ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د امریکا مرستیالې ولسمشرې د روس د جنګي جرمونو د پلټنو غږ بدرګه کړ

واشنګټن – د امریکا د ولسمشر مرستیالې کمېلا هېریس د زیارت یا پنجشنبې په ورځ هغه غږ بدرګه کړ چې په اوکراین د روس د یرغل پر وخت دې د روس د جنګي جرمونو پلټنې وشي. اسوسېټېد پریس راپور ورکړی چې روسانو په ملکي وګړو بمباری کړې ده چې په هغو کې په تازه تازه په یوه زېږنتون هم بمبار شوی. کمېلا هېریس په وارسا کې د پولېنډ له ولسمشر اندرې ډوډا سره په یو ګډ خبري کانفرانس کې د ناټو د ختیځې څنډې له متحدینو څخه د امریکا ملاتړ څرګند کړ. نوموړې همدارنګه د اوکراین په یو زېږنتون باندې د شورو یا چهارشنبې په ورځ د روسانو لخوا په شوې بمبارۍ باندې چې په وینو رنګ حامله مېرمنې ترې د ویستلو په حال کې دي او دې ته ورته په ملکیانو باندې په ترسره شویو نورو بریدونو سخته غوصه څرګنده کړه. مېرمن هېرېس وویل، "له شک پرته چې باید پلټنې وشي او مونږ ټول یې باید ننداره وکړو." هغې دا هم وویل، چې ملګروملتونو لا له مخکې څخه په دې اړه د شویو ادعاو کتنه پیل کړې ده.‌ کمېلا هېریس دا هم وویل، چې د نړۍ سترګې دې جګړې ته دي او دا چې روسانو څخه کړي او څه ډول ظلمونه یې ترسره کړي. ولسمشر ډوډا وویل، "دا مونږ ته ښکاره ده چې روسان په اوکراین کې جنګي جرمونه ترسره کوي." هغه زیاته کړه، چې د هغه په اند دغه یرغل له قتل عام په څېر دی او هدف یې د یو ملت له منځه وړل او ویجاړول دي. هېرېس د پولېنډ د خلکو سخاوت ستایلی چې د روسانو د یرغل د پیل راهیسې یې تر اوسه پورې نېږدې ۱.۵ میلیونو کډوالو ته ځای ورکړی. مېرمن هېرېس تر دې خبري غونډې مخکې د پولېنډ له ولسمشر سره په لیدنه کې وویل، "زه د عادي خلکو د زیات او بي ساري کار په اړه وینم او لولم نو ځکه تاسو ته مې د امریکایانو لخوا مننه راوړې ده." هېرېس تر دې مخکې د پولېنډ له لومړي وزیر سره د امریکا په کانګرس کې د اوکراین په اړه د ۱۳.۶ بیلینه ډالرو د بېل له پاس کېدو څخه څو ساعته وروسته وویل،‌ دغه پېسو څخه به ۶.۸ بیلینه ډالره کډوالو او د اروپايي متحدین نورو اقتصادي مرستو ته بیلې شي. هېرېس همدارنګه د زیارت یا پنجشنبې په ماسپښین د اوکریان له کډوالو سره لیدلي کوم چې د روس له یرغل راهیسې پولېنډ ته تښتېدلي دي او د هغوی د جرات ستاینه یې کړې او ویلي دي چې له دوی سره خبرې به یې د امریکايي مرستو د هلو ځلو سره مرسته وکړي. ټاکل شوې ده چې د امریکا د ولسمشر مرستیاله کمېلا هېرېس به په وارسا کې د کاناډا له لومړي وزیر جسټن ټروډو سره هم وویني. جسټن ټروډو د تېرو څو ورځو راهیسې په اروپا کې دی او د اوکراین په اړه له خپلو متحدینو سره خبرې کوي. پولېنډ او رومانیا ته د هېرېس دغه چټک سفر د سپینې ماڼۍ لخوا د یو چانس په سترګه کتل کېږي چې په ترڅ کې یې به یې مرستیاله ولسمشره د ناټو د ختیځې څنډې له دوه مشرانو سره په اوکراین باندې د روسي یرغل څخه رامنځته شویو زیاتېدونکو بشري ستونزو په اړه مشورې وکړي. په اوکراین د روسي یرغل د پیل راهیسې تر دوه میلیونو زیات اوکراینیان له خپل هېواد څخه تښتېدلي دي چې تر نیم میلیون زیات یې پولېنډ ته اوختي دي او تمه ده په راتلونکو ورځو کې به دا شمېر نور هم زیات شي. ډوډا د کډوالو د بحران خبرداری ورکړی کچېرې له پولېنډ سره مرستې زیاتې نشي تر څو د اوکراین څخه تښتېدلو کډوالو ته پرې خواړه او د اوسېدو ځای برابر کړي. هغه همدارنګه له له امریکا څخه غوښتي دي چې د هغو اوکرایني کډوالو کارونه دې چټک کړي چې په امریکا کې خپل خپلوان لري او غواړي هلته ولاړ شي. مېرمن هېرېس وویل، امریکا تیاره ده چې هغه وکړي چې کولای شي او موونږ باید د پولېنډ ملاتړ وکړو د هغه بار په پورته کولو کې چې اوس د پولېنډ په اوږو پروت دی. خو د پولېنډ د هغه پلان په اړه د وارسا او واشنګټن ترمنځ توپیر د هېرېس په سفر باندې سیوری وغورځاوه چې پولېنډ غوښتل د شوروي ساخت جټ الوتکه دې د جرمني یوې اډې ته د اوکراین د استعمال لپاره واستول شي. وارسا ته له رسېدو سره سم د شورو یا چهارشنبې په ماښام پنټګان دغه نظر رد کړ.

