کاروان
کاروان ځانګړې اونیزه خپرونه چې د تکنالوژۍ له نړۍ څخه تازه او په زړه پورې ریپوټونه خپروي او تاسو د اوسني عصر له وروستیو پرمختګونو خبروي.
کوویډ۱۹سره مبارزه؛ جي۷هېوادونو د ۴ میلیارد ډالرو نوره مرسته وکړه
د امریکا متحدو ایالتونو برتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان موافقه وکړه چې د کروناویروس سره مبارزه کې «همکاري زیاتوي».
چین وايي له هند سره یې جکړه کې څلور عسکر وژل شوي
چین ۶میاشتې وروسته ومنله چې هند سره جګړه کې یې ۴سرتیري وژل شوي
امریکا له ایران سره د اتومي پروګرام په اړه خبرو ته امادګي وښوده
د امریکا متحدو ایالتونو ویلي دي چمتو دی چې له ایران سره بیا د ۲۰۱۵ اتومي تړون ته وروګرځي. دغه تړون ایران نه پرېږدي چې اتومي وسله ولري.
د منظور پښتین او محسن داوړ د نیولو حکم شوی
د پاکستان د کراچۍ په ښار کې د ترهګرۍ ضد یوې محکمې د پښتون ژغورنې د غورځنګ د مشر منظور پښتین او د دغه غورځنګ د بل مشر او پاکستان د پارلمان د غړي محسن داوړ د نیولو حکم کړی دی. دغه محکمې د جمعې په ورځ فبروري ۱۹ (کب۱) دا حکم ورکړی دی. د پي ټي ام په دغو دواړو مشرانو تور دی چې د ۲۰۲۰د ډسمبر په میاشت کې یې په کراچۍ کې په یوې غونډې کې د پاکستان د حکومت، پوځ، پولیسو او نورو ادارو په ضد «ناوړه څرګندونې» کړي دي. د کراچۍ د سهراب کوټ له غونډې وروسته د پي ټي ام په ځینو مشرانو عریضې وشوې. په دغه ترڅ کې پولیسو د تیر کال ډسمبر په ۱۶په پېښور کې د پي ټي ام یو مشر علي وزیر ونیوه او بیا یې کراچۍ ته انتقال کړ. علي وزیر د پاکستان د پارلمان غړی هم دی. د پښتون ژغورنې غورځنګ وکیل قادر خان امریکا غږ ډیوې څانګې ته ویلي دي چې د کراچۍ په ښار کې د «ترهګرۍ ضد دولسمې محکمې چې په زندان کې دننه ده، د منظور پښتین او محسن داوړ د ګرفتارۍ» حکم هم صادر کړی دی. هغه وویل چې نن د علي وزیر د قضیې د اورېدو ورځ وه او د پي ټي ام هغه غړي چې په ضمانت خوشي شوي وو، هم محاکمې ته راغلي وو. وايي د دوی قضیه به د مارچ په نهم تاریخ بیا اورېدل کیږي. د پښتون ژغورنې غورځنګ له څو کلونو راهېسې په پاکستان کې د پښتنو د حقونو او ازادۍ لپاره مبارزه کوي. دغه غورځنګ د پاکستان پوځ او «ریاستي ادارې» له پښتنو سره په بد چلند تورنوي. خو د پاکستان پوځ او حکومت د پي ټي ام دا تورونه رد کړيدي.
ارګ په بېړه د سرتیرو نه ایستلو په اړه د ناټو د پرېکړې هر کلی وکړ
د افغانستان جمهوري ریاست له افغانستان څخه په بېړه د سرتیرو نه ایستلو په اړه د ناټو د پرېکړې هر کلی وکړ.
د امریکا دفاع وزیر: له افغانستانه په بېړه نه وځو
د امریکا متحده ایالاتو د دفاع وزیر لوید آستن ویلي چې امریکا له افغانستانه په بېړه او بې نظمه نه وزي.
د آشنا تلویزیون د پنجشنبې خپرونه
د افغانستان، سیمې او نړۍ تازه خبرونه او ډیر نور په زړه پوري راپورونه
ستولتنبرګ: افغانستان کې د ناټو د راتلونکي شتون په اړه تصمیم ندی نیول شوی
د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ، ویلي دي چې ددې تړون د دفاع وزیرانو غونډې په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د شتون او یا ایستلو په هکله تصمیم ندی نیولی.
د جاپان د المپیک پخوانۍ وزیره د توکیو المپیک رئیسه شوه
د ښځو په اړه د جنجالي څرګندونو په وجه د یوشیرو موري د استعفا وروسته سیكو هشیموتو د ۲۰۲۰کال د المپیک لوبو د جوړولو د کمیټې د نوې رئیسې په توګه وټاکل شوه.
په کابل کې چاودنه؛ د پوهنتون د استاد په ګډون دوه تنه وژل شوي
د کابل پوهنتون د شرعیاتو استاد مولوي مبشر مسلمیار او یو بل تن چې د مقاماتو په وینا د مسلمیار شاګرد و، د ماین د چاودنې په نتیجه کې چې په موټر کې یې ځای پر ځای شوی وژل شوي دي.
امریکا باید د سختو طوفانونو په وړاندې ځان چمتو کړي - کارپوهان
کارپوهان وایي ښایي دغه هوا د متحده ایالاتو په نورو سیمو هم اغیز وکړي او امریکا باید د هغې په وړاندې د مبارزې وړتیا ولري.
'ماینونو روان لمریز کال کې ۱۴۰۰ افغانانو ته مرګژوبله اړولې'
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت چاراکي وايي چې د جګړې پر مهال د ماینونو ښخول هره ورځ له افغانانو څخه قرباني اخلي او ورته درنه مرګژوبله اړوي.
کابل کې د نهو هېوادونو د استخباراتي چارواکو غونډه
د افغانستان د ملي امنیت ریاست روانه اونۍ په کابل کې "له تروریزم سره د سیمهییزې مبارزې" د دوه ورځنی کنفرانس د جوړېدو خبر ورکړی دی.
افغانستان کې کروناویروس؛ یوه اونۍ کې ۱۰۲ مثبتې پېښې ثبت شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت شمېرې ښيي چې په تیره یوه اونۍ کې د کروناویروس ۹زره او ۷۸۲ مشکوک سمپلونه په خصوصي او دولتي لابراتوارونو کې ارزول شوي چې ۱۰۲ یې مثبت وو.