ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکا د ناشویل په ښار کې لویه چاودنه شوې ده 

د جمعې په ورځ د ډسمبر په ۲۵ (مرغومي۵) د امریکا د متحدو ایالتونو د تینیسي ایالت په مرکز ناشویل کې یوه چاودنه شوې ده.

25.12.2020 امریکا غږ

امریکا: څوک چې د برتانیې نه راځي باید د کرونا معاینات یې منفي وي

امریکایي چارواکو اعلان کړی چې د برتانیې نه د ټولو راتلونکو مسافرینو د کرونا معاینات باید منفي وي.

25.12.2020 امریکا غږ

په جنوبي کوریا، جاپان او اندونیزیا کې د کرونا بې ساري نوې قضیې

په جنوبي کوریا، جاپان او اندونیزیا کې په یوه ورځ دومره ډیر کسان د کرونا په ویروس اخته شوي چې پدې هیوادونو کې ساری نلري.

25.12.2020 امریکا غږ

د امریکايي جرنلېسټ ډېنیل پرل په تښتولو او وژنه تورن عمرشېخ او نور وپېژنئ

د عمر شېخ پوره نوم عمر سعيد شېخ دی، هغه په کال 1973م کې په لندن کې زېږېدلی، ځينې رسنۍ يې د زېږېدنې کال 1974 ياد کړی دی.

25.12.2020 ډیوه

غني: په افغانستان کې د تاوتریخوالي دوام نور د زغملو نه دی

افغانستان کې د هدفي وژنو او چاودنو ډېرښت سره د دغه هېواد ولسمشر ویلي چې د تاوتریخوالي دوام دوی ته د زغمولو وړ نه دی.

25.12.2020 امریکا غږ

افغانستان کې د کرونا تازه پېښو کې ۱۳ تنه مړه شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په یو شمېر ولایتونو کې د کرونا ویروس د ۱۷۰ مثبتو پېښو د ثبتېدو او ۱۳ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی.

25.12.2020 امریکا غږ

شمالي وزيرستان: په بريد او نښته کې يو ياکستاني پوځي سرتيری او دوه ترهګر وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي، د شمالي وزیرستان په ميرعلي کې په پوځي کاروان بريد کې يو سرتيری وژل شوی او اووه ژوبل شوي دي، او په ځوابي عملياتو کې د دوه ترهګرو د وژلو او لسو د ژوبلېدو دعوه شوې ده.

25.12.2020 ډیوه

خلیلزاد: هدفي وژنې باید بندې شي، د سولې بهیر ګواښي

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په افغانستان کې د هدفي بریدونو زیاتېدو.

25.12.2020 امریکا غږ

امريکې اندېښنه څرګنده کړې چې د سيند هايکورټ د ډېنيل پرل وژونکي ترهګر خوشي کوي

د امریکې د بهرنيو چارو وزارت ويلي د پاکستان د سيندصوبې ستر عدالت په دغه فېصله اندېښنه لري چې د امریکايي جرنلېسټ ډېنيل پرل د وژنې زمه وار ترهګر خوشي کوي.

