پاکستان: امریکايي استازي به پاکستاني مامورینو د افغانستان په حالاتو خبرې کوي
مېرمن شرمن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اسلام اباد ته رسېدونکي وه. هغه د امریکې صدر جوبایډن د حکومت لومړۍ لوړ رتبه چارواکي ده چې د پاکستان دوره په داسې حال کې کوي چې امریکايي ځواکونه د افغانستان نه ستانه شوي او طالبانو بیا د افغانستان واکمني ترلاسه کړي ده
رویټرز: نړیواله ټولنه افغانانو سره د نغدو پېسو امداد کول غواړي
رویټرز وايي په افغانستان کې د وچکالۍ او سیاسي بدلون په مهال د انساني بحران د مخنیوي دپاره د نړیوالې ټولنې په مجوزه مالي امداد کې به ضرورت مندو افغانانو ته د بېنکونو دلارې 200 ډالرې نغدې پېسې ورکول کېږي چې خو به په دې بهیر کې نېغ په نېغه نه وي شامل
پینډورا پیپرز،ایا دپاکستان دپوځ پخوانیو جرنیلانو سره به څوک حساب وکړی شي؟
ملکي سياستمداران وايي پاکستان کې تل يوازي د ولس منتخبو استازو سره حساب کتاب شوی دى ځکه دوئ نه ګڼي چې پينډورا پيپرز کې نومول شوؤ دپوځ پخوانيو جرنيلانو څخه به څوک بهر ملکونو کې د دوئ د اف شور کمپنيانو د مالي سرچينو په هکله پلټنى وکړل شي.
شمالي وزیرستان کې دځایي ملک په ګاډي چاودنه،یو تن وژل شوی،دوه ژوبل
د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلع شمالي وزيرستان کې د یو ځایي مشر ملک ریمال ګاډي کې چاودنه شوې چې پکې یوتن وژل او دوه نور ټپيان شوي دی.
د تایوان او تجارت په سر د امریکې او چین ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی
د صدر پنګ سره د صدر بایډن اعلان او په زوریخ کې د دواړو ملکونو د چارواکو ملاقات په داسې حال کې شوی دی چې د تجارت او تایوان په سر واشنګټن او بینجنګ ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی
پېښور هایکورټ قبایلي ضلعو کې سر دوباره د سرشمېرنې امر وکړو
پيښور هایکورټ پخوانیو قبایلي سيمو کې د سرشمېرنې په هکله د دوسیې اوريدنې پرمهال حکومت ته امر کړی چې دغه سيمو کې دې سردوباره سر شميرنه وکړی شي.
پاکستان نه به اوس یو تن افغانستان ته ځان سره یوازې 1000 ډالر وړلی شي
د پاکستان مرکزي بینک د ډالر او غېر ملکي کرنسۍ دغېرقانوني بهير د مخنیوي د ګامونو په ترڅ کې افغانستان ته د تلونکي هر تن لپاره د 1000 امریکايي ډالرو د وړلو شرط اېښودلی دی.
بلوچستان: په زلزله کې د مړو شمېره 20 ته رسېدلې، د 200 نه زيات ټپيان شوي
د پاکستان په بلوچستان صوبه کې تيره شپه په شوې زلزله کې د مړو شمېره 20 ته رسېدلې او ټپيان د 200 نه زيات شوي دي.
افغانستان کې د ژمي راتلو سره بشري بحران سېوا کیږي
په افغانستان کې د نړيوال پروګرام مشر د شورو/ چهارشنبې په ورځ ويلي په دغه ملک کې بشري بحران د ژمي راتلو نه وړاندې په تيزۍ سره سېوا کيږي.
امريکايي کمپني وايي د اواز د رفتار نه تېز پرواز کوونکي د مسافرو ارزان بیعه جهازونه به تیاروي
د بوم کمپنۍ جوړ اورچر نومې سپرسانک جهاز به هم د بحراوقيانوس يا اټلانټک سمندر دپاسه سفر د نورو جهازونو په نسبت په نيم وخت کې کوي او د دغې کمپنۍ چارواکي وايي د الوت خرڅ به يې هم کم وي.
پوهان: د مستقل خریدارانو باوجود د چین د وسلې خرڅلاو کم شوی
یو څېړونکی وايي تر ټولو لویه مسله د "مېډ اېن چاینا" لېبل یا عنوان دی چې د چین د وسلې په خرڅلاو کې د کمي یو سبب لیدل کېږي. هغه زیاته وي د "مېډ اېن چاینا" دا "سټېګما" یا بدنامي یوازې د وسلې سره نا بلکې د چین نورو مصنوعاتو سره هم تړلې ده
مريم نواز: د ايي اېس ايي د مشر په امر د نواز شريف خلاف مقدمې جوړې کړی شوي او سزاګانې ورکړی شوي
د پاکستان په سیاسي چارو کې لاس نه وهلو د پوځ په بیان په تولنیز رسنیو ډیر تنقید شوی و اؤ ېو شمیر خلقو ويلي وو چې د پاکستان په شان هېواد کې چېرته چې پوځ څلور ځلا دستور مات کړی او د مارشل لا حکومتونه یې جوړ کړي څنګه دا خبره کېدلی شي چې پوځ په سیاست کې مداخلت نه کوي
پاکستان کې دبجلۍ دیو یونټ بیعه نوره درې روپۍ لوړه کړل شوې ده
د پاکستان حکومت د بجلۍ نرخ د یو یونټ پسر نور درې روپۍ سیوا کړی دی اؤ دا پیسې به د روانې میاشتې نه د صارفینو څخه اخلي.
پاکستاني طالبانو سره مذاکرات،څېړونکي وایي دپښتنو استازي باید باور کې واخستل شي
د پاکستان وزير اعظم عمران خان څو ورځې وړاندې د ترکي ټي آر ټي ټیلي ويژن سره په مرکه کې د لاقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان ځينو ډلو سره د مذاکراتو او عامې بخښنې په اړه ويلي وو۔
د واشنګټن اؤ اسلام اباد ترینګلې اړېکې،دامریکې مرستیاله خارجه وزیره سبا پاکستان ته رسیږي
د امريکا د بهرنيو چارو مرستیاله وزيره وېنډي شرمېن د افغانستان په معامله د واشنګټن او اسلام اباد ترمنځ اړيکو کې د سېوا کېدونکې واټن د ختمولو لپاره د خبرو په غرص سبا د اکتوبر په اوومه د پاکستان په دوه ورځني سفر اسلام اباد ته رسیږي.