ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


ملګرو ملتونو نړۍ کې د روانو جګړو ودرؤلو اؤ کرونا سره دمقابلې غږ کړی

دملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوئټرس په نړۍ غږ کړی چې د کرونا وائرسو د رالوتلي بهیر په مهال د جګړو مخه ونیسي اؤ خپل ټول پام د کرونا مقابلې ته وګرځوي.

24.03.2020 ډیوه

کرونا وائروس:بلوچستان صوبه کې په فعالیتونو بندیز اعلان کړل شو

د بلوچستان د کورنیو او قبایلو چارو وزارت د اعلامیې  له مخې په بلوچستان کې د اتباعو په هر ډول غیر ضروري تګ راتګ به د غرمې تر 12 بجو د اپریل تر اوومې نیټې  بندیز وي او خلک به په کورونو محدود وي.

24.03.2020 ډیوه

کوټه کې د کرونا وایرس لومړی ناروغه مړ شو 

د ښاغلي موساخیل په خبرہ د مړ‎ي جسد د ھغه و کور ته د وړ‎لو اجازت نشته، په روغتون کې به د مړ‎ي دید او اخیرني ټول رسومات تر سرہ کېږ‎ي او ورستو به یې په ځانڰړ‎ي ایمبولینس کې ھدیرې ته وړ‎ي.

22.03.2020 ډیوه

پاکستان کې د کرونا وایرس ناروغانو شمیره ۷۶۱ ته ورسیدله،‌ ۵ تنه مړه

د سند اعلا وزیر مراد علي‌شاه تیره ورځ ویلي چې په ټوله صوبه کې به د ۱۵ ورخو پورې هر څه تړلي وي‌ او بې د سود سودا،‌ ډاکټر ته دتګ به هیڅ څوک بهر نه پریږدي. 

22.03.2020 ډیوه

د جرمني وزیراعظمه او یو امریکایی سنېټر هم د کرونا وایرس په خاطر قرنطینه شول

د جرمني وزیراعظمه انګېلا مرکل قرنطينه شوې او پس له دې به له خپله کوره کار کوي. دا خبره د هغې ویاند ستیفن سیبرټ کړې ده، او ویلي یې دي چې د تېرې جمعې په ورځ یو ډاکټر له مېرمن مرکل سره کتلي و او نن معلومه شوه چې د هغه ډاکټر د کرونا وایرس ټېسټ مثبت راختلی دی. د جرمني د وزیراعظمې ویاند زیاته کړې: "له کورني قرنطین نه هم، چانسلر [انګېلا مرکل] به خپل سرکاري کار ته دوام ورکړي."  انگېلا مرکل ۶۵ کلنه ده او په نړۍ کې یو له ځواکمنو ښځینه مشرانو څخه ګڼل کیږي. په جرمني کې د کرونا وایرس د خورېدو د مخنیوي دپاره حکومت سخت ګامونه اوچت کړي او له دوو نه د ډېرو کسانو پر یوځای راټولېدو یې پابندي لګولې ده. د امریکې یو پېژندل شوی سنېټر هم په کرونا وایرس اخته شوی دی په امریکا کې یو پېژندل شوی رېپبلیکن سنېټر، رنډ پال، چې د صدر ډونالډ ټرمپ ملاتړی هم پاته شوی دی، د سنېټ اولنی غړی دی چې په کرونا وایرس یا کووېډ-۱۹ اخته شوی دی.  د سنېټر رنډ پال په رسمي ټویټر پاڼې راغلي چې د هغه د کووېډ-۱۹ ټېسټ مثبت راختلی او هغه اوس ښه دی مګر په قرنطین کې دی. د دې بیان تر مخه، سنېټر رنډ پال اوس هېڅ کوم رنځ نه لري او یوازې په دې خاطر چې ډېر سفرونو ته تللی او ډېرو دستورو کې یې ګډون کړی دی، په تحفظي توګه یې ټېسټ شوی او دا معلومه شوې چې هغه کرونا وایرس لري. د امریکا سنېټ ټولټال سل غړي لري یعنې له هر ریاست نه دوه تنه سنېټران ټاکل کیږي، او رنډ پال د کېنټکي ایالت یو له دوو سنېټرانو څخه دی. د هغه دفتر دا هم ویلي چې هغه به د قرنطینې نه وروسته بېرته سنېټ ته حاضر شي. د بیان تر مخه، د سنېټر پال د دفتر کارکوونکو په تېرو لسو ورځو کې له هغه سره نه دي لیدلي، ځکه دوی له دفتره لیرې کار کول شروع کړي دي.