10.03.2022 ډیوه

واشنکټن کې د اوکراین سفارت د روسیې ضد جګړې ته امریکایان جذبوي 

واشنکټن کې د اوکراین سفارت د روسیې ضد جګړې ته خلک جذبوي 

10.03.2022 امریکا غږ

روسیه او اوکراین د ترکیې خبرو کې کومې موافقې ته ونه رسېدل

د ترکیې په انتالیا کې د روسیې او اوکراین ترمنځ په لوړه کچه خبرو کې د اوربند او نورو بشري موضوعګانو په هکله موافقې ته ونه رسیدل.

10.03.2022 امریکا غږ

د عمران خان خلاف د بې باورۍ تحریک د پېش کېدو نه پس رپورټونه وايي د پاکستان سیاسي ماحول تاوجن دی

د وزير اعظم عمران خان په ضد د حزب اختلاف د بې باورى تحریک په سر د پاکستان سیاسي ماحول تاوجن دى او سياستمدران په يو بل سختى سياسي او ذاتي حملې کوي.   رپوټونه وايي حکومت د عدم اعتماد تحريک د ناکامه کولو لپاره د قامي اسمبلۍ سپيکر ته د ځانګړې اختياراتو کارولو پريکړه کړې ده او د کورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد وایي که د اسمبلۍ  کوم غړي که خپله سياسي وفادارى بدله کړه نو سپيکر هغه ناهله ټاکلی شي  خو څيړونکي د شيخ رشيد دغه دريځ ردوي او وايي د ملکي دستور د لاندى هر يو غړى خپله رای په خپله خوښه د کارولو حق لري.   د زيارت، پنجشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وينا کې د حکومت مخالف پيپلز ګوند مشر بلاول بهټو وویل وزير اعظم عمران خان یې خاندان ته دړکې ورکوي.   د بلاول په خبره دوي به دا نه زغمي. هغه وويل کورنۍ او ګوند یې تل جاني قربانۍ ورکړي خو که مجبوره کړى شول نو ټوپک هم راخېستلی شي.   د شورو، چهارشنبې، په ورځ عمران خان وویل غوښتل یې چې مخالفه سياستمداران دا ګام پورته کړي او بيا یې دی  تماشا وکړي چې هغه   (عمران)  به د دوی سره څه عمل وکړي.  د بي باورۍ تحريک د وړاندې کېدو وروسته وزير اعظم عمران خان او د هغه لوى مخالفه سياستمداران په يو بل سختى ذاتي حملى شروع کړي دي. دغه تحريک د کاميابۍ لپاره ٣٤٢ غړو باندى ګډ قامې اسمبلى د ١٧٢غړو حمايت لازمه دی. دا وخت واکمن تحريک انصاف او اتحادي ګوندونو دغړو شميرى ١٧٩ او دمخالفه ډلو د غړو شميرى ١٦٢دی خو د مخالفه ګوندونه د عوه ده د واکمن ګوند د شل ٢٠ نه زيات مرور غړی به هم د دوی سره مرستى کوي. خو هم د زيارت په ورځ د قامي اسمبلۍ سپيکر اسد قيصر سره د ملاقات وروسته ميډيا سره خبرو کې د کورنيو چارو وزير شيخ رشيد د داسى غړو د نااهله کېدو خبردارى وکړو.   دهغه وينا وه سپيکر دا اختېار لري چي سياسي وفاداري بدلونکى تن نا اهله کړي او د شيخ رشيد په خبره د سپيکر دا اختيار څوک چيلنج کولى هم نه شي. رپوټونه وايي حکومت په دې هم غور کوي چې د تحريک انصاف کوم غړي چې د بې باورۍ تحريک په حق کې ووټ وکړي نو سپيکر دې دغه ووټ رد کړي. د سياسي چارو څيړونکى او د انتخابي کميشن پخوانى سيکتر کنور دلشاد وايي داسى کوول به د دستور په ضد وي. د وي او اى ډيوه سره خبرو کې کنور د لشاد وويل د پارلېمنټ منتخب غړي خپل ووټ کارولو کې خپلواکه وي البته که يو غړى د خېل ګوند په ضد ٶوټ ورکړې نو سپيکر دا اختيار لري چې د دغه غړي د نااهلۍ لپاره انتخابي کمېشن ته قضييه وليږي او کمېشن په يو مياشت کې د فيصلى پابند دى. رپوټونو وايي د بى باورۍ تحريک نه پس مخالفه ګوندونو د پاکستان صدر عارف علوي د لرې کولو لپاره د هغه په ضد د مواخذې تحريک د وړاندې کولو پريکړه هم کړې ده.  