25.12.2020 ډیوه

د نړۍ په هېوادونو کې د کورونا واکسین د ورکولو بهیر څه ډول پرمخ درومي؟

واشنګټن – مکسیکو په لاتینې امریکا کې لومړنی هېواد شو چې پکې د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د کورونا واکسین د ورکولو بهیر پیل شو. په دغه هېواد کې له کورونا څخه تر ۱۲۰۰۰۰ زیات کسان تر اوسه پورې مړه شوي دي. د مکسیکو سیټي په روبېن لونېرو روغتون کې ۵۹ کلنه نرسه لومړنی کس وو چې ورته د فایزر بایوټېک واکسین ورکړل شو، ځکه ددغه هېواد د تګلارې له مخې، لومړی باید روغتیايي کارکونکو ته واکسین ورکړل شي. رامېرېز د واکسین له اخېستلو وروسته رسنیو ته وویل، "دا په ۲۰۲۰ کال کې تر ټولو غوره تحفه ده چې ترلاسه کوم یې." دغه راز تمه ده چې چلې هېواد به هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ له فایزر بایوټېک څخه د لسو میلینه ډوزه ارډر څخه د لومړنیو لسو زرو ډوزو واکسینونو له ترلاسه کولو سره ژر تر ژره د واکسین ورکولو بهیر پيل کړي.‌ همدارنګه کاسټاریکا هم د زیارت یا پنجشنبې په ورځ تیاری نیوه چې په پلازمېنه کې دوو زړو کسانو ته واکسین ورکړي. ارجینټاین بیا د زیارت په ورځ په روسیه کې د سپوتنېک کمپنۍ لخوا د جوړ شوي واکسین درې لکه ډوزه ترلاسه کړل.‌ په امریکا کې د کورونا د واکسین ورکولو د بهیر دوهمه اونۍ هم په پوره کېدو ده او تر اوسه پورې کابو یو میلیون کسانو ته واکسین ورکړل شوی دی چې زیاتره یې روغتیايي کارکونکي او زاړه خلک دي. خو دغه شمېر د حکومتي چارواکو لخوا له ټاکل شوي شمېر څخه چې غوښتل یې د روان کال تر پایه شل میلینه امریکایان واکسین شي ډېر کم دی. د امریکا په حکومت کې د واکسین په برخه کې د چټکو عملیاتو مشر سلاکار مانسف سلویې خبرداری ورکړی چې دا به اوږد وخت ونیسي چې په دغه شمېر ډوزه واکسین ورکړل شي. د ټرمپ ادارې له فایزر بایوټېک سره د دوه بیلینه ډالرو په ارزښت یو تړون کړی چې له مخې به یې نور سل میلیونه ډوزه واکسین امریکا ته ورکړل شي. له دې سره به امریکا ته د ۲۰۲۱ کال د جولایې تر نیمايي پورې د واکسینونو د ډوزونو شمېر ۲۰۰ میلیونو ته ورسېږي. د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په امریکا کې تر اوسه پورې په کورونا باندې د اخته کسانو شمېر له ۱۸.۵ میلیونو او د مړو شمېر له ۳۲۷۰۰۰ څخه اوښتی دی او له همدې امله به د واکسینونو ورکول خورا زیات ارزښت لري.‌ یواځې د کالیفورنیا ایالت د زیارت یا پنجشنبې په ورځ تایید کړه چې په دغه ایالت کې د کورونا د پېښو شمېر دوه میلیونو څخه واوښت. اخوا ایران ویلي دي، چې دوی د امریکا لخوا اجازه ترلاسه کړې ده چې د کورونا واکسین د رانیولو لپاره پیسې واستوي. دا خبره د ایران د مرکزي بانک مشر عبدالناصر همتي د زیارت په ورځ وکړه. د امریکا په خزانې وزارت کې د بهرنیو اساسو د کنټرول دفتر اجازه ورکړې چې ایران د سوېس بانک ته ۲۴۴ میلینه ډالره واستوي تر څو پرې ۱۶.۸ میلینه ډوزه د کورونا واکسین راونیسي. همدارنګه د ترکیې د روغتیا وزارت فهریتن کوکا د زیارت په ورځ وویل، چې د چین سینواک واکسین لومړنۍ جوپه به په څو ورځو کې دغه هېواد ته ورسېږي.‌ تمه ده چې ترکیه به د چینايي واکسین درې میلینه ډوزه ترلاسه کړي کوم چې په ترکیه کې د لومړنیو ازموینو څخه څرګنده شوه چې ۹۱ فیصده اغېزناکه دی. که څه هم د ازموینو دریم پړاو لا بشپړ شوی نه دی.‌ ترکیه دا اپشن هم لري چې په راتلونکې میاشت کې د واکسین د بهیر له پیلېدو سره به ۵۰ میلیونه نور واکسینونه هم ترلاسه کړي‌. انقره به همدارنګه په راتلونکو څو ورځو کې له فایزر بایوټېک سره هم یو تړون لاسلیک کړي د کوم له مخې به چې ۴.۵ میلیونه ډوزه واکسین ترلاسه کړي او د ۳۰ میلینه نورو ډوزونو د رانیولو اپشن به هم ولري.‌