22.03.2020 ډیوه

طالبان د لومړي ځل دپاره د افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېناستل

د افغانستان د سولې دپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد وایي چې افغان حکومت او طالبانو د لومړي ځل دپاره د ویډیو سکایپ له لارې مخامخ خبرې کړي دي. د خلیلزاد په وینا، دواړو خواوو کلکه وعده کړې چې په تشدد کې به کم والی راولي. خو د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین بیا ویلي چي دا خبري "یوازې د بندیانو د خلاصون په هکله وې" او "د نورو موضوعاتو په هکله خبرې به په بین الافغاني مذاکراتو کې کیږي." خلیلزاد پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي چې د ویډیو سکایپ له لارې دغه خبرې د یکشنبې یا اتوار په ورځ وشوې، سهولیت یې امریکا او قطر برابر کړی و، او تر دوه ساعتو (ګېنټو) وغځېدې چې په کې د زندانیانو د تبادلې په اړه تخنیکي خبرې ترسره شوې. خلیلزاد همدا راز پخپل ټویټونو کې لیکلي: "څنګه چې د امریکا او طالبانو په لوظنامه کې ویل شوي، د دواړو اړخونو له طرفه د زندانیانو خلاصون، د سولې په پروسه کې یو اهم ګام دی. او [دا کار] د بشري دلایلو پر بنیاد ډېر اهم دی."  د امریکا خاص استازي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د اتوار/یکشنبې د ورځې خبرې "مهمې، سنجیده، و تفصیلي" بللي او له ټولو اړخونو یې مننه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې د کرونا وایرس د آفت خطرې، د زندانیانو د آزادولو چارې ته لا زیات فوریت ورکړی دی.  خلیلزاد زیاته کړې: "ټولو اړخونو د تشدد کمولو، بین الافغاني خبرو، او یو جامع او دایمي اوربند دپاره له خپلو طرفو نه قوي وعدې ورکړلې. مونږ همدا شان توافق وکړ چې په راتلونکو دوو ورځو کې به د تخنیکي خبرو بله غونډه هم ترسره شي."  که څه هم دا ناسته د ویډیو سکایپ له لارې ترسره شوې، خو دا لومړی ځل دی چې د افغان حکومت او طالبانو استازي یو بل سره مخامخ خبرې کوي. طالبان تر اوسه نه و حاضر شوي چې د افغان حکومت له استازو سره خبرې وکړي، ځکه دوی ویل چې لوظنامه یې له امریکا سره دستخط کړې ده، او د زندانیانو د خوشې کولو مسؤولیت هم په امریکا پورې اړه لري. خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې امریکا د افغانستان په زندانونو کې د طالب زندانیانو د خوشې کولو اختیار نه لري، او که دا کسان خوشې کیږي هم، نو د افغان حکومت په خوښه به خوشې کیږي.

22.03.2020 ډیوه

کرونا وایرس د لاسه په اټلي څه تیریږي؟ 

تیره ورځ‌ په اټلي کې د کرونا وایرس د لاسه د ۸۰۰ تنانو د مرګ وروسته وزیراعظم جوزپي کونتی ویلي‌٫٫ د جنګونو وروسته دا په مونږ تر ټولو سخت وخت راغلی.٬٬ 

22.03.2020 ډیوه

د افغانستان بلخ ولایت کې د کرونا نه لومړی تن مړ شو 

چارواکي وایي په تیر یو شواروز کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د کرونا وائروسو ۱۰نوې پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره په دغه هیواد کې د کرونا دناروغانو شمیره ۴۳ته رسېدلې ده.