10.03.2022 ډیوه

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

10.03.2022 امریکا غږ

پاکستان کې یو پلار خپله نوې زېږدلې لور وژلې چې ولې هلک نه دی 

پاکستاني پولیسو هغه پلار نیولی چې خپله نوې زېږېدلې لور یې وژلې 

10.03.2022 امریکا غږ

اوکراېن ویلي روس په هسپتال بمباري کړې 

اوکراېن ویلي روسي ځواکونو په ماریوپل ښار کې په یو هسپتال بمباري کړي ده او اېسو سي اېټېډپرېس خبري اداره وايي په هسپتال بمبارۍ کې درې کسان وژل شوي دي چې پکې یو ماشوم هم دي.   امریکې په هسپتال د بمبارۍ د رپورټونو غندنه کړې ده.    د اوکراېن په هسپتال بمباري په داسې حال کې شوي چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف او د اوکراېن خارجه وزیر دمیترو کولیبیا د ترکي په یو ساحلي ښار کې ولیدل او ترک صدر رجب طیپ اردوغان امید څرګند کړو چې دغه ملاقات به په اوکراېن کې د ډزبندۍ دپاره لاره هواره کړي.   د وي او ای د رپورټ ترمخه په هسپتال د بمبارۍ وروسته د اوکراېن صدر ولادومیر زیلېنسکي په نېټو غږ وکړو چې د اوکراېن په فضايي حدودو کې دې په پروازونو پابندي ولګول شی. "تاسو قدرت لرئ خو داسې ښکاري چې تاسو انسانیت دلاسه ورکوئ."   امریکې تر اوسه د اوکراېن دپاسه په پروازونو د بندیز یا د "نو فلای زون" غوښته رد کړې او دې خبرې ته پام ګرځوي چې د نوفلای زون د عملي کولو په لړ کې امریکايي ځواکونه د روسي ځواکونو سره نېغ په نېغه په ټکر کې ور تللی شي.   وایټ هاوس د شورو، چهارشنبې، په ورځ وویل په هسپتال د بمبارۍ د رپورټونو تصدیق نشي کولی. د وایټ هاوس ترجمان جان کربي وویل که چېرې په هسپتال د بمبارۍ رپورټونه سم وي نو دا څرګندوي چې د اوکراېن ولس مجبور کړی شوي چې دا ډول قربانۍ ورکړي.   د ای پي ترمخه د مارییوپل په هسپتال بمباري په داسې حال کې شوي چې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په اوکراېن د روس د یرغل شروع کېدو نه پس په لومړي روسي او اوکرېني سفاراتکارنو خبرې وکړې.   د روس خارجه وزیر سرګی لاو روف او د اوکراېن دمېترو کولېبا د بحیره روم په ساحل د ترکي په یو سیاحتي ښار کې ولیدل او د ترکي صدر رجپ طیب اردوغان وویل د دواړو ملکونو ترمنځ خبرې به د مستقل ډز بندۍ دپاره دوازه پرانځي. کولېبا وویل د روسي خارجه وزیر سره ملاقات کې د 24 ګنټو دپاره په ډز بندۍ خبرې وشوې خو څه پرمختګ پکې ونشو. هغه وویل روس اوس هم غواړي چې اوکراېن ورته تسلیم شي.   کولېبا وویل اوکراېن به تسلیم نشي خو د روس سره به خبرو ته دوام ورکړي.   ای پي په خپل رپورټ کې وویل د مارییوپل نه علاوه په مغرب کې په یو ښار کې په دوو هسپتالونو هم بمونه غورځېدلي دي. د ملګرو ملتونو د صحت ادارې ډبلیو اېچ او ویلي په اوکراېن د روس د یرغل شروع کېدو راهسې په تېرو دوو هفتو کې د صحت د خېرښېګړې په 18 اسانتیاو بمباري شوي ده.   بلخوا برطانیه او جرمني په هغو یورپي ملکونو کې شامل دي چې غواړي په اوکراېن د یرغل په لړ کې د ممکنه جنګي جرمونو په اړه شواهد راجمع کړي.   د وي او ای د رپورټ ترمخه، د ګل، دوشنبې، تر ورځې پورې ملګرو ملتونو د اوکراېن په جنګ کې د 474 ملکي کسانو د وژل کېدو او د 861 پورې د کسانو د زخمي کېدو رپورټونه ورکړي دي. خو د ملګرو ملتونو او د اوکراېن چارواکي وايي د مرګ ژوبلې شمېره د دې نه زیاته هم کېدلی شي.   د جرمني د انصاف وزیر مارکو بشمېن د نهې، سه شنبې، په ورځ یوې ورځپاڼې ته وویل چې د جرمني وفاقي حکومتي وکیل په اوکراېن کې د جنګي جرمونو په اړه د ثبوتونو جمع کول شروع کړي دي.   هغه وویل په اوکراېن د روس یرغل د نړیوال قانون سنګینه خلاف ورزي ده چې هېڅ جواز یې نشي وړاندې کېدلی.  

