شعرونه


تاله درځمه

ماتووم زه زولنې  تا له درځمه

26.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

غزل

مينه کښې دردونه ما ليدلي دي زړه کښې دې زخمونه ماليدلي دي مينه نوره هغه مينه نه شوله دې کښې رواجونه ما ليدلي دي مه ګوره حالت ته مي ناصحه ته لاس کښې دې جامونه ما ليدلي دي خپلې ميخانې ته ساقي خيال کوه دلته کښې مات زړونه ما ليدلي دي څنګه به دې خپل کړمه جانانه زه هر خواته دامونه ما ليدلي دي زه کاکړ به نه درځم ستا کلي ته هلته ډير غمونه ما ليدلي دي

25.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

هلمند ته

  هلمنده ولی دمو جونه شولو مړاوی هلمنده ولی دلور په لور تاختونه شولو مړاوی

25.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

ښکاری ته

مه وژنه دخدائ لپاره ښکا ری دغه غرڅنۍ هوسۍ مه وله دغه زم دهسکو غرونو سيلانۍ هوسۍ پريږده چی پل پل دغه لوړ غرونه کړی

24.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

خپله ژبه

خپله ژبهقوم لره ښايي كتابت په خپله ژبه كې پس له دې نه بويه سياست په خپله ژبه كې ژبه د ملي هويت لويه ساتندويه ده پروت وي د قامونو ثقافت په خپله ژبه كې هر څه چې څوك كړي خو مليت د احترام وړ دى كيږي د ټولنې معرفت په خپله ژبه كې لاره شي ازغنه خوف او ويره وي د تلو په كې ګونګ او بې پروا چه شي ملت په خپله ژبه كې ژبه وسيله ده د افرادو د افهام تفهيم شته دى لا تر دې لوى فضي

24.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

اثر غوندې دی

اثر ستا په کتو ستا په لیدو کې څه اثر غوندې دی داستا د سرو شونډو سرو کې څه اثر غوندې دی دا لا ماسم کتلي نه دي ستا د زنې سر ته

16.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

مینه زموږ ګل وه

مینه زموږ ګل وه داسې راته مه وایه زړه مې له تا تور شو نور ژوند مې ستا له لاسه راته اور شو نور ښکلې مې ځوانې وه ستا مینې رانه وخوړه علاج مې کیدای نه شي خبر مې پلار او مور شو نور څنګه ښه وختونه و،ما وتاچې سره لوبې کړې رامعلومیږي نه،چې ستا

13.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

د ولسي جرګې وکیلانو ته ډالۍ

د ولسي جرګې وکیلانو ته ډالۍ ما د مخه و، لیدلی بس یو کار په دې جرګه کې ورکوه ورته ډالرې وو دا چار په دې جرګه کې د جرګې واکدارن نور دي پکې ناست دي ما لیدلې وو د مخه بل وکدار په دې جرګه کې ټوپک مار ټوپک سالار او نور پکې دې

03.01.2010 محمدالله آرین احمدزی

د پښتو شاعرانو ښکلي شعرونه

په زلفو کښې مې ونغاړه راګوره لکه شپهله سپينو ستورو ډکه شه سمسوره لکه شپهآرامه مې په سترګو غوړېدله لکه خوبپه خواه کښې راته ناسته وه بې شوره لکه شپهحيا يې پښتنه ده په حيجاب کښې ده نغښتلېخاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپهرانجه د ليونۍ مينې يې څکلي وؤ نشه وهپه غيږ کښې وه بې واکه را نسکوره لکه شپهد ستورو په چشمو کښې نظر واچوه تر لرېپه شپې پسې کاروانه غلي ګوره لکه شپهپېر محمد کاروان

24.11.2009 محمدالله آرین احمدزی

لویه خدایه

لویه خدایه! لویه خدایه ،لویه خدایه اتحاد مو په نصیب کړې دا پښتون چې تیت پرک دی ته یې یو،یو یې قریب کړې له اټکه تر ګومله دغه یو غیرتي قوم دۍ لویه خدایه ته یې جوړ کړی دا ارمان زما ارمان دۍ په دعا درته ولاړیم دا دعا مې کړې قبوله ستا په نوم تل جنګیدلې بریا

24.11.2009 محمدالله آرین احمدزی

سوګند

سوګند ډير تیر شول اخترونه او تیریږي بس جانان ده په ما ګران نه مې هیریږي کله کله چې رایادې یې وعدې شي بس ماشوم زړګی زما پسې ژړیږي خدایه ته یې زړه کې واچوي رحمونه د جانان زړګی شو کاڼې لا سختیږي ما خو ډير ډیر ورته وکړل سوګندونه چې هر وخت کې د خبرې را یادیږي زما جانان څنګه یاغي

24.11.2009 محمدالله آرین احمدزی

شعر

میــــــــــــــــــــــنه مینــــــــــه پيل د هرڅه ده انتــــــــــهایې نا مالومـــــه مینه غم د سوي زړه ده بس ژړا یې نامـــــــــالومـــــه زړه د مینې ځای ځای ګی ده پکې اوسې تر تــــــــرتله کله وو چې وځي د زړه نه بیا راتلا یې نامــــــــــــالومه دا چې څوک په چا مین شي او اخته په دغه رنـځ شي هیڅ درمل د مینې نـــــــــــــ