22.03.2020 ډیوه

خېبر پښتونخوا کې د حکومتي اعلانونو پرته بازارونه خلاص او ګڼه ګوڼه لیدل کیږي 

د خېبر پښتونخوا حکومتي چارواکو د وينا وروستو پېښور ښار په مکمله توګه تړل شوی خو نورې ضلعې لکه مردان، چارسده، صوابۍ د دغه احکاماتو باوجود هم خلاصې دي او د خلکو ګڼه ګوڼه په نظر راځي.

22.03.2020 ډیوه

د چین او اټلي‌ نه وروسته امریکا د کرونا د لاسه زیاته اغیزمنده شوې ده

که څه هم د چین ووهان ښار کې پیدا شوی کرونا وایرس باندې په چین کې دننه قابو موندلې شوې دی او د نوي‌ مریضانو په شمیرو کې کمولی راغلی دی خو په نوره نړۍ کې د کرونا وایرس مریضان ورځ تر ورځه زیاتیږي.  دا وخت د نړۍ اکثره غټ غټ ښارونو تړلې شوي‌ دي او یا چارواکي‌ په کرونا وایرس قابو موندلو په غرض د تړلو اراده لري.   د امریکې په جان هاپکینز یونیورسټۍ کې د کرونا وایرس د سرچینو مرکز وایي دا وخت ټوله نړۍ کې 311,988 نه زیات کسان د کرونا وایرس وهلي‌ دي او د مړو شمیره 13,407 ته رسیدلي ده.  د دغه شمیرو ترمخه د کرونا مرض نه بیرته روغ شوو کسانو شمیره 93,790 ده. دا وخت د کرونا وایرس دلاسه زیات مرګونه په اټلي‌ کې شوي‌ دي. پدغه هیواد کې د مړو شمیره 4,825 ته رسیدلي‌ چې‌ یواځې د خالي یا شنبې په ورځ 793 کسان مړه شوي‌ وو. پدغه هیواد کې په تګ راتګ باندې بندیزونه نور هم سخت کړل شو‌ي‌ دي‌ او زیاتره کاروبارونه بند کړل شو‌ي دي. ‌   د چین او اټلي‌ وروسته امریکا دریم هیواد دې چې د کرونا وایرس د لاسه زیات اغیزمند شوې دی. دا وخت امریکا کې26,747 کسانو کې کرونا وایرس موندلې شوې او د مړو شمیره 340 نه اوښتي‌ ده. د امریکا کېلیفورنیا او نیویارک نه وروسته نیوی جرسي ریاست کې هم خلکو ته په کورنو کې دننه د پاتې کیدلو حکم شوې دی. دا وخت په څلورو کې یو امریکایې یعنې د هیواد دابادی څلورمه برخه په کور کې دننه پاتې کیدو مجبوره شوې‌ ده.   په امریکا کې بیړني‌ حالات اعلان کړل شوې‌ او حکومت کمپنیانو ته په لوۍ‌ مقدار د ماسکونو او نور د صحت سامان د جوړلو لپاره ارډر ورکړی دی. د امریکا مرستېال صدر مایک پېنس په دفتر کې یو تن کې د کرونا وایرس پخلې شوی وو چې له دهغې وروسته مرستېال صدر مایک پېنس او دهغه میرمن کرونا وایرس ټیسټونه کړي‌ وو، خو هغوي ټیسټونه منفي ګرځول شوي دي. امریکا حکومت خپل وګړي د نړیوال سفر نه کولو وړاندیز کړی دی. . اروپايي هیوادنه هم کرونا وایرس دلاسه زیات اغیزمند شوي‌ دي، سپین کې 28,572 نه زیات کسانو کې وایرس پخلې شوی او 1,720 کسان مړه شوي‌ دي. جرمني‌ کې 23,129 نه زیات کسان ناروغه او 93 کسان مړه شوي دي. فرانس کې د کرونا د لاسه ناروغانو شمیر 14,485 او مړو شمیره 562 نه اوښتې‌ دی. .  ایران کې د شلو زرو ته ریات کسان د کرونا په رنځ اخته شوي‌ او 1,556 کسان د دغه وایرس دلاسه خپل ژوند بایللی دی. د اتوار په ورځ د ایران روهاني‌ مشر ایت الله خامنه په ټیلی ویژن باندې خپل وینا کې د امریکا امداد اخیستلو نه انکار اوکړ او تور یې لګولې چې کرونا وایرس امریکا پیدا کړی. د ایران او امریکا ترمنځ د تاو تریخوالي‌ باوجود واشڼګټن ایران د انساني‌ همدردې په توګه د کمک وړاندیز کړی وو. د رایټرز خبري‌ ایجنسۍ ترمخه په فلسطین کې په اول ځل دوه کسانو کې د کرونا وایرس پخلې شوی. د رپورټ ترمخه دغه کسان د مصر په لار د پاکستان نه ورغلي‌ دي. د صحت چارواکي‌ وايي‌ یاد کسان کوارنټین یا ګوښه کړلې شو‌ي‌ دي د اسټریلیا کې د کرونا وایرس مریضانو شمیر ۱۳۱۵ ته رسیدلي‌ او حکومت د هیواد دوه لوې ښارونه سډني او ملبورن کې په غیر ضروري‌ سفر باندې راتلونکې ۴۸ ‌ ګهنټوو کې د بندیز اراده لري