10.03.2022 ډیوه

پولیس: د پېښور په امام بارګاه د داعش د ځانمرګي حمله کونکي سهولت کار وژل شوی

د خېبرپښتونخوا پولیس ویلي د پېښور په کوچه رسالدار امام بارګاه د داعش د حملې وروسته په خېبر ضلع کې د عملیاتو په مهال په امام بارګاه د حملې کونکي د یو سهولت کار په شمول درې وسله وال وژل شوي دي.   د تېري جمعې په ورځ په امام بارګاه د ځانمرګي بريد زمه واري داعش خراسان ډلې منلې ده. په حمله کې د وژل شویو کسانو شمېر 64 ته رسېدلی دی.    د حملې نه یوه ورځ وروسته پوليس وویل د حملې څه سهولت کار يې نيولي دي او د نورو د نيولو د پاره عمليات دوام لري.   د شورو، چهارشنبې، په ورځ پوليس وویل چي په خېبر ضلع  کې د عملياتو په مهال درې وسله وال چې يو پکې په امام بارګاه کې د ځانمرګي بريد کونکي سهولت کار و وژل شوي دي. د خېبر پښتونخوا وزير اعلا محمود خان د پېښې وروسته په صوبه کې د عبادت ځايونو د امنيت سختولو امر کړی و.   د پېښور په کوچه رسالدار امام بارګاه د داعش په ځانمرګي بريد کې ژوبل يو ۲۷ کلن تن ژوند د لاسه وکړی او د سي ايم ايچ او لېډي ريډنګ روغتون چارواکي وايي په حمله کې  د وژل شویو کسانو شمېره 64 ته رسېدلې ده.   پوليس وايي د ځانمرګي بريد کونکي سهولت کار په ګډون يې درې ترهګر په خېبر ضلع کې د عملياتو په وخت وژلي دي.  د امام بارګاه منتظمين وايي د جمعې مونځ د پاره يې جماعت کې ټولې تيارۍ نيولي دي او هم په جماعت کې به د جمعې مونځ کولی شي۔    د سي ايم ايچ چارواکو وويلي د تېرې جمعې په ورځ د پېښور امام بارګاه کي شوي ځانمرګي بريد کې ژوبل شوی محمد اصف تيره ورځ ژوند د لاسه ورکړي، د چاودنې درې زخميان په حيات اباد مېډيکل کمپلېکس کې اوس هم د علاج د لاندې دي. د هسپتال انتظاميي وي او ای ډيوه ته وويل د دري واړو روغتيايي حالت په ښه کېدو دی.،   د خېبر ميډيکل کمپلېکس وياند ډيوه ته وويل هسپتال ته يي شپږ زخميان راوړل شوي چې د علاج وروسته کورونو ته ليږل شوي دي.  د ليډي رېډنک روغتون وياند محمد عاصم وويل دوي سره د چاودنې دولس زخميان داخل دي، ټول ۵۵ تنان مړه راوړل شوي وو، اتو په هسپتال کې ژوند د لاسه ورکړی او پاتې تنانو کې يو په ای سي يو کې داخل دی او د نورو حالت د خطرې نه بهر دی.    د پېښور امام بارګاه منتظمين وای سبا د جمعي د لمانځه دپاره یې تيارۍ مکمل کړي ۔ يو منتظم عماد نقوي وي او ای ډيوه ته وويل حوصلې یې اوچتې دي او په امام بارګاه کې به د معمول په څېر د جمعې مونځ  ادا کولی شي. د بريد وروسته د وژل شويو تنانو خپلوانو او د شيعه مسلک مشرانو غوښتنې شوي چي دوي ته دې تحفظ ورکړل شي او بريد کې ککړ تنان دې ونيول شي.   شيعه عالمانو د اتوار، یکشنبې، په ورځ  پېښور کې احتجاجي مظاهره هم وکړه او د کوهاټي امام بارګاه نه يي تر کوچه رسالدار امام بارګاه پوري احتجاجي لاريون وکړو او د تحفظ غوښتنه او د وژل شويو تنانو کورنیو ته د معاوضې غوښتنه یې وکړه.  

