ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


سپېنې خبرې

د ورځې په خبرونو اومسایلو د نظر د خاوندانو سپینې خبرې او د اوریدونکو نظرونه

25.11.2023 امریکا غږ

اوکراین: روسیې د ۷۵ ډرون الوتکو برید کړی، ۷۴ مو نسکورې کړي

اوکراین د شنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) وویل چې د تیرې شپې په اوږدو کې یې له ۷۵ روسي بې پیلوټه الوتکو څخه ۷۴ نسکورې کړي، چې د کیف په وینا دا پر دې هیواد باندې د مسکو د یرغل له پیل راهیسې د روسیې د ډرون تر ټولو لوی برید دی.

25.11.2023 امریکا غږ

د اسرائیل او حماس تر اوربند وروسته یو شمېر برمته کسان او بندیان خوشې شوي دي - د اشنا د شنبې خپرونه

د امریکا غږ اشنا د شنبې په خپرونه کې د حماس او اسرائیل د اوربند تازه جزئیات، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو د نړیوالې ورځې او په امریکا کې د افغانو او تاجیکي هنرمندانو د ستر کنسرت په اړه مهم راپورونه خپروو.

25.11.2023 امریکا غږ

یوه موضوع، څو زاویې

په افغانستان او نړۍ کې د تودو پيښو تحلیل او څیړنه د امریکا غږ په "یوه موضوع، څو زاویې" ځانګړې خپرونه کې هره شنبه د امریکاغږ د سپوږمکۍ او د ډیجیټلي شبکو له لارې وګورئ.

25.11.2023 امریکا غږ

په نړۍ کې د نري رنځ ‌د ناروغۍ زیاتوالی - بو علي سینا

د بوعلي سینا ددې اوونۍ په خپرونه کې؛ په غزه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زیاتیدو په اړه د روغتیا د نړیوال سازمان اندیښنه، په نړۍ کې د نري رنځ ‌(توبرکلوز) ناروغۍ زیاتوالی، د بولو یا تشو متیازو انتان او د نه درملنې ستونزې یې او د یوې کورنۍ د شپږو جراحانو په اړه د یو راپور په ګډون د روغتیا له نړۍ څخه خبرونو شامل دي.‌

25.11.2023 امریکا غږ

د پاکستان د کراچۍ ښار په یو سوداګریز مرکز کې اورلګیدنې ۱۱ تنه مړه کړي

پاکستاني مقاماتو د شنبې په ورځ نومبر ۲۵ (لیندۍ ۴) وویل چې د کراچۍ ښار په یو سوداګریز مرکز کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۱۱ کسان وژل شوي او ۳۵ نور ټپیان شوي دي.

25.11.2023 امریکا غږ

معترضې ښځې: د طالبانو واکمنۍ کې د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډیر زیات شوی

د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د نړیوالې ورځې نومبر۲۵ سره هممهاله د عدالت او ازادۍ لپاره د افغانستان د ښځو غورځنګ ویلي چې په تیرو څه باندې دوو کلنو کې په دغه هیواد کې ښځېو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د تاوتریخوالي مختلفې بڼې تجربه کړي دي.

25.11.2023 امریکا غږ

ریچارډ بنیټ: هرات کې د دوه شیعه دیني عالمانو وژل ډیر د اندیښنې وړ دي

افغانستان لپاره د ملګروملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارد بنیټ د هرات په ولایت کې د دوه شیعه دیني عالمانو په وژل کیدو اندیښنه ښودلې او په خپلواک ډول یې ددې پیښې د پلټنې غوښتنه کړې ده.

25.11.2023 امریکا غږ

عراق او سوریه کې په امریکایي ځواکونو څلور ځله بریدونه شوي

د متحده ایالاتو د دفاع وزارت وایي په عراق او سوریه کې تیره ورځ په میشتو امریکایي ځواکونو د څو ساعتونو په ترڅ کې څلور ځله د توغندیو او بې پیلوټه یا ډرون الوتکو بریدونه وشول.

25.11.2023 امریکا غږ

لومړنۍ سهارنۍ خبري خپرونه

په دې نیم ساعته خپرونه کې د افغانستان او نړۍ تازه خبرونه، مهم رپوټونه، مطبوعاتو ته کتنه او مرکې شاملې دي.

25.11.2023 امریکا غږ

ډبلیو اچ او د الشفاء روغتون مشر برخلیک په هکله اندیښنه وښوده

د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان یا ډبلیو اچ او جمعه نومبر ۲۴ (لیندۍ۳) په غزې کې د الشفاء په نامه تر ټولو ستر روغتون د مشر برخلیک په هکله اندیښنه څرګنده کړله.

25.11.2023 امریکا غږ

د هالنډ په ټاکنو کې 'د اسلام ضد' سیاستوال بری؛ شنونکي وايي حکومت به جوړ نه کړای شي

د هالنډ په پارلماني ټاکنو کې داسې یو ښي اړخي سیاستوال تر نورو ډیرې رایې ګټلي چې د اسلام او کډوالو پر ضد د سخت دریځ په لرلو شهرت لري. 

24.11.2023 امریکا غږ

د کابل په کوټه سنګي سیمه کې چاودنه شوې

نن شپه د کابل په کوټه سنګي سېمه کې د څو چاودنو غږونه اوریدل شویدي.

24.11.2023 امریکا غږ

له پاکستانه د اېستل کیدونکو افغان کډوالو برخلیک ته د خوړو نړیوال سازمان اندېښنې - ستاسې غږ

ملګري ملتونه وایي، چې له پاکستان څخه ویستل شوي افغان کډوال له سختو ستونزو سره مخ دي. موږ نن د ستاسې غږ په خپرونه کې پر همدې موضوع بحث کوو.

24.11.2023 امریکا غږ

نن او وضعیت

د نن او وضعیت په خپرونه کې د افغانستان د ټولنیز او فرهنګي وضعیت ارزونه ددې خپرونې له میلمنو څخه اورئ. دغه خپرونه هره شپه د ٩:۳۰ تر ۱۰:۰۰ پورې په ژوندۍ بڼه ستاسې غږ د اشنا رادیو د څپو او د امریکا غږ د سپوږمکۍ او ډیجیټلي خپرونو له لارې خپروي. د تماس شمیره: ۰۰۱۲۰۲۹۸۰۶۸۲۰

24.11.2023 امریکا غږ

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more