22.03.2020 ډیوه

خېبر پښتونخوا کې په کرونا وائروسو د مړو شمیره درېوؤ ته ورسیده

په خیبر پښتونخوا کې یوه میرمنه دکرونا وائروسو له امله مړه شوې ده چې ددې سره په صوبه کې دتیرې یوې اوونۍ په مهال دکرونا له امله دمړو شوؤ کسانو شمیره درېوؤ اؤ په ټول پاکستان کې څلورو ته رسېدلې ده.

22.03.2020 ډیوه

افغانستان کې د کرونا وائروسو ۱۰تازه پېښې مخې ته راغلي‌ دي

چارواکي وایي په تیر یو شواروز کې دافغانستان بیلابیلو سیمو کې د کرونا وائروسو ۱۰نوې پېښې مخې ته راغلي چې ددې سره په دغه هیواد کې د کرونا دناروغانو شمیره ۴۳ته رسېدلې ده.

22.03.2020 ډیوه

دشهباز شریف وطن ته په ستنېدو څارملنه کې دساتلو غوښتنه شوې

دپاکستان مسلم لیګ(نواز) مرکزي صدر اؤ‌ په قامي اسمبلۍ کې دمخالفو ډلو مشر میا شهباز شریف لندن کې دڅلورو میاشتو له اېسارتیا وروسته د اتوار په سحر پاکستان ته رسېدلی دی.

22.03.2020 ډیوه

کرونا وائروس:خیبر پښتونخوا کې کاروبارونه وتړل شول،دسورلیو په ګاډو تر ېوې اوونۍ بندیز

پاکستان کې په چټکتیا سره دکرونا وائروسو خوریدو له امله دخیبر پښتونخوا حکومت ټوله صوبه کې تر درېوؤ ورځو دبازارونو تړلو اؤ تر یوې اوونۍ یوې ضلعې نه بلې ضلعې ته د سورلیو دګاډو په تګ دبندیز اعلان کړی دی.

22.03.2020 ډیوه

داتوؤ نوؤ پېښو مخې ته په راتلو سره خیبرپښتونخوا کې د کرونا دناروغانو شمیره۳۱ؤ ته رسېدلې

په خیبر پښتونخوا صوبه کې د کرونا وائروسو د اتوو نوؤ پېښو مخې ته د راتلو سره په دغه صوبه کې په کرونا وائروسو د اخته ناروغانو شمیره ۳۱ ته رسېدلې ده.

22.03.2020 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more