10.03.2022 ډیوه

دپښتنو په ستونزو دپښتونخوا ملي عوامي ګوند کېدونکې جرګې نه څېړونکي څه هېلې لري؟

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشران وايي سبا د جمعې په ورځ (11 مارچ) د بنو په میراخېل کې قامي جرګه کوي چې پکې به د زرګونو په شمیر کسان ګډون کوي  او د جرګې ټول انتظامات سرته رسول شوي دي. دګوند مرکزي مرستیال مشر عبد الرحیم زیارتوال وایي دا درې ورځنۍ جرګه ده چې د دوئ د ګوند په کوربتوب راغوښتل شوې او دې کې به قامي مشران،  پوهان، سیاست مداران قوم ته په ورپیښو ستونزو  ویناګانې کوي.  وي او ای ډیوه سره خبرو کې ښاغلی مندوخیل وایي د جرګې ټول انتظامات برابر کړل شوي او د بنو په نورنګ روډ میراخېل سیمه کې د لوبو په میدان کې به سبا پېښتنو ته په ورپېښو کشالو ګرد مشران اؤ پوهان راټولیږي. هغه وویل په زرګونه خلکو ته بلنه ورکړل شوې او ممکنه ده پینځه نه شپږ زره کسان به دغه جرګه کې ګډون وکړي. د زیارتوال په خبره انتظامیې نه دجرګې لپاره اجازه اخستل شوې خو دوئ په خپله هم د امنیت انتظام هم برابر کړی دی. دجرګې رابللو اعلان پښتونخوا ملي عوامي ګوند د فرورۍ په 21مه کړی ؤ اؤ ويلي یې وؤ چې دې جرګه کې به پښتنو ته په ورپېښو مسلو ،دافغانستان په صورتحال او ورسره په نورو مهمو ستونزو خبرې اؤ غور کولی شي. د جرګې په بلنليک کې ويل شوي دغه جرګه به د مارچ د میاشتې په 11، 12 او 13 نېټه د خېبرپښتونخوا په بنو ضلع کې کولی شي.  د يادې جرګې په بلنه کې ویل شوي، "چې د تيرو څلورو لسيزو نه په افغان خاوره تپلې شوې جګړې زمونږ (پښتنو) په سيمې او په ځانګړي ډول په پښتونخوا وطن ژورې اغېزې وکړې او په نتيجه کې يې زمونږ په خلکو د ترهګرۍ په نوم يو نا اعلانه شوی جنګ مسلط شو" په بلنه کې زياته شوې، "په زرګونو خلک (پښتانه) وژل شوي، په لکونو بې کوره شوي، بازارونه او کورونه وران شوي، د کربونو روپو زيانونه يې شوي، دماورا عدالت قتلونو سلسله دوام لري، په زرګونو خلک بې درکه او بې کوره دي، پښتون افغان په دروغجنه پروپېګنډا نړۍ ته ترهګر او انستهاپسند معرفي کيږي" دګوند وینا ده چې ددې ترڅنګ "د پښتنو په بېش بها وسايلو د قبضې په نتيجه