25.12.2020 ډیوه

افغانستان کې هدفي وژنې؛ د ښځو د حقونو مدافع فرشته کوهستانۍ ووژل شوه

په افغانستان کې د هدفي وژنو په لړۍ کې پرون پنجشنبه(د مرغومي ۴مه) ماښام د ښځو د حقونو مدافع فعاله فرشته کوهستاني په کاپیسا کې په یوه برید کې ووژل شوه. د کاپیسا د امنیه قوماندانۍ ویاند شایق شورش له ازادي راډیو سره په خبرو کې په دې اړه نور جزئیات څرګند کړل: "د ښځو د حقونو مدافع مدني فعاله فرشته کوهستاني د کوهستان په حصه اول ولسوالۍ کې د تروریستانو له خوا شهیده شوه. دا پېښه د امنیتي ځواکونو تر څېړنې لاندې ده." ښاغلي شورش زیاته کړه چې په دې وسله وال برید کې د مېرمن کوهستاني ورور هم وژل شوی او وراره یې ټپي شوی دی. د دې برید مسوولیت تراوسه کومې ډلې نه دی منلی. مدني او سیاسي فعالان په هېواد کې د هدفي وژنو پر دې لړۍ اندېښنه ښيي او د جګړې له ښکېلو اړخونو غواړي چې دایمي اوربند ته لاره اواره کړي. مدني او سیاسي فعاله مقدسه احمدزۍ په دې اړه وايي: "د افغان فعالانو په نښه کولو اندېښمن کړي یو چې دغه لړۍ دوام ونه کړي او هغه ساحه چې موږ تر اوسه د ځان لپاره جوړه کړې تنګه نه شي. پر حکومت غږ کوو چې د دې پېښو د مخنیوي لپاره جدي اقدامات وکړي او له طالبانو غواړو چې دایمي اوربند وکړي څو یوه باوري فضا رامنځ ته شي." په کاپیسا کې پر فرشتې کوهستاني له برید یوه ورځ مخکې وسله والو کسانو د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیه رئیس یوسف رشید په کابل کې په ډزو وواژه او له هغه مخکې په غزني کې د خبریالانو د ټولنې مشر او ازاد خبریال رحمت الله نېکزاد په یوه وسله وال برید کې ووژل شو. له دې مخکې په هلمند کې د ازادي راډیو خبریال الیاس داعي، په کابل کې د طلوع ټلوېزیون پخوانی ویاند یما سیاوش او په ننګرهار کې د انعکاس ټلوېزیون ویانده ملاله میوند په جلا جلا بریدونو کې ووژل شول. په همدې حال کې د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي د هدفي وژنو د مخنیوي لپاره د هڅو ډاډ ورکوي.   ښاغلي اندرابي پرون پنجشنبې په کابل کې په دې اړه خبریالانو ته څرګندونې وکړې: "موږ په امنیتي سکتور کې په تېره په کابل کې کلک تدابیر نیولي دي. له ملي امنیت سره مو یو ګډ جامع پلان برابر کړی. موږ د ګډو اوپراتیفي اقداماتو له لارې د ټولنې له ټولو پوړیو سره د دې ظلم مخه نیولای شو. موږ ټولو ته ډاډ ورکوو چې هغوی نه شي کولای د دې وژونو په وسیله د تېرو اتلسو کلونو د لاسته راوړنو د خوندي کولو لپاره زموږ اراده کمزورې کړي." بل خوا د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر ټویټر په یوه بیان کې هدفي وژنې د سولې پر وړاندې یو ګواښ بللی او د دې حملو د سمدستي بندېدو غوښتنه یې کړې. ښاغلي خلیلزاد پر فرشتې کوهستاني او یوسف رشید وروستۍ حملې غندلې دي. ملګرو ملتونو  هم په افغانستان کې د خبریالانو، د بشري حقونو او مدني ټولنې د فعالانو او مخکښو شخصیتونو پر هدفي وژنو اندېښنه ښودلې. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر یوناما د چهارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو په برخه کې پخوانۍ غوښتنه تکرار کړه او ویې ویل، د ملکي وګړو هدفي وژنې په ډېرې چټکۍ سره روانې دي چې د اندېښنې وړ دي. د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په یوه غونډه کې هدفي وژنو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، د افغانستان دښمنانو د ډیموکراسۍ، د بیان د آزادۍ، د قانون د حاکمیت، انتخاباتو او بشري حقونو زړه په نښه کړی دی. په عین حال کې عام افغانان پر حکومت تور لګوي چې د خپلو وګړو د امنیت په ټینګښت کې پاتې راغلی.

