زلمی خليلزاد کابل ته رسېدلی، د عبدالله سره يې ليدلي
د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد کابل ته رسېدلی د عبدالله عبدالله سره یې د افغان سولې په اړه خبرې کړي دي.
کاپیسا کې د القاعده د ۱۶ غړو په ګډون ۳۰ وسله وال وژل شوي ـ دفاع وزارت
د افغانستان دفاع وزارت په کاپیسا ولایت کې د القاعده شبکې د ۱۶ غړو په ګډون د ۳۰ وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ.
افغان سوله؛ زلمی خلیلزاد د بایډن واکمنۍ کې لومړی ځل کابل ته ورسېد
امریکا د افغان سولې پروسې د بیا پیلولو لپاره خپل ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د سیمې په سفر رااستولی دی. ښاغلي خلیلزاد د دغه سفر پیل له افغانستان کړی او نن دوشنبه (د کب/حوت ۱۱مه) یې کابل کې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا له رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره لیدلي دي.
ميانمار: د پوځي کودتا پرضد مظاهره چيانو باندې ډزو کې 18 تنه وژل شوي
په ميانمار کې د پوځي کودتا پرضد مظاهره چيانو باندې د امنیتي ځواکونو په ډزو کې 18 تنه وژل شوي او د 30 نه زيات نور ژوبل شوي دي، په میانمار کې د پوځي کودتا پرضد مظاهرو په مهال دا په يوه ورځ کې تر ټولو زيات مظاهره چيان وژل شوي دي.
خلیلزاد د افغان سولې په اړه خبرو لپاره کابل ته رسېدلی
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د افغان سولې په اړه د یو نا اعلان شوي سفر په ترڅ کې کابل ته رسېدلی دی.
سپريم کورټ: د سېنېټ انتخابات به په پټه رایې ورکولو کولی شي
د پاکستان سپريم کورټ د سېنېټ په انتخاباتو کې د ووټونو ورکولو په اړه صدارتي ريفرنس خپله رايې ورکړې چې د سېنېټ انتخابات به د ايين د 226 مادې لاندې کولی شي او د سېنېټ په انتخاباتو کې به ووټونه په ښکاره نه شي ورکول کېدی.
تر ولسمشرۍ وروسته لومړی کنفرانس؛ ډونلډ ټرمپ د نوي ګوند جوړولو ګنګوسې رد کړې
د امریکا مخکیني ولسمشر ډونلډ ترمپ له سپینې ماڼۍ تر وتلو وروسته خپله لومړۍ وینا کې اعلان کړی چې له جمهوریپال ګوند د وتلو او د نوي ګوند جوړولو هوډ نه لري. ښاغلي ټرمپ د یکشنبې پر ورځ د فلوریډا ایالت اورلانډو ښار کې د محافظه کارو یوه کنفرانس ته په خبرو کې دا اشاره هم ورسوله چې ښايي ځان د ۲۰۲۴ کال ولسمشریزو ټاکنو نوماند کوي.
سيند حکومت: نيم ماشومان به سکولونو ته ځي، مرکزي حکومت وايي ټول به ځي
د پاکستان د سيند صوبې حکومت ویلي، سکولونو ته د ماشومانو د تګ په اړه خپله مخکنۍ پرېکړه په ځای ساتي او سکولونو ته به 50 فيصده ماشومان ځي، خو بل لور ته مرکزي حکومت ويلي نن د مارچ د لومړۍ نېټې څخه به ټول ماشومانو سکولونو ته ځي.
د عراق پر سر د ایران او ترکیې لفظي شخړه؛ خبره د سفیرانو تر احضار ورسېده
بغداد کې د ترکیې او ایران د سفیرانو ترمنځ د عراق پر سر ناندرۍ او لفظي شخړه لویه شوې ده. دغو هېوادونو د یکشنبې پر ورځ تهران او انقرې کې د یو بل سفیر بهرنیو چارو وزارتونو ته احضار کړي دي.
ایران له امریکا او یورپي ملکونو سره د غیررسمي غونډې نه انکار وکړ
ایران وایي چې امریکا دې اول اقتصادي پابندۍ ورنه لېرې کړي، خو واشنګټن د ایران د دې جواب په اړه «مایوسي» څرګنده کړې ده.
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو په کونسل کې په طاقتوره ملکونو باندې نیوکې
د نړۍ طاقتوره ملکونه تر اوسه د غټو بشري سرغړونو له امله تر کلکو ارزونو او پلټنو لاندې ندي راغلي، خو داسې ښکاري چې اوس د تنقید او کلکو ارزونو په وړاندې د دغو طاقتوره ملکونو محافظتي دېوال نور په نړېدو دی.
د آشنا تلویزیون د یکشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
ایران کې د کرونا ویروس له کبله د مړو شمېر تر ۶۰زرو واوښت
د ایران د عامې روغتیا وزارت وايي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۳ کسان د کروناویروس له کبله مړه شوي دي.
په امریکا کې د کروناویروس ضد درېیم واکسین منظور شو
د امریکا د متحده یالاتو د درملو او غذا ادارې په رسمي بڼه د «جانسن اینډ جانسن»د شرکت د کروناویروس ضد واکسین منظور کړ.
"چین افغانستان ته ۴ لکه ډوزه د کورونا واکسین ورکوي"
د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي چین ورسره د ۴ سوه زره ډوزه کورونا واکسین مرسته کوي. کابل کې د چین سفیر وانګ یو د افغانستان عامې روغتیا له چارسمبالي وزیر وحید مجروح سره په لیدنه کې د دې مرستې ژمنه کړې. له دې وړاندې هند هم افغانستان سره د کورونا واکسین مرسته کړې. د روغتیا وزارت وایي، تر دې دمه افغانستان کې څه باندې ۸ زره کسانو ته د کورونا واکسین لګول شوی او دا لړۍ ټولو ولایتونو کې روانه ده.