کې پښتانه د تعلیم او صحت د بنيادي اسانتياو نه محرومه دي. سياسي هدفي وژنې، او په سیند او پنجاب کې پښتانه د سر، مال او عزت د عدم تحفظ سره مخ دي" یاد ګوند پخپله بلنه کې وایي "په افغانستان کې د مسلط شوې جګړې په نتیجه کې جوړ شوي صورتحال او بوګنوونکي انساني بحران او نورو اړونده مشکلاتو باندې به په جرګه کې بحثونه کيږي" د بنو کالج د انګریزۍ پروفیسر اسحاق وزیر وايي بنو یو تاريخي، سیاسي او جغرافي اهمیت لري. او د پښتنو د قامي سیاست مرکز بلل کیږي. وي او ای ډيوه سره خبرو کې هغه وویل بنو د خیبر پښتونخوا او  بلوچستان کې دمیشتو پښتنو منځنۍ سیمه ده او له دغه ځایه  کابل هم د پیښور نه په لنډه فاصله کې دی. د پروفیسر په خبره د فقیر ایپي د ازادۍ او د پښتنو مترقي لیکوالو تحریکونه د دغه ځاي نه جوړ شوي او په کال 1947 کې د پښتونستان قرارد  هم بنو کې پاس شوی ؤ هم دغه وجه ده چې کله د قام خبره کیږي نو د زیاتو خلکو سترګې بنو ته وي.   هغه وویل د دغه علاقو خلک چې د خپلو حقوقو نه ناخبر دي او زیات تندروې او پوځي عملیاتو سره مخامخ پاتي شوي د جرګې د لارې به سیاسي او شعوري پوهاوی ترلاسه کړي. چې هم یوه لویه لاس ته راوړنه ده.  د باچا خان پوهنتون د سوشیالوجي پروفیسر حیات یوسفزی وایي پخوا هم داسې جرګې شوې او پښتنو ته چې کله هم ستونزې ورپیښې شوي دوی د جرګو د لارې هوارې کړې دي.  هغه وویل اوس پښتانه په ملکي او په نړیواله کچه د ناامنۍ او پخپلو وسیلو د واک نه لرلو تر څنګ د یو شمیر نورو ستونزو سره مخ دي. خو په وسایلو د واک ترلاسه کولو لپاره او د ناامنۍ پرضد ټول قام په یو اتفاق نه دی.  وي او ای ته هغه وویل دا یو ښه عمل دی چې د قام د ګټو لپاره د قام مشران جرګه کیږي او ددغه جرګې له لارې به قام ته دورپيښو ستونزو هواری لټوي. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د قامي جرګې نه وړاندې د کال 2020 په لسم مارچ د عوامي نېشنل ګوند له خوا د پېښور په باچا خان مرکز کې "پښتون قامي جرګه" شوې وه چې پکې پښتنو ته په ور پېښو سیاسي،‌ اقتصادي، تعلیمي او نورو ستونزو خبرې شوې وې او د حل لپاره یې د21 مادو ګډه اعلامیه خپره شوې وه.