25.12.2020 ازادي راډیو

 په افغانستان کې د چسپکي بمونو له چاودنو سره د خلکو اندېښنې زیاتې شوې دي

واشنګټن – په افغانستان کې د حکومتي چارواکو او نورو مهمو کسانو پرضد د چسپکي بمونو د بریدونو له زیاتېدو سره ځینې فعالان وايي، دا ددغه هېواد د نورې بې ثباتۍ لپاره د اورپکو لخوا تازه تکتیکونه دي. د شورو یا چهارشنبې په ورځ یو پولیس هغه مهال ووژل شو او دوه نور زوبل شول کله چې یې موټر پورې نښلېدونکی بم وچاودېده. تر دې یوه ورځ مخکې، د یو بم چسپکي (نښلېدونکي) بم په چاودنه کې د څلورو ډاکټرانو په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان ووژل شول. په افغانستان کې د وکیلانو د ټولنې مرستیال مشر سبحان مسباح وویل، "هر کله چې زه د باندې وځم، زه اندېښنه لرم چې ښايي یو څه راباندې پېښ شي.‌" دی وایي، "زه ویره لرم چې کوم کس ښايي زما موټر باندې چسپکي بم ونښلوي او یا ما وولي." په وروستیو اونیو کې په داسې بمي چاودنو کې سیاستوال، امنیتي چارواکي، د بشري حقونو فعالان او ژورنالستان په نښه شوي دي.‌ ځینې چارواکي وايي، په دې تکتیک سره برید کونکي کولای شي لوړ پوړي افغانان ژوبل کړی بې له دې چې زیات پام ورته واوړي.‌ مسباح چې تل په رسنیو باندې د سیاسي څېړونکي په توګه راښکاره کېږي وايي، اوس دې له احتیاطي تدابیرو نه کار اخلي لکه خپل موټر له سفر مخکې ګوري ځکه دی وايي ښايي په رسنیو باندې د راښکاره کېدو له امله په نښه کړای شي.‌ هغه امریکا غږ ته وویل، "زه په بېلابېلو لارو ځم او د ښار له ترافیک څخه ځان ساتم، خو د مدني ټولنې د نورو غړو په څېر زه هم نشم کولای چې مرمیو ضد (زرې) موټر ولرم او یا د خپل ځان د ساتلو لپاره له ځان سره ساتونکي وګرځوم او زیاته یې کړه چې دا امکا نه لري." هغه زیاته کړه، د اشرف غني حکومت په دې کې پاتې راغلی چې د کابل د ۴.۳ میلینه اوسېدونکو امنیت وساتي ځکه داسې ښکاري چې دغه ښار په تاوتریخوالي کې نور هم ډوب شي. د افغانستان د امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ بیا له حکومت څخه په دفاع سره په طالبانو باندې تور پورې کړ چې له هدفي وژنو سره غواړي ویره خپره کړي او له همدې لیارې بیا د سولې په خبرو کې امتیاز واخلي.‌ ټاکل شوې ده چې د افغان حکومت او وسلوالو طالبانو ترمنځ د سولې خبرې به د جنورۍ په پنځمه نېټه پیل شي. دواړه لوړي د خبرو په چوکاټ او اصولو باندې سره سلا شوي دي او تمه ده چې دوی په یو دایمي اوربند او سیاسي جوړجاړي باندې سره موافقې ته ورسېږي.

