سرپل او ننګرهار کې د ماین چاودنې له امله ۹ ملکي وګړي وژل شوي
افغان چارواکي وايي چې په سرپل او ننګرهار ولایتونو کې د ماین چاودنې په دوو جلا پېښو کې ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د بندیانو تبادله پای ته ورسېده
د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي له شپږ طالب بندیانو پرته چې نړیواله ټولنه یې له خوشې کولو سره مخالفه ده، د طالبانو ټول بندیان او افغان کومانډویان آزاد شوي دي.
'د بکارت ازموینه د ښځې له رضایت او د باصلاحیته محکمې د حکم پرته منع شوه'
د افغانستان د کابینې د قوانینو کمېټې د بکارت پردې د ازموینې په اړه د جزا د کوډ د ۶۴۰ مادې دویم بند یو ځل بیا تعدیل کړ.
افغانستان کې ټول ورزشي فعالیتونه بېرته پیل شوي
افغانستان کې ټول ورزشي فعالیتونه د کابو شپږو میاشتو ځنډ وروسته بېرته پیل شوي دي.
افغانستان کې د کرونا ناروغانو درملنې لپاره لس نوي روغتونونه جوړیږي
د اسیايي پرمختايي بانک په ملاتړ افغانستان کې د کروناویروس ناروغانو د درملنې لپاره لسو نویو روغتونونو جوړولو او ورته د طبي سامانونو چمتو کولو تړونونه پرون په ارګ کې لاسلیک شول.
کندهار او زابل کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوې پېښې ثبت شوي
روغتیايي مسئولین وايې چي نن د پنجشنبې په ورځ سپټیمبر درېیمه (وږي ۱۳) په کندهار او زابل ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ څلور نوي پېښي ثبت شوې.
د افغانستان جګړه؛ امریکا د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څارنوالې بندیزونه ولګول
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو ویلي چې واشنګټن په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پر احتمالي جنګي جرمونو د څېرنې له کبله د جرمونو د نړیوالې محکمې پر څارنوالې فاطو بېنسودا بندیزونه لګولي دي.
امریکا: په یوه لسیزه کې به د چین د اټومي کوپړیو شمېر دوه برابره شي
د امریکا د دفاع وزارت په یو تازه راپور کې اټکل کړی چې د چین د اټومي کوپړیو یا سروکو شمېر به د یوې لسیزې په ترڅ کې "څه ناڅه دوه برابر" شي.
د آشنا تلویزیون د چهارشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
امریکا د کروناویروس د واکسین په نړیواله هڅه کې ګډون نه کوي
د امریکا متحده ایالاتو ویلي دي چې د کووید۱۹ واکسین د پراختیا، تولید او مساوي ویشلو لپاره په نړیوال نوښت کې برخه نه اخلي، ځکه د روغتیا نړیوال سازمان ددغې هڅې مشري کوي.
د ایران د اټومي تړون د ژغورلو هڅې
د اروپایي ټولنی یوه چارواکې چې د ایران او د نړۍ د پنځو سترو ځواکمنو هیوادونو ترمنځ د اټومي مسایلو پر سر د خبرو مشري کوي، وایي ګډون کوونکي د ۲۰۱۵ کال د اټومي موافقې ساتلو ته ژمن دي.
غني: هیله ده د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او اوربند توافق وشي
ولسمشر غني وايي، افغانان هیله لري چې د سولې خبرو کې د تاوتریخوالي پر کمېدو او تلپاتې اوربند ټینګېدو توافق وشي.
صدیقي: حکومت د طالبانو یو شمېر پاتې بندیان ازاد کړي
د افغانستان د جمهوري ریاست ویاند وايي، افغان حکومت یو شمېر طالب بندیان ازاد کړي چې په وینا یې د زندانیانو د تبادلې کاري او تخنیکي بهیر لا هم دوام لري.
افغانستان کې د کرونا مثبتې پېښې ۱۲ سلنه کمې شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، تېره اونۍ په دغه هیواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو فیصدي له ۱۸ سلنې څخه ۱۲ سلنې ته راټیټه شوې ده.
طالبانو کندهار کې د افغان کمانډو څلور سرتیري خوشي کړي ـ چارواکي
په کندهار کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلین وایي، وسله والو طالبانو په دغه ولایت کې د ملي پوځ د کمانډو څلور بندي سرتیري خوشي کړي دي.