10.03.2022 ډیوه

افغانستان کې تازه ۱۷۲ کسان کرونا نیولي، شپږ نور مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان د راپور په اساس په افغانستان کې په تیرو ۲۴ اساعتونو کې د کورنا ویرویس ۱۷۲ مثبتې پېښې ثبت شوي دي.

10.03.2022 امریکا غږ

دپولیسو دچاپې پرضد اسلام اباد کې دشمالي کوریا دسفارتخانې احتجاج

اسلام اباد کې دشمالي کوریا سفارتخانې دپاکستاني پولیسو لخوا پخپل سفارت چاپه د ویانا کنونشن سرغړونه ګرځولې اؤ په دې پېښه یې کوټلی احتجاج کړی دی. دپاکستاني ورځپاڼې ډان په یو رپورټ کې ویل شوي چې پولیسو دا چاپه د روانۍ اوونۍ پیل کې دشمالي کوریا په سفارتخانه وهلې وه. دشمالي کوریا حکومت اؤ دپاکستان دبهرنیو چارو دفتر لا په دې اړوند کوم رسمي غبرګون نه دی ښکاره کړی. ورځپاڼه خپل رپورټ کې لیکي چې دشمالي کوریا سفارتخانې ددې پېښې پرضد داسلام اباد دپولیسو سرلښکر یا ایي جي ته یو احتجاجي لیک استولی اؤ په دې لیک کې ویل شوي چې په اووم مارچ اووه پولیس  په سفارتخانه ورختلي اؤ دغلته یې لټونه یا تالاشي کړې ده. لیک کې ویل شوي چې سفارتي عملې دچاپې په مهال پولیسو ته ور یاده کړې وه  چې دسفارتخانې ساحه دشمالي کوریا خپلواکه سیمه ده اؤ دوئ باید دلته عملیات ونه کړي خو وایي پولیسو دټوپکو په زور دسفارتخانې مامورین ویرولي اؤ د کوټو تالاشي یې اخستې ده. ډان ورځپاڼې پخپل دې رپورټ کې دپولیسو دسرچینو له خولې ویلي چې چاپه په سفارتخانه کې دشرابو د موجودیت په اطلاع وهل شوې ده اؤ داسلام اباد دپولیسو مشر ددې پېښې دپلټنو امر کړی اؤ په درېوؤ ورځو کې یې رپورټ غوښتی دی. (د ډان ورځپاڼې په مننه)

10.03.2022 ډیوه

په اوکراین کې په یو زېږنتون د روسیې برید؛ زیلینسکي په لویدیځ انتقاد کړی

د اوکراین ولسمشر زیلیسنکي د چهارشنبې په ورځ مارچ نهمه (کب ۱۸) یو ځل بیا پر ناټو تند انتقاد کړی او ویلي دي چې «تاسو قدرت لرئ، خو لیدل کیږي چې انسانیت له لاسه ورکوئ»

10.03.2022 امریکا غږ

طالبان: شاوخوا پنځه میلیونه افغانان په مخدره موادو روږد دي

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا مرستیال وايي، په افغانستان کې شاوخوا پنځه میلیون کسان په نشه يي توکو روږد دي چې یو میلیون یې ښځې او ماشومان دي.