24.11.2009 محمدالله آرین احمدزی

غونډو

غونډو زموږ د كلي پاى ته راشه له سرو سينځلو تر انارو پورې بيا تر مميزو تر جوارو پورې زيړ جوار به ګډ نينه كړو په انارو به خوله سره كړو شو به برج ته سره پورته د دنيا به سيل وكړو

18.01.2011 نورمحمد سعيد

راځئ خپل زړه ته غوږ شو

(( ښارونه د ژوند دځينو اسانتياوو په بدل كې له انسانانو ډېر څه وړي. بيا هم  دخپلي  برخي محروميتونه خلك اړباسي، چې  له خپلو پلرنيو مېنو نه ښارونو ته  وكوچيږي.  داسې هم نه ده، چې ښارونه بد دي او دكليو ژوند له خوښيو  ډك دى.  ښار او كلى دواړه  مثبت او منفي اړخونه لري، خو دا يو منل شوى حقيقت دى، چې ښاري ژوند ، كه څه هم انسان له مدنيت سره اشنا كوي، خو ډېر يي ستړى كوي هم. . هغه  څوك، چې  د ماشومتوب وختونه يي  دكليو په ارامه  فضا او

08.01.2011 نورمحمد سعيد

يوې نجلۍ خپلې همزولې ته ورو وويل

غزلدوست محمد ځونډىښايي بیا کوچيان راځي د شپېلئ غږ دی  ـ  شو موسم د پسرلي دشپيلۍ غږدىيو څوک بيا سپينه سپوږمئ او رڼه

02.01.2011 نورمحمد سعيد

شك

شك   د جهان د نمر پرستو د تپژنو ارادو په نتیجه کښې د جهان د نمر پرستو د تودو تودو بادونو د بې در ېغه ېرغلونو له انجامه ېرېدلے ترهېدلے د تک شین اسمان د لاندې د تودو تپژنو شګو د شکونو کور کښې اوسم د خپل قد په سيوری هم شکي شکي ېم

29.12.2010 نورمحمد سعيد

پرون

پرون نورمحمد سعيد   هغه پرون، چې تېر شو هغه زموږ او ستاسي ګډه ماضې هغه دټولو پرون هغه زموږشتمنې منم راتلونکى ښاېسته سبادى ترپرون ډېرښاېسته ممکن ترنن هم ښه وي خوزموږتېر وختونه هغه زموږ زمانه ښه وه که بده وه هرڅنګه، چې وه زموږ يادون

21.12.2010 نورمحمد سعيد

سپينه واوره

سپينه واورهخدايه څومره ښکلي ښکا ري،په غرو واوره تکه سپينهځمکې سپين بخمــــــل اغوستئ،تښنوي دزړونو مينهونوسپين کالـــــي اغوستــــي،په زړه پورې منظره دههره ونه لکـــــــــــه ناوي ښکاري،ښکلــــــي مرغلينهخدايه ته خومهربان ېې،داســــــــی واوره په مونږ وکړهچه مــو تور زړونه راسپين کړي،چــــه نور نه تويوو وينهزه قيام

14.12.2010 نورمحمد سعيد

ددوستانو ګذار مات كړم

غزل بې رحمي چې ده په يار كې ومې نه ليده اغيار كې  

19.08.2010 نورمحمد سعيد

دازادۍ دورځې ډالۍ

  زما وطنه   زما وطنه ته ګلزار اوسې تل  خوا ته دې مه راځه دمني يو پل   تل غوړيدلي دې وي ستا غاټولان

19.08.2010 نورمحمد سعيد

ساه

ساه لاخو ناست نه يې ، چې پاڅې بيرته تګ دې وې په ژبه له ما ساه اخستل هېر شي خو دروغ دې هم زده نه كړل ته له مانه چيرې درومې ؟ ته خو ساه يې زما تن ك

13.07.2010 نورمحمد سعيد

لاپردى يم په دې ښار كې

غزل دغريب ښكلي په رنګ يم له ښكلا سره بد رنګ يم

02.06.2010 نورمحمد سعيد

نصيحت

نصيحت   سپينې سپينې مه وايه تنها به شې ګرانه ليونی به شې رسوابه شې مه کړه په دې چم کي دبدلون کیسې یاره زوروره دخـــــــــــندا به شې ستا د بيا راتګ لارې تر ما راځي هر چيرې چې لاړ شې بيرته رابه شې هرڅومره مغرور که یې پښتون خو يې در به ننواتی شم پخلا بـــــــــه شې کله کله وځه  د صحرا

01.06.2010 نورمحمد سعيد

خپله جنازه

خپله جنازه څومره باراني هغه شيبه شوله سرته مې بالښت چې ستا اوږه شوله   مياشت بكره ولاړه داسمان ترمنځ لاندې پرماو تا بيا توره شپه شوله   ما چې چپه سترګه ورته پټه كړه

12.05.2010 نورمحمد سعيد

غزل

غزل له مانه خو به ټوله دنيا هېره کړې اسانه خو ما به څنګه هېر کړي مرګيه له دنيا نه يوڅو شيبې لانورې مې دمات زړکي ميلمه شه دياردليدو خياله ځنکند ن مې کړه اسانه په لټه کې يې ټول عمر له خپله ځانه ورک وم ژوندون مې پيدا نه کړ،شاهد اوسه اسمانه

11.03.2010 نورمحمد سعيد

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more