24.12.2020 ډیوه

ریپبلېکنز د‌ ټرمپ لخوا امریکایانو ته د ۲۰۰۰ ډالرو مرستې مخه ونیوله

واشنګټن - د امریکا د استازو په جرګه یا هاوز اف ریپرېزینټیټیو کې ریپبلېکنز د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د ډیموکراټانو د هغې هڅې مخه ونیوله چې غوښتل یې د ټرمپ له غوښتنې سره سم امریکایانو ته د کورونا ځپلو له امله د ۲۰۰۰ ډالرو نقده مرسته واستوي.‌ تلونکي ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نهې یا سې شنبې ناوخته غوښتي وو چې هر امریکايي ته دې له ۶۰۰ څخه و ۲۰۰۰ ډالرو ته مرسته زیاته او هرې جوړې ته دې د ۴۰۰۰ ډالرو مرسته واستول شي که څه هم خپله د ریپبلېکنز ګوند ترمنځ ورسره پراخ مخالفت کېده. د استازو په جرګه کې د ډیموکراټانو مشر سټېنې هایر د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د جرګې له غړو څخه د ټرمپ د وړاندیز په یوه خوله تایید وغوښت خو په جرګه کې د ریپبلېکنز مشر کوېن مکارټي دغه وړاندیز رد کړ او دغه غیر عادي غونډه په ۱۲ دقیقه پای ته ورسېده. ټرمپ د نهې یا سې شنبې په ورځ ویلي وو چې دی به د کورونا لپاره د بیړنې مرستې په توګه د ۹۰۰ بیلینو ډالرو بېل تر هغو لاسلیک نه کړي تر څو وکیلان امریکایانو ته د زیاتو مرستو لېږل تصویب نه کړي.‌ د ټرمپ لخوا ددې بېل په وېټو یا رد کېدو سره به ښايي د فدرالي حکومت یوه برخه د ډیسمبر له ۲۹ نېټې څخه وتړل شي او خلکو ته به د ۶۰۰ ډالرو د لېږلو چارې هم وځنډول شي په داسې حال کې چې په میلیونو خلک ورته سخت په تمه دي. په سنېټ کې د اکثریت مشر مچ مکانل او نور ریپبلېکنز امریکایانو ته د ۶۰۰ پر ځای د ۲۰۰۰ ډآلرو له ورکړې سره مخالف دي او وايي چې دا په لوړ بیه تمامېږي او په سمه توګه خلکو ته نه رسېږي. د ټرمپ لخوا دغه هڅې چې غواړي د مرستو دسته یا پکېج بدل کړي په داسې حال کې کېږي چې ټاکلی یا منتخب ولسمشر جوبایډن د جنورۍ په شلمه نېټه د خپل دفتر لپاره تیاری نیسي. هر امریکايي ته د ۶۰۰ ډالرو د مرستې دغه بېل تر دې مخکې د استازو د جرګې یا هاوز او سنېټ لخوا تصویب شوی وو. د ټرمپ لخوا تر لاسلیک کېدو پرته به هغو کسانو ته سره له شنبې یا خالي‌ ورځې څخه حکومتي مرستې بندې شي چاچې د کورونا له امله خپلې دندې له لاسه ورکړی او بیا به ورپسې د نهې یا سې شنبې په ورځ د حکومت نیمه لاک ډاون پیل شي.‌ ددې میاشتې په سر کې کانګرس د ۲.۳ ټریلینه ډالرو په اندازه د لګښتونو بېل تصویب کړ چې په هغو کې ۹۰۰ بیلینه د کورونا له امله خلکو ته مرسته او پاتې ۱.۴ ټریلینه نور به حکومت ته په راتلونکي مالي کال کې ورکول کېږي. ټاکل شوې ده چې د استازو جرګه یا هاوز اف ریپرېزینټیټیو به د ګل یا دوشنبې په ورځ پارلماني ودانۍ ته ستون شي او سنېټ به د نهې یا سې شنبې په ورځ تر څو د ټرمپ لخوا ددغه بېل د ویټو کولو د لغوه کولو لپاره سره رایه ورکړي. په ورته وخت کې دوو نورو چارواکو د خپل نوم د نه ښودلو په شرط ویلي دي، چې ډیموکراټانو په دوهم داسې بېل باندې هم کار کړی چې له مخې یې لږ تر لږه حکومت د جنورۍ تر شلمې پورې چې بایډن به خپل کار پیلوي خپل کار ته دوام ورکړي.    

24.12.2020 ډیوه

پاکستان کې 'د زده ګړو له کمپونو نه د طالب مشرانو په کتنه' د کابل اندیښنه

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې ویدیو په غبرګون کې چې په کې د طالبانو د ډلې مرستیال ملا عبدالغني برادر، په پاکستان کې ددې ډلې د غړو په یوه ټولنه کې خبرې کوي اندیښنه څرګنده کړې ده.

24.12.2020 امریکا غږ

ټرمپ د امریکا د دفاعي بودیجې طرحه ویتو کړه

دونالد ټرمپ د امریکا د متحده ایالاتو د دفاعي لګښتونو د بودیجې طرحه چې د امریکا په کانګرس کې د دواړو ګوندونو وکیلانو تصویب کړې وه، رد کړه او هغه یې چین او روسیې ته "تحفه" وګڼله. 

24.12.2020 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more