10.03.2022 امریکا غږ

په سینه کې دخنزیر زړه لګوونکی دنړۍ وړومبی انسان ډیوډ بینټ ومړ

په سینه کې دخنزیر زړه لګوونکی د نړۍ وړومبی انسان ۵۷کلن ډیوډ بینټ د زړه بدلولو ددې تاریخي تجربې نه دوه میاشتې وروسته مړ شوی دی. ډیوډ بینټ ته دخنزیر زړه دمیري لینډپوهنتون په هسپتال کې لګول شوی ؤ‌ اؤ ددغه هسپتال داعلامیې له مخې اوس هغه دنهې یا سه شنبې په ماښام مړ شوی دی. دهسپتال اعلامیه کې دهغه دمړینې علت نه دی روښانه کړل شوی اؤ یوازې دومره ویل شوي چې دمریض وضعیت دتیرو څو ورځو راپدیخوا ښه نه ؤ. دپوهنتون داعلامیې له مخې د ډیوډ بینټ زوئ ډیوډ بینټ جونیر خپل پلار ته دهغه د ژوند په وروستیو ورځو کې دهسپتال دانتظامیې لخوا دخنزیر د زړه لګولو وړاندیز ستایلی اؤ ویلي یې دي دهغه کورنۍ هیله لري چې دې تجربې سره بخ دانساني بدن دغړو دکموت دستونزې ختمولو په هڅو کې لاس امداد وشي. د ډیوډ بینټ جونیر وینا ده "موږ دهرې هغې اختراعي لمحې،هرخوب اؤ تر دې چې دهرې هغه بې خوبه شپې منندویه یو چې دې تاریخي هڅه کې تیره شوې ده ،موږ دا هیله لرو چې دا به ددې تجربو پیل وي نه چې پائ" د وي او ای د رپورټ له مخې دتیرو څو لسیزو راهسې ډاکټران دانسانانو دژوند ژغورلو لپاره انساني بدن کې دځناورو دبدن دغړو پیوست کولو هڅې کوي. بینټ هیګر دمیري لینډ استوګن یو عام خواریکښ ؤ اؤ هغه خپل بدن کې دخنزیر د زړه لګول کید لپاره ځان دې تجربې ته ځکه وړاندې کړی ؤ چې په بل صورت کې دهغه د ژوند ژغورل کیدو هیڅ امید یا هیله نه وه. دایسوسي ایټیډ پریس د خبر له مخې  ډیوډ بینټ ته چې دکوم خنزیز زړه لګول شوی ؤ دهغه خنزیز عمر څلور کاله ؤ اؤ په دغه زړه کې یو شمیر جنیاتي بدلونونه راوستل شوي وؤ ترڅو دانساني بدن دنظام سره سم یا هم اهنګ کړل شي. په جنیاتي توګه ددې زړه دتیارؤلو دپروژې مشر د میري لینډ پوهنتون پاکستان نژاده ډاکټر منصور محي الدین ؤ اؤ دغه ډاکټر وي او ای سره خبرو کې ویلي دي چې دخنزیر ددغه زړه په تیارؤلو کې یې لږ تر لږه دوه لسیزې هڅې کړې وې. هغه د ډیوډ بینټ ته په بریالي ډول دخنزیر د زړه پیوست کیدو په مهال خبرداری ورکړی ؤ چې دیاد ناروغ دبدن نور غړي ،خاصکر رګونه هم ډیر زیات کمزوري شوي اؤ دغو رګونو ته د یو تازه زړه نه د وینې په پاس کولو کې د ډیر احتیاط نه کار اخستل کیږي

10.03.2022 ډیوه

قطر: طالبان دې ښځو سره تبعیضي چلند پای ته ورسوي

قطر په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د اندېښنې د ښکارولو ترڅنګ له ښځو سره د تبعیض د پای ته رسېدا غوښتنه وکړه.  په جنیوا کې د قطر د دایمي استازولۍ سرپرستې السووایدي د بشري حقونو د شورا په ۴۹ مه غونډه کې وویل: "قطر پر هغه څه چې افغانستان کې د بشري حقونو د لوی کمېشنر په راپور کې ویل شوي، اندېښنه لري."  دې زیاته کړه، قطر د اګسټ له ۱۵مې نېټې را وروسته په افغانستان کې په پراخه پیمانه د وسله والو نښتو د کمېدو او په نسبتاً سوله ییز چاپېریال کې د افغانانو د اوسېدو هرکلی کوي، خو دې پر هغو راپورونو اندېښنه وښوده چې پر اساس یې ویل شوي چې افغانستان کې اقتصادي او مالي بحران ستر منفي اغېز کړی، د ژوند ستنډرډ ټیټ شوی، بیې لوړې شوي، د خوراکي موادو مصؤنیت لږ شوی او روغتیايي خدمات کمزوري شوي دي.  په  جنیوا کې د قطر د دایمي ماموریت سرپرستې پردې ټینګار وکړ چې بشري مرستې باید سیاسي نه کړای شي او د اقتصادي او ټولنیزو شرایطو د پر له پسې خرابېدو په نتیجه کې د بشري حقونو پر اړوندو چارو د ډېر منفي اغېز په وړاندې یې خبرداری ورکړ.  امریکا او یو شمېر لوېدیځو هېوادونو له کابله خپل سفارتونه قطر ته لېږدولي او دا هېواد لا هم په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر کوربه دی.  

10.03.2022 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more