته یې ویلي چې هندوستان د افغانستان داسې یو متحد دی چې باور پرې کېدای شي.
د کانګو ماشومو سرتېرو ته لس میلیون ډالر تاوان ور کول کېږي
د جرمونو نړیوالې محکمې د کانګو ډیموکراټیک جمهوریت ماشومو سرتېرو ته میلیونونه ډالر تاوان یا جرمانه ځانګړې کړه. د کانګو جنګسالار توماس لوبنګا دا ماشومان د سرتېرو په ډول کارول.
للو للو: د بيزوگۍ کیسه
د ماشومانو لپاره د بي بي سي پښتو ځانګړو کیسو دویمه برخه. د کیسو دغه لړۍ له بي بي سي پښتو او دغه راز افغانستان کې له شمشاد ټلویزیون او پاکستان کې له مشرق ټلویزیونونو کتلی شئ.
وزیرستان کې د پاکستاني پوځیانو لخوا د ملکي خلکو ځورونې شکایتونه
د پاکستان بشري حقونو پخوانی مشر او د عوامي نېشنل ګوند مشرتابه یوه غړي افرسیاب خټک وايي، د شمالي وزیرستان خلک لومړی بې کوره کړل شول او اوس یې سپکاوی کېږي.
''ملکه شیراوت ښايي له کوره وشړل شي''
د اپارتمان څښتن محکمې ته په عریضه کې د کور میزونو، څوکیو او یوه ګران بیه ساعت اخیستو غوښتنه کړې.
بیټکواین څه شی دی؟
د بیټکواین یا ډیجیټل پیسې نوم ګرده نړۍ کې د خلکو په ژبه څرخي. دا پیسې د ۲۰۱۷ کال پیل کې یوه یې له زرو ډالرو سره تبادله کېدله، خو په ډسمبر میاشت کې د یو بیټکواین بیه ۱۷۰۰۰ ډالرو ته ورسېدله.
پاکستان کې ښځينه قاضيانې
په پاکستان کې اوس شپږ ځايي قاضیانې یا "ججانې" شته خو یوه یې هم په ستره محکمه یا سوپریم کورټ کې قاضۍ نه ده.
لوبې
د لېورپول او مصر بریدګر محمد صلاح د ۲۰۱۷ کال غوره فوټبالروبلل شو. هر کال د افریقا د غوره لوبغاړي جایزه د بي بي سي د افریقايي څانګې لیدونکي په خپلو رایو ټاکي.
جمعیت ګوند: ارګ پر نور فشار اچوي چې استعفا وکړي
د جمعیت ګوند ویاند واقف حکیمي بي بي سي ته وویل دا فشارونه د 'غوښتنو' په څېر مطرح شوي، خو ښاغلی نور لا له خپلې دندې لاس په سر شوی نه دی. ښاغلي حکیمي ویلي، جمعیت اسلامي به په دې هکله خپل دریځ ډېر ژر اعلان کړي.
ترکیه کابل کې ښځینه پوهنتون جوړوي
د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت وايي، ترکيه په کابل کې د ښځينهوو لپاره د شاوخوا ۲۵ ميليونو ډالرو په لګښت یو ځانګړی پوهنتون جوړوي. د دغه پوهنتون د جوړولو کمېټې مشري لومړۍ مېرمن رولا غني کوي.
ولسمشر غني د برېښنایي تذکرو د وېش غوښتنه کړې
د ثبت احوال ادارې مشر همایون محتاط بي بي سي ته وویل، دوی پتیلې چې راتلونکې اونۍ، ولسمشر ته د تذکرې په ورکړې سره دغه لړۍ په رسمي توګه پیل کړي. له دې وړاندې هم څو ځله د برېښنایي تذکرو ویش خبره شوې، خو د یو شمېر سیاسي مخالفتونو او فشارونو له امله یې مخه ډب شوې ده.
ټي۱۰: پښتون لوبډلې مراتا اربینز لوبډلې ته ماتې ور کړه
پښتون لوبډلې د لس اوره کرېکټ د لیګ د پیل په لومړۍ ورځ خپلې سیالې لوبډلې مراتا اربینز ته په ۲۵ منډو ماتې ور کړه. لوبډلمشر شاهد اپریدي د سیالې لوبډلې ۳ لوبغاړي پرلپسې وسوځول.
ډیلي ټایمز: کابل کې د افغانستان او پاکستان د خبرو دویم پړاو پیلېږي
پاکستانۍ ورځپاڼه ډیلي ټایمز لیکي، په پام کې ده چې نن د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو خبرو دویم پړاو په کابل کې ترسره شي. ددې لړۍ هدف د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو ښه والی ښودل شوی دی.
ټرمپ او پوټین د شمالي کوریا پر کړکېچ ټیلیفوني خبرې کړي
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شمالي کوریا پر وضعیت له خپل روسي سیال ولادیمير پوتین سره ټیلیفوني خبرې اترې کړې دي. دواړو خواوو د شمالي کوریا د "خطرناک وضعیت" د پای ته رسولو لپاره پر همکارۍ ټینګار کړی دی.